د لوی اختر په مناسبت د حزب اسلامي افغانستان امير محترم ورور حکمتيار (حفظه الله) پيغام

د لوی اختر په مناسبت د حزب اسلامي افغانستان امير محترم ورور حکمتيار (حفظه الله) پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم

وَ مَنۡ  یَّتَوَکَّلۡ عَلَی اللهِِ  فهُُوَ حَسْبُهُ اِنَّ اللهَ بَالِغُ  اَمْرِهِ قَدْ  جَعَلَ اللهُ لِکُلِّ شَیۡءٍ  قَدۡرًا – الطلاق:۳.

او چا چې پر الله توکل وکړ نو هغه ورته کافي دئ، يقيناً چي الله خپل کار ته رسېدونکى دئ او بې شکه چي الله د هر څه لپاره يو حد او اندازه ټاکلې.

گرانو هېوادوالو!

وروڼو خويندو!  السلام عليکم و رحمة الله و برکاته

د لوى اختر د رارسېدو په مناسبت مبارکي وايم، دعاء کوم چي الله تعالى زموږ هېواد د پرديو له سلطې ازاد کړي او زمونږ مظلوم او دردېدلى ولس د جگړو او بې امنيو له روان دردناک حالت وژغوري، او دا سعادت را په برخه کړي چي راتلونکي اخترونه په خپلواک او آزاد افغانستان کي او په داسي حال کي ولمانځو چي د هېواد په گوټ گوټ کي د اسلام شين بيرغ رپانده وي، ټول اشغالگر ځواکونه وتلي وي، جگړه د تل لپاره پاى ته رسېدلې وي او اقتدار د داسي صالح حکومت په واک کي وي چي چارواکي ئې رښتيني مؤمنان وي، له الله تعالى وېرېږي او پر مظلومانو ترحم لري.

وروڼو خويندو!

له دې فرصت په استفادې سره د هېواد د مهمو قضاياوو په اړه څو عرائض لرم:

•             امريکايي ځواکونه ونه توانېدل د آزادي غوښتونکو افغانانو مقاومت وځپي، يو مضبوط او ځواکمن لاس پوڅى حکومت پر هېواد مسلط کړي، نن وضعيت د دوى له ادارې او کنټرول وتلى، د کابل حکومت د بشپړ شړېدو په حال کي دئ، د حکومت تر واک لاندي سيمو کي نه د چا سر خوندي دئ او نه مال او عزت، د شخصي امنيتي شرکتونو، مليشو او اربکيو په رامنځته کولو سره نه يوازي ونه توانېدل جگړه مهار او د خپلي خوښي حالت رامنځته کړي بلکي د بې امنيو د لازياتېدو باعث شول، د انتخاباتو غولوونکې ډرامه خندونکې شوه، نتيجه ئې دا چي د امريکا خارجه وزير دوه سرى حکومت جوړ کړ او اقتدار ئې د دوو ډلو ترمنځ ووېشلو، داسي چي د هر وزير، والي او رئيس د ټاکلو پر سر د دوى ترمنځ اوږدې لانجې وي، يو کال پرې تېر شو خو جمهور رئيس ونه توانېدو زاړه واليان بدل کړي، حتى هغه واليان هم چي دى د جمهور رئيس په توگه نه مني!! د جنگ په دې سخت حالت کي دا حکومت دفاع وزير نه لري او غربي رسنۍ ليکي چي د امريکايي ځواکونو قومندان د کابل حکومت د دفاع وزير دنده هم پرمخ بيايي!! حقيقت دا دئ چي د کابل حکومت دفاع وزارت کمکى پنتاگون دئ او د امريکا سفارت اصلي ارگ.

•             تېرو خونړېو کلونو وښود هچي بهرني ځواکونه د جگړي د پيل او ادامې باعث دي؛ نه د جگړي د پاى ته رسېدو او امنيت راوستو عامل، پر پرديو ځواکونو متکي ډلي د خپل ولس او هېواد دشمنان دي نه خواخوږي او دوستان، څوک چي په هېواد کي صلح او امنيت غواړي تر هر څه وړاندي بايد د بهرنيو ځواکونو د بشپړ وتلو او د افغانستان په کورنيو چارو کي د پرديو د هر راز مداخلې مخالفت وکړي، نه دا چي يوه مداخله په څلورو کتابونو جائز گڼي او بله ناروا!! څرگند اشغالگر ته دوست وايي او نامر ئې مداخله گر ته دښمن!! په جيب کي به ئې شنه ډالر وي، معاش ئې په ډالرو، په پښو کي ئې امريکايي بوټونه، پر تن ئې امريکايي يونيفورم، د امريکايي افسرانو په لاس روزل شوى او د هغوى تر قومندې لاندي جنگېږي… خو سره له دې هم غازي دئ او هم شهيد، او هغه چا ته به د مزدور خطاب کوي چي شعار ئې خپلواکي، د بهرنيو ځواکونو وتل او د بهرنيو لاسوهنو بشپړ توقف دئ!!!

