د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( درویشتمه برخه )

محمد امين بسمل
پوښتنه : آیا تا د انسانی ټولنی د اقتصادی ژوندانه په هکله هم څه احکام لورولي دي ؟ که وی لطفأ یې راته ووایه .

ځواب : ما د انسان د سپماییزه ـ ټولنیزه ژوندانه اړونده ځینی اصول او مقررات وضع کړي دي چی لنډیز یې په دې ډول دی :
۱ ـ د هر انسان له پاره د مځکی د رزق د وسایلو څخه د خپلی برخی اخیستلو طبیعی حق خوندي دی (۱) .
۲ ـ په رزق کی هم د الله د نورو نعمتونو غوندی مساوات نسته ، یعنی الله چا ته ډیر او چا ته لږ ورکوی (۲) .
۳ ـ د هر انسان له پاره د ځاني او خصوصی مالکیت لرلو حق خوندي دی (۳) .
۴ ـ نسل وژنه ( یعنی اولاد وژنه ) حرامه ده ، که هغه حتی د ډیری لوږی او غربت د خطر له امله هم وی (۴) .
۵ ـ صرف د حلالی طریقې څخه د مال او شتمنۍ ګټل روا دی ، بلکی د ناجایزه لارې څخه یې حصول حرام او منع دی (۵) .
۶ ـ د سود کاروبار حرام دی او هغه د الله او رسول سره د جنګ معنا لری (۶) .
۷ ـ پر نصاب لرونکو یعنی هغو کسانو چی تر اړتیا اضافه مال او شتمني ولری ، د زکات ادا کول فرض دی (۷) . حال دا چی د مځکی پر حاصلاتو بیا عُشر یعنی د لسمي برخی ورکړه فرض ده (۸) .
۸ ـ د حلالی طریقې څخه ګټلیً عاید باید یوازی په جایز ډول مصرف سی او اضافه خرڅي باید ونسی . اِسراف او تبذیر دواړه ناجایز دي (۹) .
۹ ـ باید د سپما څخه کار واخیستل سی (۱۰) .
۱۰ ـ ما د شتمنۍ ارتکاز یعنی ټول د څو کسانو په اختیار کی راتلل سخت غندلی دی (۱۱) .
۱۱ ـ د هر نفر تر مړینی وروسته د هغه پاته جایداد باید د هغه د وارثانو تر منځ په ټاکلې اندازه وویشل سی (۱۲) .

پوښتنه : د دې حیاتی معلوماتو څخه ډیره مننه . آیا دا رښتیا ده چی ته د پانګوالي سره هم مخالف یې ؟
ځواب : هو ، دا صحیح ده او پورته می هم اشاره ورته وکړه . زه د سرمایدارانه ذهنیت سخت مخالف یم (۱۳) . زما په نظر د ناروا لارو څخه عاید تر لاسه کول ، د هغه غونډول او ساتل او د الله په لاره کی یې نه مصرفول حرام دی . د دغسی اعمالو کونکي به د دوږخ د سخت عذاب سزاوار وی او په اور کی به کړیږی (۱۴) .

پوښتنه : په همدې ارتباط به درڅخه وپوښتم چی یو ښه کارګر یا مزدور څوک دی ؟
ځواب : یو ښه کارګر یا کارکونکی هغه څوک دی چی :
۱ ـ که د کوم کار اهل وی ، نو په هغه کی باید نا اهل نسي (۱۵) .
۲ ـ امین او اعتمادي وی ، بلکی خاین او خطا ایستونکی نه وی (۱۶) .

پوښتنه : د یو کارګر یا مزدور سره د هغه د کارفرما ( سېټ یا باس ) رویه باید څنګه وی ؟
ځواب : د یو کارفرما له خوا د خپل کارګر یا مزدور سره لاندینی سلوک باید وسی :
۱ ـ د هغه څخه باید د هغه له طاقته زیات کار وا نه خیستل سی (۱۷) .
۲ ـ پر هغه باید ظلم او زیادتی ونسی (۱۸) .
۳ ـ د معاش یا مُزد ټاکل باید د کارګر یا مزدور په موافقه تر سره کړي (۱۹) .

پوښتنه : اوس به یوه بله حساسه مسأله وپوښتم او هغه دا چی آیا د خلافت استقرار واجب دی ؟
ځواب : هو ، په یوه اسلامی ټولنه کی د خلافت شته والی واجب دی دا ځکه چی له دې پرته هغه سوچه اسلامی ټولنه نسی کېدای (۲۰) .

