د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( اووه ویشتمه برخه )

محمد امين بسمل

پوښتنه : اوس به ستا په اجازه یوه مشخصه پوښتنه وکړم او هغه دا چی د انسانیت وروستی لارښود څوک دی ؟

ځواب : د الله آخري نبي محمد صلی الله علیه وسلم دی (۱) چی د ټول بشر له پاره واجب الاتباع مشر او لارښود دی (۲) . دا ځکه چی هغه د ټولی دنیا د ښېګڼی له پاره کار وکړ (۳) ، خلکو ته یې لارښوونه وکړه (۴) ، هغوی ته یې د ژوند حیاتي نظام عطا کړ (۵) او په رغنده او ښه توګه یې یوه ټولنه جوړه کړه (۶) .

پوښتنه : آیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت په هکله دې کوم تضمین کړی دی که یا ؟ لطفأ ګرانو لوستونکو ته معلومات ورکړه .
ځواب : ډیر ښه ، له هغه مهاله چی الله تر قیامته زما د ساتنی ضمانت وکړ ، نو له هماغه ساعته الله زما په آیتونو کی زما د حامل نبی صلی الله علیه وسلم سیرت هم د تل له پاره محفوظ کړی دی (۷) .

پوښتنه : که لطفأ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په باره کی یو څه معلومات راکړې خوشاله به سم .
ځواب : د هغه نوم محمد ( صلی الله علیه وسلم ) دی (۸) . هغه د الله بنده (۹) او رسول (۱۰) او وروستی نبي دی (۱۱) . هغه د عربستان په مکه کی زوکېدلی دی (۱۲) . د هغه تر زوکړی مخکی یې پلار مړ سوی و (۱۳) . هغه عرب او مورنۍ ژبه یې عربی وه (۱۴) . د هغه د نسب لړۍ اسمعیل (ع) او ابراهیم (ع) ته رسیږی (۱۵) . هغه امی یعنی نالوستی و (۱۶) . د هغه د ژوند لومړنی پړاو د سختیو سره مل و خو وروسته یې ژوند سم سو (۱۷) .
پوښتنه : که د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت په هکله معلومات راکړې ، منندوی به یم .
ځواب : کله چی هغه غټ سو ، نو د هدایت په لټه کی سو (۱۸) . الله تعالی هغه په نبوت سره ونازاوه او پر هغه باندی یې زه نازل کړم (۱۹) . په لومړي سر کی هغه له تلواره کار اخیست خو الله تعالی له داسی کاره منع کړ او زما د ساتنی او ژغورنی بشپړ ډاډ یې ورکړ (۲۰) .

پوښتنه : آیا لوی خدای د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت په باره کی له مخکی څخه کوم خبر راکړی و که یا ؟
ځواب : هو باالکل ، د هغه د راتلونکي نبوت په هکله په تورات ، انجیل او د عیسی (ع) د بشارت په ډول له مخکی څخه لا پیش ګویانی سوي وې (۲۱) . د هغه بعثت د نبوت د لړۍ تر یو اوږد ځنډ وروسته راڅرګند سو (۲۲) .

