د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( درېیمه برخه )

محمد امين بسمل

پوښتنه : دا خو په رښتیا هم ډیر مهم معلومات وو . اوس به یوه ذهني او معلوماتي پوښتنه وکړم او هغه دا چی آیا تا داسی حروف هم استعمال کړي دي چی د بیلو بیلو تورو په شکل وی ؟ که وی ، نو کوم دي او تعداد یې څو ته رسیږی؟

ځواب : هو ، ما دغسی حروف ذکر کړي دي چی « مقطعات » بلل کیږی او شمیر یې ۱۴ ته رسیږی . دا حروف د سورتونو په پیل کی راغلي دي ، مثلأ :

الم (۱) ، المص (۲) ، الر (۳) ، طه (۴) ، طس (۵) ، طسم (۶) ، حم (۷) ، حم عسق (۸) ، ق (۹) ، ن (۱۰) ، ص (۱۱) ، یس (۱۲) ، المر (۱۳) ، کهیعص (۱۴) .

پوښتنه : اوس به راسم دې ته چی آیا الله تعالی ستا په متن کی قسم هم اخیستی دی که یا ؟

ځواب : هو ، الله زما په متن کی څو ځله په خپل ځان قسمونه اخیستي دي (۱۵) .

پوښتنه : دا چی موضوع د قسم په ارتباط ده ، نو آیا الله تعالی په خپلو مخلوقاتو هم قسم اخیستی دی ؟

ځواب : الله پر خپلو ځینو مخلوقاتو د قسم غوندی تأکید کړی دی ، مثلأ : والعصر (۱۶) یعنی په زمانه می قسم ، والشمس (۱۷) یعنی په لمر می قسم ، والیل (۱۸) یعنی په شپه می قسم او ډیر نور .

پوښتنه : د دغو قسمونو او ټینګارونو څخه یې مطلب څه دی ؟ یعنی الله تعالی ستا په متن کی دغسی تأکید ولی کړی دی ؟

ځواب : تر څو انسانان د ایمان ځینو اساسی معیارونو او حقیقتونو ته په ټینګه متوجه کړی ، مثلأ د ملایکو په باره کی (۱۹) ؛ د قرآن د حقانیت په باره کی (۲۰) ؛ د رسول الله (ص) د حقانیت په هکله (۲۱) ؛ د محشر د ورځی حقانیت (۲۲) ؛ د انسان د حالت په هکله (۲۳) او نور .

پوښتنه : هو باالکل همداسی ده . اوس به یوه بله مسأله مطرح کړم او هغه دا چی آیا کولای سم وپوښتم چی ستا د تلاوت آداب کوم دي ؟

ځواب : ډیر ښه ، زما د تلاوت څو مهم آداب په دې ډول دي :

لومړی ـ پاک او صاف والی (۲۴) ؛

دوهم ـ تر هر څه مخکی تعوذ ( یعنی اعوذ باالله من الشیطن رجیم ) ویل (۲۵) ؛

درېیم ـ وروسته تسمیه ( یعنی بسم الله الرحمن الرحیم ) ویل (۲۶) ؛

څلورم ـ سَوکه سَوکه او په سړه سینه تلاوت کول (۲۷) ؛

پنځم ـ په تلاوت کی له تلواره کار نه اخیستل (۲۸) ؛

شپږم ـ په خشوع او خضوع سره تلاوت کول (۲۹) ؛

اووم ـ پر هغه باندی غور او تدبُر کول (۳۰) ؛

اتم ـ د نورو له خوا په چوپتیا او ډیره توجه سره زما تلاوت اورېدل (۳۱) ؛

نهم ـ د سجده آیتونو په لوستلو یا اورېدلو سره سجده ادا کول (۳۲) ؛

پوښتنه : د تلاوت آداب خو په رښتیا هم ډیر مهم دي . په همدې ارتباط آیا راته ویلای سې چی د ستا د تلاوت ښه وخت کله دی ، یعنی ته باید څه وخت تلاوت سې ؟

ځواب : د ممنوعه وختونو څخه پرته هر وخت تلاوت کېدای سم . خو ښه وخت یې سهار دی (۳۳) .

(۱) : البقره : ۱ ؛ ال عمران : ۱ ؛ العنکبوت : ۱ ؛ الروم : ۱ ؛ لقمان : ۱ ؛ السجده : ۱ . (۲) : الاعراف : ۱ . (۳) : یونس : ۱ ؛ هود : ۱ ؛ یوسف : ۱ ؛ ابراهیم : ۱ ؛ الحجر : ۱ . (۴) : طه : ۱ . (۵) : النمل : ۱ . (۶) : الشعرأ : ۱ ؛ القصص : ۱ . (۷) : المومن : ۱ ؛ حم سجده : ۱ ؛ الزخرف : ۱ ؛ الدخان : ۱ ؛الجاثیه : ۱ ؛ الاحقاف :۱ ؛ الشوری : ۱ . (۸) : الشوری : ۱ـ ۲ . (۹) : ق : ۱ . (۱۰) : القلم : ۱ . (۱۱) : ص : ۱ . (۱۲) : یس : ۱ . (۱۳) : الرعد : ۱ . (۱۴) : مریم : ۱ . (۱۵) النسأ ۶۵ ؛ یونس ۵۳ ؛ تغابن ۷ ؛ مریم ۶۸ ؛ الحجر ۹۲ ؛ المعارج ۴۰ ؛ الذاریات ۲۳ . (۱۶) : یونس : ۱۵ . (۱۷) : یس : ۶۹ ؛ انبیأ : ۵ ؛ الحاقه : ۴۱ ؛ الطور : ۳۰ . (۱۸) : الیل : ۱ . (۱۹) : الصافات ۱ ـ ۵ ؛ (۲۰) : الواقعه ۷۵ ـ ۷۷ ؛ (۲۱) : یس ۱ ـ ۲ ؛ (۲۲) : الذاریات ۱ ـ ۶ ؛ (۲۳) : العادیات ۱ ـ ۶ ؛ (۲۴) : الواقعه : ۷۹ . (۲۵) : النحل : ۹۸ . (۲۶) : العلق : ۱ . (۲۷) : المزمل : ۴ . (۲۸) : القیامه : ۱۶ ؛ طه : ۱۱۴ . (۲۹) : الاسرأ : ۱۰۹ . (۳۰) : النسأ : ۸۲ ؛ ص : ۲۹ . (۳۱) : الاعراف : ۲۰۴ . (۳۲) : مریم : ۵۸ ؛ الاسرأ : ۱۰۷ ؛ السجده : ۱۵ . (۳۳) : بنی اسراییل ۷۸ .

یادونه : که د هری برخې په هکله رغنده وړاندیز یا نېکه مشوره لرئ نو هغه لطفأ د مسنجر یا ایمیل له لاری راسره شریک کړئ . زما ایمیل آدرس دا دی : nsamad57@hotmail.com ، والسلام .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button