د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( پنځمه برخه )

پوښتنه : ځینی ملحدان او حتی تش په نوم مسلمانان او سیکولران دا استدلال کوی چی که د مسلمانانو بد اعمال د زلزلو او نورو آفتونو سبب کېدای سی نو باید کفار خو اوس ټول یا غرق سوي وای او یا په مځکه ننوتلي وای . دغسی منکرانو ته څه ځواب لرې ؟

ځواب : د هغوی د دې شبهې په باره کی به درته ووایم چی کافران دې کله هم دا ګومان نه کوی چی الله دوی ته مهلت ورکوی ( او په عاجل عذاب او آفت یې نه وژنی ) یعنی دا دې د دوی په ګټه وی . بلکی الله مهلت یوازی د دې له پاره ورکوی چی ګناهونه یې ډیر سی او د دوی له پاره سپکونکیً عذاب تیار دی (۱) .

پوښتنه : هغوی دې الله اصلاح او فلاح کړی چی بې دلیله او چټی دغسی ضدیت درسره لری . اوس به یوه بله موضوع مطرح کړم او هغه دا چی د دې دنیا په باره کی څه فکر کوې ؟

ځواب : دا دنیا د انسانانو ازمویَنځی دی (۲) ، دا یو مؤقتی او فاني ځای دی او تر دې وروسته به قیامت راځی او یو بل مستقل او تلپاته جهان به شتون ولری (۳) . دا دنیا د لوبو ځای دی (۴) ، د خطا ایستلو ځای دی (۵) ، د ښکلاوو او ویاړ ښودلو نوم دی (۶) ، د آخرت په پرتله دا ډیر محدود او کوچنی دی (۷) .

پوښتنه : ستا د دې خورا مهمو ارشاداتو او لارښوونو څخه ډیره مننه . بله پوښتنه می دا ده چی ستا په نظر د انسان د ژوند څخه مقصد څه دی ؟ مطلب دا چی انسان ولی خلق سوی دی ؟

ځواب : د انسان د ژوندانه مقصد د الله بشپړ اطاعت ، عبادت او بندګي ده (۸) .

پوښتنه : سبحان الله ! یوه بله مسأله چی له ډیره وخته یې په ذهن کی لرم دا ده چی ځینی پوهان او پروفیسوران ادعا کوی چی موږ په لابراتوار کی دا یا هغه ژوندی شی جوړ کړ . آیا را ته ویلای سې چی مخلوق ( په تیره بیا انسانان ) څومره قدرت لری ؟

ځواب : خورا لږ حتی هیڅ ، که ټول مخلوق هم سره یو ځای سی ، حتی یو مچ به لا جوړ نه کړای سی (۹) .

پوښتنه : آیا دا رښتیا ده چی د عربو د هغه مهال مشرکانو الله ته عقیده لرله یعنی الله یې مانه ؟

ځواب : هو همداسی ده ، هغوی الله د کایناتو خالق او مُدبر باله (۱۰) .

پوښتنه : چی داسی ده نو د بتانو عبادت یې ولی کاوه ؟

ځواب : هغوی دا بتان د الله له پاره وسیله او واسطه بلله (۱۱) او د هغو په عبادت سره یې ځانونه الله ته نږدې احساسول (۱۲) .

پوښتنه : استغفرالله ! نن خو هم ډیرئ کسان په بې خبرۍ او غیر شعوري توګه د خالق پر ځای د مخلوق څخه مراد او مرسته غواړی . الله تعالی دی هغوی پوه کړی . په هر صورت ، آیا داسی ګناه هم سته چی نه بخښل کیږی ؟ که وی نو هغه کومه یوه ده ؟

ځواب : هغه شِرک دی چی هیڅ نه بخښل کیږی (۱۳) .

پوښتنه : آیا د کوم مشرک له پاره بخښنه یا مغفرت غوښتل کېدای سی ؟ ځکه ځینی کسان په بې خبرۍ یا بې تفاوتۍ سره وایی چی فلانی ( کافر یا مشرک…) دې خدای وبخښی . آیا د الله څخه د کافر له پاره دغسی مغفرت غوښتل کیدای سی ؟

ځواب : یا قطعأ نه ، دا ځکه چی د هغه کفر ، شِرک او غیر مسلمانتوب له وړاندی لا معلوم او ثابت دی چی ځای یې دوږخ دی (۱۴) .

(۱) : آل عمران ۱۷۸ ؛ (۲) : الملک : ۲ ؛ هود : ۷ ؛ المایًده : ۴۸ ؛ الانعام : ۱۶۵ ؛ الکهف : ۷ . (۳) : یونس : ۲۴ ؛ الکهف : ۴۵ . (۴) : الانعام : ۳۲ ؛ العنکبوت : ۶۴ ؛ محمد : ۳۶ ؛ الحدید : ۲۰ . (۵) : آل عمران : ۸۵ : الانعام : ۷۰ ، ۱۳۰ ؛ الاعراف : ۵۱ ؛ لقمان : ۳۳ ؛ فاطر : ۵ . (۶) : الحدید : ۲۰ . (۷) : النسأ : ۷۷ ؛ التوبه : ۳۸ ؛ الرعد : ۲۶ ؛ یونس : ۲۴ . (۸) : الذاریات : ۵۶ ؛ البقره : ۲۱ ؛ یونس : ۳ ؛ النحل : ۳۶ ؛ الانبیأ : ۲۵ . (۹) : الحج : ۷۳ . (۱۰) : یونس : ۳۱ ؛ المومنون : ۸۴ ـ ۹۰ . (۱۱) : یونس : ۱۸ ؛ الزمر : ۴۳ . (۱۲) : الزمر : ۳ . (۱۳) : النسأ : ۴۸ ، ۱۱۶ . (۱۴) : التوبه : ۱۱۳ـ۱۱۴ .

یادونه : که د هری برخې په هکله رغنده وړاندیز یا نېکه مشوره لرئ نو هغه لطفأ د مسنجر یا ایمیل له لاری راسره شریک کړئ . زما ایمیل آدرس دا دی : nsamad57@hotmail.com ، والسلام .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button