د لاتينې امریکا نوموتی شاعر؛ پابلو نرودا

ریاض مقامزی
په لاتينه امریکا کې ډېر هېوادونه شاملېږي. په دې کې د “برازیل، پرتګال، چيلي، کلمبیا، ارجنټاين او …” نومونه د یادولو دي. دې هېوادونو ته ځکه “لاتيني” وايي، چې پخوا د هسپانيې او پرتګال مستعمرات وو.
پابلو نرودا “Pablo Neruda” په “۱۹۰۴م” کال د چيلي هېواد په پارال ښار کې وزېږېد. مور یې د ښوونځي ښوونکې وه او پلار یې د اوسپنې د لارې یو مامور و. د نوموړي مور له زېږېدنې دوه میاشتې وروسته مړه شوه. پلار یې ډېر ژر دویم واده وکړ. دې نوې مېرمنې یې د ماشوم پابلو سمه پالنه هم وکړه، چې نوموړي خپله پرښته بلله.
نرودا لا کوچنی و، چې کورنۍ يې یوې ښېرازې سیمې “تموکو” ته کډه وکړه. ددې ځای اغېز د پابلو په شاعرۍ کې څرګند دی.
پابلو خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د انسانپوهنې په برخه کې ترسره کړې. دی ۱۵ کلن و، چې د ادبیاتو مطالعه یې پيل کړه او همهاله یې یوه ـ نیمه لیکنه هم کوله. په ۱۶ کلنۍ کې یې یوه مقاله په ورځپاڼه کې چاپ شوه. وروسته د چيلي پايتخت “سانتیاګو” ته راغی او هلته یې فرانسوي ژبه او ادبیات ولوستل.
په “۱۹۲۲” کې د چيلي مشهورې شاعرې “ګابریلا میسترال” په غوښتنه د روسي ادبیاتو مطالعه پیل کړه. دا هغه وخت دی، چې د نوموړي دوه شعرونه هم چاپ شوي دي.
پابلو به سیاست او ادب یو ځای پالل. په “۱۹۶۵م” کال کې آکسفورډ پوهنتون نوموړي ته افتخاري دوکتورا ورکړه. همدارنګه په “۱۹۷۱م” کې د نوبل جایزه وګټله. د بالاخره د چيلي هېواد دا تر ټولو لوی او مشهور شاعر په “۱۹۷۳م” کال کې د سرطان ناروغۍ له کبله ومړ.

د شعر یوه برخه کې وايي:

په کرارۍ سره دې مرګ پيلېږي
که سفر و نه کړې
که کتاب و نه لولې
که د ژوند آواز نه غوږ و نه نيسې
که د خپل ځان درناوی و نه کړې
په کرارۍ سره دې مرګ پيلېږي
کله چې په ځان کې د ځان باور ووژنې
کله چې نور و نه منې چې مرستندوی دې شي
په کرارۍ سره دې مرګ پيلېږي …

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button