پوښتنه : کله چی پیغمبر علیه السلام په رسالت مأمور سو ، نو لوی او عمده مسؤلیتونه یې کوم وو ؟
ځواب : د الله تعالی د رسول کېدو په حیث د هغه لویی ذمه وارۍ او مسؤلیتونه په دې ډول وو :
۱ ـ خلکو ته د الله د آیتونو ویل او د هغوی متوجه کول (۲۳) .
۲ ـ د ایمان والاوو د نفس تزکیه او پاکوالی (۲۴) .
۳ ـ هغوی ته د الله د کتاب ور زده کول او د هغه د احکامو ورښوول (۲۵) .
۴ ـ هغوی په واقعیت او سترګو غړولو ( بصیرت ) پوهول (۲۶) .
۵ ـ انسانانو ته زما تشریح او تفسیر کول (۲۷) .
۶ ـ د انساني ژوندانه د سمون او لارښوونی له پاره د یوې عملی او علمی نمونې وړاندی کول (۲۸) .
۷ ـ د اصلی دین په هکله د ټولو هغو اختلافونو واضح کول چی د پخوانیو انبیاوو په امتونو کی منځته راغلي وو او په دې کی د هر ډول ګډوډیو بېلول ، د تشویش او وارخطایی رفع کول ، د ګمراهیو د پردو څیرل او د هدایت د لارې ځلوَل شامل وو (۲۹) .
۸ ـ په دنیا کی د حق د فکري او عملی شاهد په توګه اوسېدل (۳۰) .
۹ ـ خلک د غیرالله له پابندیو آزادول ، هغوی د غلطو عنعنو او رواجونو له ځنځیره خلاصول ، د حلال او حرام په ښه توګه تشخیص او بېلول (۳۱) .
۱۰ ـ خلکو ته د ښېګڼو او نیکیو د حُکم کول او د بدیو څخه منع کول (۳۲) .
۱۱ ـ د الله دین د انساني ژوندانه په هره برخه کی جاري او غالب کول (۳۳) .
پوښتنه : دا خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمده مسؤلیتونه وو چی تا واضح او توضیح کړل . آیا راته ویلای سې چی تا د حضرت پیغمبر علیه السلام بیان د چا کلام بللی دی ؟
ځواب : ما د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) بیان د الله کلام بللی دی او ویلی می دي چی هغه له ځانه نه ږغیږی بلکی د الله رالیږلی کلام بیانوي ( النجم : ۳ ـ ۴ ) .
(۱) : الاحزاب : ۴۰ . (۲) : النسأ : ۶۴ ؛ الاعراف : ۱۵۸ ؛ الانبیأ : ۱۹۷ ؛ آل عمران : ۳۱ ؛ الاحزاب : ۲۱ . (۳) : یونس : ۱۰۸ ؛ الانبیأ : ۱۰۷ ؛ البقره : ۲۱ ؛ الاعراف : ۱۵۸ ؛ الحجرات : ۱۳ . (۴) : الحج : ۴۰ ؛ الفرقان : ۱ ؛ الاحزاب : ۴۵ ـ ۴۶ ؛ الشوری : ۵۲ . (۵) : یونس : ۵۷ ؛ یوسف : ۱۰۴ ؛ الحجر : ۹ ؛ ص : ۸۷ ؛ البقره : ۱۸۵ . (۶) : الفتح : ۲۹ ؛ آل عمران : ۱۱۰ ؛ البقره : ۱۴۳ . (۷) : الحجر : ۹ ؛ العنکبوت : ۴۹ ؛ القیامه : ۱۷ . (۸) : آل عمران : ۱۴۴ ؛ الاحزاب : ۴۰ ؛ محمد : ۲ ؛ الفتح : ۲۹ . (۹) : الاسرأ : ۱ ؛ الکهف : ۱ ؛ الحدید : ۹ ؛ الجن : ۱۹ ؛ النجم : ۱۰ . (۱۰) : آل عمران : ۱۶۴ ؛ المایًده : ۶۷ ؛ الاحزاب : ۲۱ ، ۴۰ ؛ الفتح : ۲۹ ؛ الحشر : ۷ . (۱۱) : الاحزاب : ۴۰ . (۱۲) : البلد : ۲ ؛ ابراهیم : ۳۵ ؛ آل عمران : ۹۶ ؛ التین : ۳ ؛ الشوری : ۷ . (۱۳) : الضحی : ۶ . (۱۴) : الدخان : ۵۸ ؛ الجمعه : ۲ ؛ الاعراف : ۱۵۷ ، ۱۵۸ ؛ مریم : ۹۷ ؛ الشوری : ۷ . (۱۵) : البقره : ۱۲۸ ، ۱۲۹ . (۱۶) : الاعراف : ۱۵۷ ، ۱۵۸ ؛ الجمعه : ۲ ؛ العنکبوت : ۴۸ . (۱۷) : الضحی : ۸ . (۱۸) : الضحی : ۷ . (۱۹) : الشوری : ۷ ؛ الفرقان : ۱ ؛ الانعام : ۹۲ ؛ یونس : ۲ ؛ الاسرأ : ۱۰۵ . (۲۰) : طه : ۱۱۴ ؛ القیامه : ۱۶ ـ ۱۹ . (۲۱) : الاعراف : ۱۵۷ ؛ الصف : ۱۶ ؛ البقره : ۱۲۹ ، ۱۵۱ ؛ آل عمران : ۱۶۴ ؛ الجمعه : ۲ . (۲۲) : المایًده : ۱۹ . (۲۳) : آل عمران : ۱۶۴ ؛ البقره : ۱۵۱ ؛ الجمعه : ۲ ؛ النمل : ۹۲ ؛ الطلاق : ۱۱ . (۲۴) : آل عمران : ۱۶۴ ؛ الجمعه : ۲ ؛ البقره : ۱۵۱ . (۲۵) : آل عمران : ۱۶۴ ؛ الجمعه : ۲ ؛ البقره : ۱۵۱ . (۲۶) : آل عمران : ۱۶۴ ؛ الجمعه : ۲ ؛ البقره : ۱۵۱ . (۲۷) : النحل : ۴۴ ، ۶۴ ؛ آل عمران : ۱۶۴ ؛ الجمعه : ۲ ؛ البقره : ۱۵۱ . (۲۸) : الاحزاب : ۲۱ ؛ الحشر : ۷ . (۲۹) : المایًده : ۱۵ ، ۱۶ ؛ النحل : ۶۳ ، ۶۴ . (۳۰) : البقره : ۱۴۳ ؛ النسأ : ۴۱ ؛ النحل : ۸۱ ؛ الحج : ۷۸ . (۳۱) : الاعراف : ۱۵۷ . (۳۲) : الاعراف : ۱۵۷ . (۳۳) : التوبه : ۳۳ ؛ الفتح : ۲۸ ؛ الصف : ۹ .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button