د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( لسمه برخه )

پوښتنه : والله دا خو قاطع او جامع ځواب دی . که هغوی لږ ایمان او وجدان ولری نور نو باید خپل منافقت پریږدی او بیرته د اسلام لمني ته پناه راوړی . ښه ، آیا د همدې موضوع په ارتباط پوښتلای سم چی الله تعالی کومو انسانانو ( یعنی چا ) ته هدایت کوی او سمي لاری ته یې برابروي ؟
ځواب : هدایت صرف د الله تعالی ورکړه او عطاینه ده ، آن پیغمبر هم دا دنده نلری ( البقره ۲۷۲ ) . الله تعالی هغو کسانو ته هدایت کوی او سمي لاري ته یې برابروي چی خوښه یې وی ( الحج ۱۶ ، الزمر ۲۳ ، البقره ۱۴۲ او ۲۱۳ ، یونس ۲۵ ، النور ۳۵ او ۴۶ ) .
پوښتنه : نو هغوی کوم کسان دي چی الله تعالی هدایت ورته کوی ؟ یعنی انسانان باید څه وکړی چی الله تعالی یې سمي لاری ته برابر کړی ؟
ځواب : هغه دغه کسان دي :
۱ ـ کله چی الله لاره ور وښیی نو هغوی پر روان سی ( الاحزاب ۴ ) ؛
۲ ـ هغوی چی الله ته مراجعه وکړی ( الرعد ۳۷ ، اشوری ۱۳ ) ؛
۳ ـ هغه کسان چی د الله په لاره کی هاند او کوښښ کوی ( العنکبوت ۶۹ ) .
پوښتنه : نو الله تعالی چا ته هدایت نه کوی ؟
ځواب : الله دغو انسانانو ته هدایت نه کوی :
۱ ـ هغه کسان چی ظلم کوی یعنی ظالمان ( البقره ۲۵۸ ) ؛
۲ ـ هغه کسان چی کافران دي ( البقره ۲۶۴ ) ؛
۳ ـ هغه کسان چی فسق کوی یعنی فاسقان او سرغړونکي وی ( المایًده ۱۰۸ ) ؛
۴ ـ هغوی چی خاینان وی ( یوسف ۵۲ ) ؛
۵ ـ هغوی چی درواغ وایی ( الزمر ۳ ، غافر ۲۸ ) ؛
۶ ـ هغوی چی ناشکره وی ( الزمر ۳ ) ؛
۷ ـ هغوی چی غاړه غړونکي ، متخلف او خطاکاران وی ( غافر ۲۸ ) .
پوښتنه : په همدې ارتباط به وپوښتم چی پر الله تعالی کوم کسان ډیر ګران دي ؟
ځواب : پر الله دغه انسانان ګران دي :
۱ ـ نېک عمله کسان ( البقره ۱۹۵ ؛ آل عمران ۱۳۴ او ۱۴۸ ؛ المایًده ۱۳ او ۹۳ ) ؛
۲ ـ هغوی چی پاک نفسه وی ( البقره ۲۲۲ ، التوبه ۱۰۸ ) ؛
۳ ـ هغوی چی متقی او پرهیزګاره وی ( آل عمران ۷۶ ؛ التوبه ۴ او ۷ ) ؛
۴ ـ هغوی چی صبر کوی یعنی صابران ( آل عمران ۱۴۶ ) ؛
۵ ـ هغوی چی پر الله تکیه کوی یعنی توکل یې پر الله کړی وی ( آل عمران ۱۵۹ ) ؛
۶ ـ هغوی چی په عدل سره پریکړه کوی یعنی سم عدالت او قضاوت کوی ( المایًده ۴۲ ، الحجرات ۹ ؛ الممتحنه ۸ ) ؛
۷ ـ هغوی چی د الله په لاره کی جهاد کوی ( الصف ۴ ) ؛
۸ ـ هغوی چی توبه کوی ( البقره ۲۲۲ ؛ التوبه ۱۱۴ ) .
پوښتنه : خو کوم کسان پر الله (ج) باندی نه دي ګران ؟
ځواب : هغوی دا کسان دي :
۱ ـ کافران ( آل عمران ۳۲ ؛ الروم ۴۵ ) ؛
۲ ـ ظالمان ( آل عمران ۵۷ او ۱۴۰ ؛ الشوری ۴۰ ) ؛
۳ ـ تیرئ کونکي یعنی متجاور او یرغلګر ( البقره ۱۹۰ ) ؛
۴ ـ هغوی چی شر او فساد کوی یعنی فتنه اچونکی او مضر وی ( المایًده ۶۴ ؛ القصص ۷۷ ) ؛
۵ ـ هغوی چی ناوړه ګناهونه کوی ( البقره ۲۷۶ ) ؛
۶ ـ هغوی چی د الله لاره خوشي کوی ( آل عمران ۲۳ ) ؛
۷ ـ هغوی چی غلط او خراب کارونه کوی ( الشوری ۴۰ ) ؛
۸ ـ هغوی چی غرور او لویي کوی ( النسأ ۳۶ ، لقمان ۱۸ ، النحل ۲۳ ) ؛
۹ ـ هغوی چی باټي ولی ( النسأ ۳۶ ) ؛
۱۰ ـ هغوی چی نمک حرام او بدي کونکي وی ( الحج ۳۸ ) ؛
۱۱ ـ هغوی چی غولونکي وی ( النسأ ۱۰۷ ؛ الانفال ۵۸ ؛ الحج ۳۸ ) ؛
۱۲ ـ هغوی چی د بل خرابي بیانوي او غیبت یې کوی ( النسأ ۱۴۸ ) ؛
۱۳ ـ هغوی چی بې ځایه مصرف یعنی اسراف کوی ( الاعراف ۳۱ ؛ الانعام ۱۴۱ ) ؛
۱۴ ـ هغوی چی تړون ماتونکي او فریب کاره وی یعنی درغلي کوی ( الانفال ۵۸ ) ؛
۱۵ ـ هغوی چی د فاني خوښۍ او معمولي کامیابۍ له امله ډیر پورته پورته غورځی او مستۍ کوی ( القصص ۷۶ ) .

یادونه : که د هری برخې په هکله رغنده وړاندیز یا نېکه مشوره لرئ نو هغه لطفأ د مسنجر یا ایمیل له لاری راسره شریک کړئ . زما ایمیل آدرس دا دی : nsamad57@hotmail.com، والسلام .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button