د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( شپږویشتمه برخه )

محمد امين بسمل
پوښتنه : آیا تا د کوم شتمن نوم هم یاد کړی دی که یا ؟
ځواب : هو ، ما د موسی (ع) د قوم د یو ډیر لوی شتمن یعنی قارون نوم ذکر کړی دی (۱) .

پوښتنه : د موضوع په ارتباط می یوه بله پوښتنه په زړه کی راوګرځېده او هغه دا چی ستا د نزول څخه مخکی د عربو حالت څنګه و ؟ که یو څه وضاحت راکړې خوشحاله به سم .
ځواب : زما د راتګ یعنی نازلېدو څخه مخکی نه یواز ی عربی ټاپو وزمه بلکی ټوله نړۍ په فتنه او فساد کی ډوبه وه (۲) . هره خوا د کفر ، شِرک ، وهم او شک پالنې او د ګمراهۍ تیاره خپره وه (۳) . هیڅ کوم مرکزی حکومت واکمن نه و ، بلکی خلک پر قبیلو او قومونو ویشل سوي وو (۴) او خپل تر منځو په نښتو او جګړو بوخت وو (۵) .
عوام ټول په غربت او مفلیسۍ کی را ګیر وو (۶) . په ټولو کی د قریشو ټبر ډیر متمَول او شتمن و (۷) ، دا ځکه چی کورنی او بهرنی تجارت ټول د دوی په واک کی و (۸) . د هغوی سوداګریز کاروانونه په هماغه نا امن حالت کی داسی ژغورلي وو لکه په دوه دیرش غاښونو کی چی ژبه ده (۹) . د دې کار لوی علت دا و چی دا خلک د عربو مذهب سالاران (۱۰) ، د کعبې متوَلیان یا ساتونکي (۱۱) او حاجیانو ته د څښلو د اوبو ورکونکي وو (۱۲) . همدا علت و چی د دوی د قافلو سره هیچا هم غرض نه درلود او هغوی بېله کومی بیری او خطر څخه سفر کاوه (۱۳) .
د عربو ډیره او پراخه سیمه بې حاصله او ریګستاني وه (۱۴) . ځای ځای به څو د خرما ونی ولاړي وې او یا به هم د انګورو باغونه لیدل کېدل (۱۵) . د څارویو له منځه اوښ ډیر عام و او خلک پر هغه سپرېدل ، د هغه غوښی یې خوړلې او په هغه سره یې بارونه له یوه ځایه بل ته انتقالول (۱۶) .
میشتېدنه دوه ډوله وه : لومړی حَضری یعنی ښاری ژوند او دوهم بَدَوی یعنی د کوچیانو غوندی کلیوالي ژوند (۱۷) . باید ووایم چی په عربو کی قومی او نژادي تعصب خورا ډیر و (۱۸) . هغوی جګړه مار او زړه ورخلک وو (۱۹) . هغوی په خپلی ژبی ډیر ویاړ کاوه او غیر عربو ته یې عجم ( یعنی ګونګیان ) ویل (۲۰) . هغه مهال شعر او شاعري ډیر رواج درلود (۲۱) .
هغوی د شراب څښلو او قمار کولو ناوړه عادتونه هم لرل (۲۲) . شک او ګومان پالنه خورا ډیره وه (۲۳) . د سود کاروبار ډیر پکښی عام و (۲۴) . هغوی د لور وژنی په ناولي دود هم مبتلا وو او ځینو کسانو به خپلی لوڼی تر زوکېدو وروسته ژوندۍ ښخولې (۲۵) .
کعبه د عربو مذهبی مرکز و (۲۶) . له هری خوا به عرب هر کال دلته د حج او طواف له پاره راتلل (۲۷) . د هغه د سترتیا او برم اندازه له دې نه ښه معلومېدای سی چی یو غیر متمدن قوم د حسد ، دښمنۍ او قومی ګټو له امله د هغې د نړولو له پاره د فیلانو یو غټ لښکر تهیه کړ او حمله یې پر وکړه ، خو الله تعالی د دغو خلکو د دې ناولي پلان د شنډولو په خاطر یو ډول خاص مرغان ( ابابیل ) ډلی ډلی راولیږل چی پر دغو یرغلګرو یې ډَبَرینی ټوټې را و اورولې او هغوی ټول یې تباه او برباد کړل او په دې ډول د الله د دغه مرکزیت او مرجعیت ورانونکي پخپله محوه او تباه سول (۲۸) .
ابراهیم (ع) عربو ته د الهي توحید پیغام ورکړی و خو هغوی د ده پیغام هېر کړئ او له پامه غورځولی و (۲۹) . هغوی د خدای لمانځنی پر ځای شِرک او بت پرستۍ ته مخه کړې وه (۳۰) . د لات ، منات ، عزی او نورو بې شمیره بتانو عبادت یې کاوه (۳۱) او د هغوی لمانځل یې تر الله پوری د رسېدو ذریعه بلله (۳۲) . هغوی یوازینی خدای د کایناتو خالق او د عالم چلونکی باله (۳۳) . خو د قیامت ، جزا او نبوت څخه منکر وو (۳۴) . په عربو کی عیسویان (۳۵) ، یهودیان (۳۶) او اور لمانځونکي (۳۷) هم موجود وو .