•             تر اشغال وړاندي په نشه يي توکو د روږدو افغانانو شمېر زرگونو ته نه رسېدو خو نن غربي رسنۍ وايي چي په هرو لسو افغانانو کي يو تن روږدى دئ، له څو محدودو سرحدي سيمو پرته د نورو سيمو استوگنو د کوکنارو بوټى نه پېرژندو خو نن په ډېرو سيمو؛ حتى د بهرنيو ځواکونو د اډو خوا ته کوکنار کرل کېږي. د سي اى اې مأمورين اعتراف کوي چي د دوى اداره په افغانستان کي د نشه يي توکو کاروبار پرمخ بيايي!! همغه کار چي يو مهال انگرېزانو له چينايانو سره کولو، چين ته ئې په دې موخه ترياک لېږل چي ولس ئې په نشه يي توکو روږدى او د جنگ توان ئې ويلي کړي. اشغالگرانو او د دوى بړېڅو په پړسېدلو ستونو چيغي وهلې چي افغانستان به په بل سويس او جاپان بدل کړي!! خو دا دئ څوارلس کاله وروسته د افغانانو اقتصادي حالت داسي دئ چي هره ورځ په زرگونو افغانان د فقر له کبله له خپل هېواد تښتي، د کابل چارواکي هغوى ته لمن غوړوي او ترې غواړي چي مه تښتئ او په خپل هېواد کي پاته شئ، خو هغوى هر خطر مني او د تېښتي لار غوره کوي، له خطرناکو لارو اروپا، استراليا… ته درومي، د قاچاقچيانو په لومو کي لوېږي، کښتۍ ئې د دغو هېوادو ساحل ته نږدې عمداً غرقي کړى شي، ډېرى ئې ومري او لږ ئې وژغورل شي، غربيان په داسي حال کي د دوى له منلو ډډه کوي چي په اصل کي همدا دوى له خپل هېواد تېښتي ته اړ کړي، دا حالت هغوى پر افغانانو تپلى چي د يوې گولې و چي مړۍ ترلاسه کولو لپاره له خپل کلي کور وتښتي، يا د هغو جنگ سالارانو په لاس ښکار شي چي پرديو استخدام کړي، يا ئې ايران د څو ډالرو په بيع پېري او عراق او سوريې ته ئې د جنگ لپاره لېږي.

•             د افغانستان پولې ته نږدې د روسي فوځونو بيا ځاى پر ځى کېدا او د هغو ډلو او مليشو بيا فعالېدا چي د روسي ځواکونو په لاس رامنځته شوې او اقتدار ته ورسېدې، ښيي او ددې غمازي کوي چي د ١٩٩٠ کلونو د خونړي حالت بيا ادعا کولو لپاره هڅي رواني دي، ښايي د مسکو اوسنيو چارواکو د مخکنۍ ترخې او ناکامې تجربې د تکرار اراده کړې او ښايي امريکايان همدا خوښوي.

 وروڼو خويندو!

روان دردونکي وضعيت ته په پام سره ټولو مجاهدينو او د هېواد هغو کړيو او شخصيتونو ته چي پر ملت زړه سوى لري، قضايا مسئولانه څېړي، له بحران د وتلو لاري لټوي او غواړي په دې اړه اغېزمنه ونډه ولري؛ څو عرائض لرو:

راشئ د بحران لپاره کورنۍ حل لاره ولټوو، د پرديو له وساطت او وصايت پرته د بين الافغاني تفاهم له لاري بحران حل کړو.

•             ټول بايد دا د يوه مسلم حقيقت په توگه ومني چي د بهرنيو ځواکونو حضور د جنگ له دوام پرته بله معنى او نتيجه نه لري، پاته کېدا ئې نه ممکن برېښي، نه ئې افغانان مني او نه کومه ستونزه حل کولى شي، کوم ناافغانان چي د بهرنيو ځواکونو پر پاته کېدا او د جگړي پر دوام ټينگار کوي، بايد پوه شي چي دا له ذلت ډک دريځ به له سپکاوي پرته بل څه ور په برخه نه کړي، دا ځواکونه نه د دوى په غوښتنه پاته کېږي او نه وځي، د خپلو استعماري گټو حرص راوستي او د مجاهدينو مقاومت وتلو ته اړ کړي.

