د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( نهمه برخه )

پوښتنه : دا خو ډیر ضروری معلومات وو . آیا الله تعالی خپلی نښی ( علامې او آیتونه ) هم ښودلی یا راپیژندلی دي ؟ که ځواب مثبت وی نو کېداسی لږ وضاحت راکړې ؟
ځواب : هو ، الله تعالی زما په متن کی ډیر دغسی آیتونه او علایم بیان کړي دي تر څوانسانان پند ترې واخلی ، غور ورته وکړی ، د خپل رب فضل ولټوی ، الله به یې معاف کړی یعنی دا چی الله هر څه کولای سی (۱) .
پوښتنه : که یو څه جزیًیاتو ته راسم ، نو آیا راته ویلای سې چی دغه الهي نښی مشخصأ په څه باره کی دي ؟ یعنی چیری دي او څنګه یې باید وپیژنو ؟ آیا څو بیلګې یې راښوولای سې ؟
ځواب : هو ولی نه . څو الهي نښی دا دي : د آسمانو او مځکی پیدا کول ، د شپې او ورځی یو په بل اړول ، په سمندر کی د ګټورو شیانو د حصول په خاطر تګ راتګ ، د آسمان څخه د اوبو اورول چی په هغه سره مړه مځکه ژوندۍ کیږی ، پر مځکه ډول ډول حیوانات ، د موسمونو یو په بل بدلېدل ، د آسمان او مځکی تر منځ لویی لویی اوریځی ټول د پوهو انسانانو له پاره الهي نښانۍ دي (۲) . د انسانانو د ژبو او رنګونو تنوع پخپله الهی نښی دي (۳) . نو که د الله د ستاینو د لیکلو له پاره د سمندر اوبه ګرده رنګ سی ، دغه رنګ به پای ته ورسیږی خو د الله بیان به لا نه وی ختم سوی او که یو بل دغسی سمندر هم راوړه سی ، بیا به هم الهی ستاینه پای و نه مومی (۴) . دا لا څه ، که د مځکی ټولی ونی قلمونه او د سمندر اوبه یې هم رنګ سی ، آن که د اوو سمندرونو ټولی اوبه هم رنګ سی بیا به هم د الله بیان ختم نسی (۵) . نو ځکه الله انسانانو ته غوږونه ، سترګی او زړه عطا کړی دی تر څو د هغه شکر ادا کړی (۶) .
پوښتنه : سبحان الله ! که راته ووایې چی دا نښي په ځانګړې توګه د چا له پاره دي مهرباني به دې وی .
ځواب : دا نښي د بیلابیلو انسانانو له پاره دي ، یعنی بیلابیلی ډلی مخاطب کوی ، مثلأ :
لومړی ـ ځینی یې د عاقلانو له پاره دي (۷) .
دوهم ـ ځینی یې د هغو خلکو له پاره دي چی فکر او غور کوی (۸) .
درېیم ـ ځینی یې د مؤمنانو له پاره دي (۹) .
څلورم ـ ځینی یې د مطمیًنو اومحفوظو کسانو له پاره دي (۱۰) .
پنځم ـ ځینی یې د الله څخه د ډارېدونکو انسانانو له پاره دي (۱۱) .
شپږم ـ ځینی یې د هغو خلکو له پاره دي چی پر خبره یا نصیحت غوږ نیسی (۱۲) .
اووم ـ ځینی یې د هغو کسانو له پاره دي چی اعتنا او پاملرنه کوی (۱۳) .
اتم ـ ځینی یې د هغو انسانانو له پاره دي چی پرې پوهیږی او سرونه یې خلاص وی (۱۴) .
نهم ـ ځینی یې د هغو کسانو له پاره دي چی صبر او شکر کوی (۱۵) .
لسم ـ ځینی یې د توبه کونکو بندګانو له پاره دي (۱۶) .
یوولسم ـ ځینی یې هم د خپلو نبیانو له پاره دي (۱۷) .
دوولسم ـ ځینی یې بیا د ټول عالم یعنی ګردو انسانان له پاره دي (۱۸) .
پوښتنه : خو د دې سترو پیرزوینو سره سره ما داسی هم اورېدلي دي چی تا ځینی انسانان ړانده بللي دي . که وی ، نو دا څوک دي ؟
ځواب : هو دا صحیح ده . زه هغه کسان ړانده بولم چی د الله سبحانه وتعالی نښانیو ته غور او فکر نه کوی (۱۹) .
پوښتنه : آیا الله تعالی پر انسانانو باندی د پورتنیو نښو څخه علاوه خپل نعمتونه هم لورولی او ذکر کړي دي ؟
ځواب : هو ، الله سبحانه و تعالی ډیر نعمتونه ذکر کړي او لورولی دي چی آن له حسابه وتلی دي (۲۰) .
پوښتنه : خو د نن عصر سیکولران ، ملحدان او منکران داسی زهر شیندی او ادعا کوی چی الله خو د خپلو نعمتونو د لوروَنی او یادوَنی ژمنه یوازی په جنت کی کړې ده او هغوی د بیلګې په توګه سورهً رحمن ته اشاره کوی او وایي چی الله تعالی ګواکی په دې دنیا کی مهم او خاص نعمتونه نه دي لورولی . آیا په دې هکله وضاحت راکولای سی ؟
ځواب : ما وویل چی د الله تعالی نعمتونه دومره ډیر دي چی نه یې سیً شمیرلای (۲۱) . خو یو څو لنډ لاکن جامع مثالونه به یې ذکر کړم :
لومړی ـ تر ټولو غټ نعمت د الله روح ده ، یعنی الله خپله روح انسان ته ورکړې ده (۲۲) .