پوښتنه : سبحان الله العظیم ! دا څومره عالی او علمی معلومات دي . اوس به یوه خاصه مسأله وړاندی کړم او هغه دا چی ما اورېدلي دي چی تا بنی اسراییلو ته د یو سپېڅلي صندوق ( تابوتِ سکینه ) ذکر کړی دی . آیا راته ویلای سې چی په هغه کی څه وو ؟
ځواب : هو ، ما د همداسی یو صندوق ذکر کړی دی او په هغه کی د آل موسی او آل هارون پرې یښي تبرکات وو (۳۸ ) .

پوښتنه : ستا د دې جامع تفصیل څخه ډیر منندوی یم . غواړم یوه بله موضوع درسره مطرح کړم. که راته ووایې چی ستا تاریخی فلسفه څه ده ، یعنی د پورتنیو ذکر سوو پیښو له بیانه ستا اصلی مطلب څه دی ، نو مهرباني به دې وی .
ځواب : زما د تاریخ فلسفه هماغه عبرت او درس دی . ما پخوانۍ پیښې صرف د دې له پاره ذکر کړي دي چی خلکو ته عبرت او نصیحت وګرځی او د هغو په رڼا کی خپله آینده سمه کړی (۳۹) .
نور بیا…..

(۱) : القصص : ۶۷ ـ ۸۲ . (۲) : الروم : ۴۱ ؛ ال عمران : ۱۰۳ ؛ قریش : ۴ . (۳) : الانعام : ۱۰۶ ، ۱۴۳ ، ۱۴۴ ؛ آل عمران : ۱۰۳ ، ۱۵۱ ، ۱۶۴ . (۴) : الحجرات : ۳ . (۵) : مریم : ۹۷ ؛ آل عمران : ۱۰۳ ؛ الروم : ۴۱ ؛ قریش : ۴ . (۶) : قریش : ۴ ؛ ابراهیم : ۳۷ . (۷) : قریش : ۴ . (۸) : قریش : ۱ ـ ۲ . (۹) : قریش : ۴ . (۱۰) : قریش : ۳ . (۱۱) : التوبه : ۱۹ . (۱۲) : التوبه : ۱۹ . (۱۳) : قریش : ۱ ـ ۴ . (۱۴) : ابراهیم : ۳۷ . (۱۵) : الانعام : ۹۹ ، ۱۳۶ ، ۱۴۱ ؛ المومنون : ۱۹ ؛ یس : ۳۴ ـ ۳۵ ؛ الانبیأ ک ۱۵ و ۱۶ . (۱۶) : الغاشیه : ۱۷ ؛ الانعام : ۱۴۲ ، ۱۴۴ ؛ الاعراف : ۴۰ ؛ النحل : ۵ ـ ۷ . (۱۷) : الاحزاب : ۲۰ ؛ التوبه : ۹۰ ، ۹۷ ، ۱۲۰ . (۱۸) : الفتح : ۲۶ . (۱۹) : مریم : ۹۷ ؛ النسأ : ۱۰۴ . (۲۰) : حم سجده : ۴۴ ؛ النحل : ۱۰۳ ؛ الشعرأ ک ۱۹۸ . (۲۱) : الحاقه : ۴۱ ؛ الطور : ۳۰ ؛ الشعرأ : ۲۲۴ الصفت : ۳۶ . (۲۲) : البقره : ۲۱۹ ؛ المایًده : ۹۰ ـ ۹۱ . (۲۳) : الانعام : ۱۴۳ ، ۱۴۴ ؛ الاسرأ : ۴۰ ؛ النسأ : ۱۱۷ ؛ الزخرف : ۱۹ . (۲۴) : البقره : ۱۷۵ ؛ آل عمران : ۱۳۰ ؛ الروم :۳۹ . (۲۵) : الانعام : ۵۱ ؛ الاسرأ : ۳۱ ؛ التکویر : ۸ ـ ۹ . (۲۶) : الانفال : ۳۵ ؛ قریش : ۳ ؛ التین : ۳ . (۲۷) : البقره : ۱۵۸ ، ۱۸۹ ، ۱۹۷ ؛ الحج : ۲۷ . (۲۸) : الفیل : ۱ ـ ۵ . (۲۹) : الحج : ۲۶ ـ ۳۱ ؛ الانعام : ۱۶۱ ؛ ابراهیم : ۳۵ ـ ۴۱ ؛ مریم : ۴۱ ـ ۵۵ ؛ العنکبوت : ۱۶ . (۳۰) : الانعام : ۱۰۶ ؛ الزمر : ۳ ؛ یونس : ۱۸ ؛ النحل : ۷۳ ؛ الفرقان : ۳ . (۳۱) : النجم : ۱۹ ـ ۲۰ ؛ الفرقان : ۳ . (۳۲) : الزمر : ۳ ؛ یونس : ۱۸ . (۳۳) : یونس : ۳۱ ؛ المومنون : ۸۴ ـ ۹۰ . (۳۴) : الفرقان : ۱۱ ؛ السبا : ۳ ؛ الشوری : ۱۸ ؛ النازعات : ۴۲ ؛ الروم : ۱۶ . (۳۵) : البقره : ۶۲ ؛ المایًده : ۶۹ ؛ الحج : ۱۷ ؛ الجمعه : ۶ . (۳۶) : البقره : ۶۲ ؛ المایًده : ۱۸ ، ۶۹ ؛ التوبه : ۳۰ ؛ الحج : ۱۷ . (۳۷) : الحج : ۱۷ . (۳۸) : البقره ۲۴۸ . (۳۹) : یوسف : ۱۱۱ ؛ النازعات : ۲۶ ؛ آل عمران : ۱۳ ؛ الاعراف : ۱۷۶ ؛ الحشر : ۲ .

Exit mobile version