•             هغه به ډېر ناپوه او ساده وي چي گمان وکړي د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به دا نظام دوام وکړي او له سختو اقتصادي بحرانونو سره مخامخ غربي هېوادونه به ډالر ورته رالېږي، دا خامه طمع ده، هغه به ئې په خپل سر کي ساتي چي د ناټو حضور د دوى لمنه له سرو او سپينو زرو ډکه کړې او د پراخو زمکو او بنگلو خاوندان ئې ترې جوړ کړي.

•             له دې سره توافق وکړو چي بهرني ځواکونه دي د ٢٠١٥ تر پاى پوري په بشپړه توگه ووځي.

•             امنيتي ځواکونه دي په اوسني حال او ترکيب پاته شي، د هر يوه (اردو، پوليس او ملي امنيت) لپاره دي داسي مقتدره او باصلاحيته مشرتابه شورى جوړه شي چي دې ځواکونو ته ملي بڼه ورکړي، د کومي ډلي، قوم او سمت په گټه ونه کارول شي، په بشپړه توگه د دولت تر سيطرې او ادارې لاندي وي، په مشرتابه شورى کي ئې داسي څوک نه وي چي د يوې ډلي په گټه او د بلي په ضد جنگېدلى وي، قومي تناسب په کي مراعات شي، هغه کسان بايد له حساسو امنيتي موقعيتونو لري شي چي هم ئې په جنگ کي د روسانو ملگرتيا کړې او هم د ناټو او اوس هم د ناټو د حضور دوام غواړي.

•             جگړه په ټول هېواد کي متوفقه شي، که څوک د پرديو په لمسون د جگړي د دوام تکل کوي نو ټول په گډه د هغه د اقناع هڅه وکړو او له جگړي لاس اخيستو ته ئې چمتو کړو، که قانع نشو نو له ملت وغوښتل شي چي د ملي پاڅون له لاري ستونزه حل کړي، دا يو حقيقت دئ چي هيڅوک د ملت مخي ته نشي تم کېدى، که ملت له نظام مطمئن شي نو په خپله او د پرديو له هر راز مرستي پرته امنيت راوستى شي.

•             په حکومت کي داسي تبديلي راشي چي ټولو ته د منلو وړ شي، د دولت حاکميت بايد پر ټول هېواد تأمين شي. په هيڅ ولايت کي بايد شخصي، غير دولتي او حزبي واکمني نه وي، د هيڅ ولايت والي، امنيه قومندان، د اردو د قطعاتو قومندانان او د ملي امنيت د رياست مسئول بايد د اړوند ولايت استوگن نه وي.

•             په ٢٠١٦ کال کي دي عادلانه او شفاف انتخابات ترسره شي، دا انتخابات بايد د جمهوري رياست، ولسي جرگې او ولايتي شوراگانو لپاره يو ځل او هممهال او د متناسب تمثيل پر بنسټ وي، رأيه بايد احزابو او د دوى له لوري اعلان شوي نوم لړ او تگلاري ته ورکړى شي، د انتخاباتو اوسنۍ طريقه ډېره ناسمه، ستونزمنه، غير عادلانه او نامعقوله ده، نه د افغانستان له شرائطو سره سمون خوري او نه ئې موږ له ملاماتوونکو مصارفو وتلى شو.

•             د دوه يا دريو مقتدرو او ملت شمولو احزابو رامنځته کېدا د يوه هدف په توگه وټاکو، د احزابو تعدد، په ځانگړې توگه د وړو وړو محلي او قومي ډلو شتون تشتت او تشنج رامنځته کوي، ملي وحدت ته صدمه رسوي، قومي او ژبني تعصبات رولاړوي. واړه احزاب دي سره متحد شي او لوى حزب دي جوړ کړي، يا دي متحده انتخاباتي مجموعه جوړه کړي، يا دي په کوم لوى ملت شمول حزب کي مدغم شي.

•             هغه ډله او مجموعه به حکومت جوړوي چي د افغانانو د اکثريت رأيه ترلاسه کړي، د ائتلافي حکومت جوړېدا به نه شرط وي او نه به ئې کومه دله غوښتنه کوي، ټول افغانان به دا حکومت مني او له هر ډول ناجائز مخالفت به ئې ډډه کوي.

•             په راتلونکو انتخاباتو کي به هغه ډلي د مستقل حزب په توگه د برخي اخيستو حق نه لري چي په دې انتخاباتو کي تر ١٠% لږ رأيي ترلاسه کړي.

•             هر افغان بايد مکلف شي چي په فوځ کي لږ تر لږه يو کال خدمت وکړي، فوځ بايد له دې لاري د افرادو له پلوه اکمال شي، موږ نه دومره امکانات لرو چي درې نيم لکه اجير فوځ ولرو او نه دا د هېواد لپاره گټور سيستم کېدى شي.

