د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې په اړه په زړه پورې معلومات

 

لیکوال : عطا محمد میاخېل

ـــ د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال د جرمني ولسمشر وان پیدن برګ وو .

ـــ په لومړۍ نړیواله جګړه کې د  1914 زېږدیزکال د اګست په میاشت کې جرمني پر فرانسې باندې د برید اعلان وکړ .

ـــ کله چې لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه، په هغه وخت کې د برتانیې لومړی وزیر       ایچ ایچ اسکویته و .

ـــ په لومړۍ نړیواله جګړه کې د 1914 زېږدیز کال د اګست په میاشت کې جاپان د جرمني په وړاندې د جګړې اعلان وکړ .

ـــ په لومړۍ نړیواله جګړه کې تر ټولو زیاته مرګ، ژوبله جرمني هېواد ته ور واوښته، ځکه چې په یاده جګړه کې اولس لکه و دري اویا زره جرمنیان  ووژل شول او دوه څلوېښت لکه و شپاړس زره جرمنیان ټپیان شول .

ـــ په دویمه درجه کې روسیه قرار لري، چې اولس لکه روسان مړه او نهه لکه و پنځوس زره روسان ټپیان شول .

ـــ درېیمه درجه هېواد فرانسه دی، چې په یاده جګړه کې دیارلس لکه و اویا زره کسان مړه او  څلوېښت لکه و شپږ شپېته زره تنه ټپیان شول .

ـــ په لومړۍ نړیواله جګړه کې نهه لکه و اته زره و درې سوه بریتانویان مړه او شل لکه و نوي زره و درې سوه ټپیان شول .

ـــ په لومړۍ نړیواله جګړه کې درې سوه (300 ) جاپانیان مړه او نهه سوه و اوه (907) کسان ټپیان شول .

ـــ په لومړۍ نړیواله جګړه کې پنځلس هېوادونو ګډون درلود .

ـــ دویمه نړیواله جګړه د 1939 زېږدیز کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه پیل شوه .

ـــ په دویمه نړیواله جګړه کې، کومه هوایي جګړه، چې د جرمني او بریتانیې هېوادونو ترمنځ را منځته شوه د جرمني اوه سوه و دري دېرش (733 ) او د بریتانیې نهه سوه و پنځلس (915 ) الوتکې له منځه لاړې .

ـــ د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال د جرمني ولسمشر ادولف هټلر و .

ـــ په دویمه نړیواله جګړه کې د 1941 زېږدیز کال د دسمبر په میاشت کې روسیې پر فلپین برید وکړ .

ـــ د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال د 1941 زېږدیز کال د دسمبر په میاشت کې هټلر د یهودانو د عام وژنې حکم صادر کړ .

ـــ د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د 1941 زېږدیز کال د دسمبر په اتمه نېټه امریکا د جرمنې په وړاندې د جګړې اعلان وکړ .

ــــ د دویمې نړیوالې جګړې ستره سمندري جګړه د Battle of Midway په نامه یادېږي.

ـــ هټلر په 1945 زېږدیز کال کې ځان وژنه وکړه .

ـــ د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د 1945 زېږدیز کال د سهار په اتو بجو د امریکا له لوري د جاپان د هیروشیما په ښار باندې اتوم بم وغورځول شو او دا حکم د هیري ترومین له خوا ورکړل شوی و .

ـــ د جاپان په هیروشیما باندې B-29 ډوله الوتکې اتوم بم وغورځاوه .

ـــ په هیروشیما باندې د اتوم غورځولو له امله دوه لکه و څلوېښت زره کسان، چې له دې ډلې څخه یو لک و اویازره عام وګړي او، اویا زره عسکر وو ووژل شو .

ـــ د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال د دان پولس په نامه یو جرمني جنرال له خپلو نوي زره عسکرو سره روسیې ته تسلیم شو .

ـــ د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال تر ټولو وروستی هېواد جاپان و، چې تسلیم شو .

ـــ په دویمه نړیواله جګړه کې تر ټولو زیات روسان له منځ تللي دي، چې د مړو شمېر یې یو شپېته لکه و پنځلس زره او د ټپیانو شمېر یې یو ملیارد و دولس زره تنو ته رسېده .

ـــ په دویمه نړیواله جګړه کې تر ټولو کمه مرګ ژوبه برازیل هېواد ته ور اوښتې وه، چې مړو شمېر یې نهه سوه و څلوېښت تنه او د ټپیانو شمېر یې څلور زره و دوه سوه و شلو تنو ته رسېده .   

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button