پوښتنه : ستا سیاسی ښوو ونی یا تعلیمات کوم دي ؟
ځواب : زما د سیاسی ښوونو مهم ټکي دا دي :
۱ ـ واک او حاکمیت صرف د الله سره دی (۲۱) . د ټولو اختیاراتو او صلاحیتونو اصلی څښتن صرف الله دی (۲۲) .
۲ ـ د الله او رسول حُکمونه اساسی قانون یعنی تر ټولو ستر قانون دی (۲۳) د هغه منل او اطاعت پر هر مسلمان لازمی او حتمی دی (۲۴) .
۳ ـ د دولت او حکومت هره مسأله او معامله باید په خپل منځي سلامشورو سره حل او رفع سی (۲۵) .
۴ ـ پر ولس باندی د سیاسی واکمن ( یعنی خلیفه او سیاسی مشر ) اطاعت لازم دی خو شرط یې دا دی چی هغه به پخپله د الله او رسول احکام عملی کوی او د معروفاتو ( یعنی د اسلام مطابق ښه کارونو ) امر به کوی (۲۶) .
۵ ـ د خپل منځي شخړو او تربګنیو وروستۍ او غوڅه پریکړه د الله او رسول حُکم دی ، نه بل څه (۲۷) .
۶ ـ د حکومت او دولت بنسټیز هدفونه دا دي :
الف ـ په هیواد کی د امنیت او ثبات قایمول (۲۸) .
ب ـ د ظلم او فساد له منځه وړل (۲۹) .
ج ـ عدالت او انصاف عملی کول (۳۰) .
د ـ حُدود الله یعنی الهی شریعت نافذول او د هغه حمایه او ساتنه کول (۳۱) .
ی ـ په پراخو ذریعو سره د ښېګڼو او نیکیو زیاتول ، د بدیو او ناخوالو محوه کول (۳۲) .
نور بیا……

(۱) : الاعراف : ۱۲ . (۲) : النحل : ۷۱ ؛ النسأ : ۳۲ ؛ الرعد : ۴۶ ؛ الاسرأ : ۳۰ ؛ العنکبوت : ۶۲ . (۳) : البقره : ۱۸۸ ؛ النسأ : ۲۹ . (۴) : الانعام : ۱۵۱ ؛ الاسرأ : ۳۱ . (۵) : البقره : ۱۶۸ ، ۱۸۶ ؛ النسأ ۲۹ ، ۱۰۰ . (۶) : البقره : ۲۷۵ ، ۲۷۹ . (۷) : التوبه : ۶۰ ؛ البینه : ۵ ؛ البقره : ۵ ، ۱۱۰ ؛ الحج : ۷۸ ؛ النور : ۵۶ . (۸) : الانعام : ۴۱ ؛ البقره : ۲۶۷ . (۹) : الانعام : ۱۴۱ ؛ الاعراف : ۳۱ ؛ الاسرأ : ۲۶ ـ ۲۷ . (۱۰) : الفرقان : ۶۷ ؛ الاسرأ : ۲۹ ؛ الاعراف : ۳۱ ؛ الانعام : ۱۴۱ . (۱۱) : الحشر : ۷ ؛ التوبه : ۳۴ ـ ۳۵ . (۱۲) : النسأ : ۷ ، ۳۳ . (۱۳) : التوبه : ۳۴ ، ۳۵ ؛ آل عمران : ۱۸۰ ؛ المعارج : ۱۸ ؛ الهُمزه : ۱ ـ ۹ . (۱۴) : التوبه : ۳۴ ـ ۳۵ ؛ آل عمران : ۱۸۰ . (۱۵) : القصص : ۲۶ . (۱۶) : القصص : ۲۶ . (۱۷) : القصص : ۲۷ . (۱۸) : القصص : ۲۷ . (۱۹) : القصص : ۲۷ . (۲۰) : آل عمران : ۱۰۴ ؛ الحج : ۴۱ ؛ التوبه : ۱۰۲ ؛ النور : ۲ ؛ البقره : ۱۷۸ . (۲۱) : آل عمران : ۲۶ ، ۱۸۹ ؛ المایًده : ۱۷ ؛ الاعراف : ۵۴ ؛ الانعام : ۵۷ . (۲۲) : آل عمران : ۲۶ ، ۱۵۴ ؛ یس : ۸۳ ؛ البقره : ۲۰ ؛ المایًده : ۱۲۰ . (۲۳) : الاحزاب : ۳۶ . (۲۴) : آل عمران : ۱۳۲ ؛ النسأ : ۵۹ ؛ المایًده : ۹۲ ؛ الانفال : ۴۶ ؛ محمد : ۳۳ . (۲۵) : الشوری : ۳۸ ؛ آل عمران : ۲۵۹ . (۲۶) : النسأ : ۵۹ ؛ الدهر : ۲۴ . (۲۷) : النسأ : ۵۹ . (۲۸) : المایًده : ۳۳ ؛ النور : ۵۵ . (۲۹) : المایًده : ۳۳ ؛ القصص : ۸۳ . (۳۰) : الحدید : ۲۵ . (۳۱) : التوبه : ۱۱۲ ؛ البقره : ۱۸۷ ، ۲۳۰ ؛ النسأ : ۱۳ . (۳۲) : الحج : ۴۱ ؛ التوبه : ۱۱۲ .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button