دښمنان ددې لپاره داسي فوځ موږ ته خوښوي چي غواړي د افغان فوځ اکمال هم د دوى په واک کي وي او سوق او اداره ئې هم، او د خپلو موخو لپاره ئې وجنگوي، آيا عجيبه نه ده چي د بريتانيا شهزاده د جنگ لپاره افغانستان ته رالېږل کېږي خو همدا بريتانيا زموږ لپاره اجير فوځ خوښوي؟!!

•             کوم مصارف چي موږ پر يوه لوى اجير فوځ کوم دا بايد د هېواد په ودانولو، د بندونو او نهرونو په جوړولو، د شاړو زمکو په سمسورولو او د معادنو پر استخراج وکړو او خلکو ته گټور توليدي کارونه رامنځته کړو. د امنيتي ځواکونو کلنى لگښت څلور نيم مليارده ډالر اټکل شوى، په همدې مبلغ د کونړ، کوکچې او هلمند سندونو په څېر ستر ستر سيندونه مهارولى او تر يو ميليون جريب زياته زمکه خړوبولى او د کرنې لپاره چمتو کولى شو او له دې لاري د سلگونو زرو کورنيو مالي او اقتصادي ستونزي حلولى شو.

•             بايد صوتي او تصويري رسنۍ، د مخابراتو شبکې، شخصي ښارگوټي، شخصي زندانونه، شخصي وسله وال ځواکونه، خصوصي امنيتي شرکتونه، NGO گانې او دې ته ورته چاري او ادارې د بهرنيو له اغېز آزادي او په بشپړه توگه په دولت پوري وتړل شي، په ټولو تعليمي مؤسساتو کي بايد د دولت له لوري وضع شوى واحد تعليمي نصاب پلي شي، هيڅ هېواد ته اجازه ورنه کړى شي چي د افغانستان په کورنيو چارو کي لاسوهني وکړي، مستقلي ادارې او مزدوري رسنۍ ولري، د افغان ولس د دين، مذهب، کلتور او گټو خلاف تبليغات وکړي او قومي ژبني تعصبات راوپاروي او قومونه سره وجنگوي.

•             هغه چي له شوروي اشغالگرانو سره ملگري شول، هغوى ته ئې پر افغانستان د بريد بلنه ورکړه، او د روسي افسرانو تر قومندې لاندي له خپل ولس سره وجنگېدل؛ له شکه پرته د ستر ملي خيانت مرتکب شول. همدا راز هغه چي امريکايي ځواکونو ته ئې لار آواره کړه، د ناټو اشغالگر ځواک ته ئې پر افغانستان د بريد بلنه ورکړه او د امريکايي افسرانو تر قومندې لاندي له خپل ملت سره وجنگېدل، بې له شکه چي دوى هم له خپل ولس او هېواد سره خيانت وکړ. دوى ته بلنه ورکوو چي خپله تگلاره او ليد لورى تصحيح او خپله ستره گناه او غلطي جبران کړي.

•             لکه څنگه چي اسلام زموږ دين دئ همداراز افغانيت زموږ ملي هويت دئ، موږ ټول مسلمانان او افغانان يو، دا دواړه زموږ د يووالي د ماڼۍ دوه اساسي ستني دي، څوک چي له دې دواړو سره اختلاف لري هغه د ملت د يووالي دښمنان دي او ژبه ئې د پرديو په اشاره خوزي.

•             مونږ ټولو افغانانو مخصوصاً هغو ته چي د هېواد خپلواکي، د جگړي پاى، د تلپاته صلحي او امنيت تأمين او په خپلواک افغانستان کي د ولس د خوښي اسلامي حکومت غواړي بلنه ورکوو چي راشئ له دې بحران د هېواد د ايستلو لپاره يو بل ته د ورورۍ لاس ورکړو، افغانستان د ټولو وروڼو قومونو گډ کور وگڼو، جگړه د تل لپاره پاى ته ورسوو، د پرديو د لاسوهنو مخه ونيسو، داسي سرلوړى او خپلواک افغانستان جوړ کړو چي د نړۍ هيڅ ځواک هغه ته په کږو او خيرنو سترگو د کتلو جسارت ونه کړي، له نورو سره د سيالۍ جوگه وي او هيچا ته ئې د احتياج لاس اوږد نه وي. د داسي ورځي د رارسېدو په هيله.

سرلوړي دي وي افغانان

بريالي دي وي مجاهدين

حکمتيار

افغانستان

د ١٣٩٤ کال لوى اختر

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button