دوهم ـ پخپله د نطفې څخه د انسان پیدا کول یو لوی نعمت دی (۲۳) .
درېیم ـ الله تاسو انسانان یعنی د آدم اولاد پر مځکه خپل نمایندګان او نایًبان ټاکلي یاست [ آیا دا ستر نعمت نه دی ؟] (۲۴) .
څلورم ـ الله انسانانو ته عزت ورکړ ، پر مځکه او په سمندر کی یې د انتقال ( سورلۍ ) وړ وګرځول [ آیا دا ستر نعمت نه دی ؟] ، ډول ډول پاک خواړه یې ورته مهیا کړل [ آیا دا عظیم نعمت نه دی ؟] ، پر نورو مخلوقاتو یې برلاسي توب ورکړ [ آیا دا خورا ستر نعمت او احسان نه دی ؟] (۲۵) .
پنځم ـ هغه څه چی په آسمانو کی دي او هغه څه چی پر مځکه دي ستاسو د خدمت له پاره دي (۲۶) .
شپږم ـ ستاسی ( د ګټی ) له پاره یې شپه ، ورځ ، لمر او سپوږمۍ وګومارل (۲۷) .
اووم ـ د آسمان څخه یې اوبه درته را و اورولې چی ترې ویې څښیً ، زراعت پرې وکړئ ، مځکی ترې شنې کړئ او څاروی پکښی وڅروئ (۲۸) .
نو آیا د الله نه پرته بل داسی خالق سته چی دا دومره نعمتونه او هر څه یې تاسو ته د آسمان او مځکی څخه تهیه کړي وی ؟ (۲۹) .
پوښتنه : جزاک الله خیرأ . دا خو ډیر مهم او دلچسپ معلومات وو . بله پوښتنه می دا ده که څوک د الله تعالی د نعمتونو ناشکري وکړی او هغه په باک رانه وړی نو انجام به یې څه وی ؟
ځواب : هر څوک چی د الله د نعمتونو ناشکري کوي نو دا د تکبر علامه ده او ډیر سخت جرم دی چی د عذاب سره به مخامخ کیږی (۳۰) .
پوښتنه : یو لړ داسی ګمراهان او منکران هم سته چی د الله تعالی نعمتونه هیڅ نه منی او انکار ترې کوی . دغسی خلکو ته څه وایې ؟
ځواب : دا خو معلومداره منکران دي او دا چی د الله نعمت پیژني خو بیا هم انکار ترې کوی نو ډیرئ یې کافران دي ، یعنی هغوی په کفر کی شمیرل کیږی (۳۱) .
(۱) : الاعراف ۲۶ ؛ الاسرا ۱۲ او ۱۰۱ ؛ النمل ۱۲ ؛ الشعرا ۸ ، ۶۵ ، ۶۶ او ۶۷ ؛ الشوری ۲۹ . (۲) : البقره : ۱۶۴ . (۳) : الروم ۲۲ . (۴) : الکهف ۱۰۹ . (۵) : لقمان ۲۷ . (۶) : النحل ۷۸ . (۷) : البقره ۱۶۴ ؛ آل عمران ۱۹۰ ؛ الرعد ۴ ؛ النحل ۱۲ ؛ طه ۵۴ ؛ العنکبوت ۳۵ ؛ الروم ۲۴ ؛ الجاثیه ۵ . (۸) : الرعد ۳ ؛ النحل ۱۱ ؛ الروم ۲۱ ؛ الزمر ۴۲ ؛ الجاثیه ۱۳ . (۹) : الانعام ۹۹ ؛ النحل ۷۹ ؛ النمل ۸۶ ؛ العنکبوت ۴۴ ؛ الروم ۳۷ . (۱۰) : الجاثیه ۴ ؛ الذاریات ۲۱ . (۱۱) : یونس ۶ . (۱۲) : یونس ۶۷ ؛ النحل ۶۵ ؛ الروم ۲۳ . (۱۳) : النحل ۱۳ . (۱۴) : النمل ۵۲ ؛ الروم ۲۲ . (۱۵) : ابراهیم ۵ ؛ لقمان ۳۱ ؛ سبا ۱۹ ؛ الشوری ۳۳. (۱۶) : سبا ۹ . (۱۷) : آل عمران ۴۱ ؛ مریم ۱۰ ؛ الاسرا ۱ او ۱۷ ؛ النجم ۱۸ ؛ هود ۹۶ ؛ طه ۲۳ . (۱۸) : الانیبا ۹۱ ؛ المؤمنون ۵۰ ؛ الفرقان ۳۵ ؛ العنکبوت ۱۵ . (۱۹) : الاسرأ : ۷۲ ؛ الحج : ۴۶ . (۲۰) : النحل ۱۸ ؛ ابراهیم ۳۴ ؛ الانفال ۵۳ ؛ آل عمران ۳۷ او ۱۷۱ ؛ البقره ۲۹ . (۲۱) : ابراهیم ۳۴ . (۲۲) : السجده ۹ . (۲۳) : النحل ۴ . (۲۴) : الانعام ۱۶۵. (۲۵) : الاسرأ ۷۰ . (۲۶) : الجاثیه ۱۳ . (۲۷) : النحل ۱۲ . (۲۸) : النحل ۱۰ او ۱۱ . (۲۹) : فاطر ۳ . (۳۰) : فصلت ۵۰ . (۳۱) : النحل ۸۳ .
یادونه : که د هری برخې په هکله رغنده وړاندیز یا نېکه مشوره لرئ نو هغه لطفأ د مسنجر یا ایمیل له لاری راسره شریک کړئ . زما ایمیل آدرس دا دی : nsamad57@hotmail.com ، والسلام .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button