د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه (دوهمه برخه)

پوښتنه : ما اورېدلی دي چی ته یوازی د مسلمانانو له پاره نه ، بلکی یو نړۍ شموله کتاب یې . آیا همداسی ده ؟

ځواب : هو باالکل ، زما هدایت د ټول بشر له پاره دی (۱) .

پوښتنه : اوس به راسم دې ته چی ستا موضوع څه ده ؟

ځواب : دا خو ډیره ښه خبره ده ، زما موضوع انسان دی (۲) .

پوښتنه : آیا مشخصأ را ته ویلای سې چی له دې څخه ستا مقصد او مطلب څه دی ؟

ځواب : زما اصلی مقصد دا دی چی انسان د ګمراهۍ څخه وژغورم او هدایت او ښېګڼه ور په برخه کړم (۳) .

پوښتنه : دا خو ډیر عالی هدف دی ، نو آیا ستا په کومه خبره کی څه شک او شبهه پیدا کېدای سی ؟

ځواب : یا ، زما په هیڅ خبره کی آن د شک کوم ګنجایش هم نه ځاییږی او زما هره خبره حقیقي ، یقیني او قطعي ده (۴) .

پوښتنه : نو چی ته حق یې ، آیا ستا د حقانیت یو څو لنډ دلایل راته ویلای سې ؟

ځواب : هو ، زما د حقانیت څو بیلګې به داسی در وښیم :

الف ـ زما هره خبره پر حقیقت ولاړه ده (۵) .

ب ـ زما په خبرو کی هیڅ تضاد نسته (۶) .

ج ـ زما غوندی بل هیڅ کلام وجود نه لری (۷) .

د ـ زما په متن کی آن د یوې ذرې په اندازه هم لږښت او ډېرښت نسی راتلی (۸) .

پوښتنه : له دې معلومه سوه چی هر څوک باید پر تا ایمان راوړی . نو په دې ارتباط راته ویلای سې چی ته پر انسانانو باندی څه حقوق لرې ؟

ځواب : هو ، پر ما ایمان راوړل حتمي دی . پر انسانانو باندی زه ډیر حقونه لرم خو پنځه یې بنسټیز دي چی فرد فرد یې باید جدأ او حتمأ مراعات کړي ، یعنی :

۱ ـ پر ما ایمان راوړل چی د الله کتاب یم ( ۹) ؛

۲ ـ زما لوستل او تلاوت کول (۱۰) ؛

۳ ـ نور کسان په پوه کول چی غور وکړي (۱۱) ؛

۴ ـ زما پر لارښوونو او سپارښتونو باید عمل وسی ، مثلأ پر الله ایمان لرل ، لمونځ کول ، زکات ادا کول ، حج کول ، لنډه دا چی ښه اعمال کول او د بدو څخه ځان ساتل (۱۲) ؛

۵ ـ زما تبلیغ کول او تر خلکو پوری می رسول (۱۳) .

پوښتنه : دا خو ډیر اړین او مهم معلومت وو . اوس به راسم یوې بلی حساسی مسألې ته او هغه دا چی ځینی خلک وایی چی زه خو مسلمان یم ( یا موږ خو مسلمانان یو ) ، خیر دی چی د قرآن یعنی ستا بعضی احکام او اوامر عملی نکړو ( چی مثالونه به یې وروسته درسره مطرح کړم ) . نو آیا په دغسی حیلو او پلمو به برایًت حاصل کړي ؟

ځواب : نه ، داسی نه ده بلکی زما ټول حکمونه او هدایتونه به عملی کوي ، او زما د یوې برخی څخه انکار زما د ټول متن څخه د انکار په معنا دی او داسی کسان به په الهي عذاب مبتلا کیږی (۱۴) .

پوښتنه : ډیره مننه . آیا ستا څخه وروسته به هم کوم بل آسماني کتاب نازل سی ؟

ځواب : یا ، تر ما وروسته به هیڅ کوم بل آسماني کتاب نازل نسي او زه پر آخری نبی (ص) باندی نازل سوی یم نو ځکه زه وروستی کتاب یم (۱۵) .

پوښتنه : نو چی ته آخري کتاب یې معنا یې دا ده چی باید تر قیامت پوری وساتل سې . که داسی وی نو ته د خپلی تلپاتی ساتنی څه ثبوت او تضمین لرې ؟

ځواب : ډیر ښه سوال دې وکړ ، الله پخپله تر قیامته زما د ساتنی ذمه او مسؤلیت اخیستی دی (۱۶) . زه په هره دوره او هره موده کی د ژوندیو انسانانو په سینو کی ساتلیً پاتیږم (۱۷) . هسی خو زه په هره زمانه کی په شفاهی او تحریری دواړو شکلونو سره پاته یم او شتون لرم (۱۸) .

پوښتنه : د دې معنا دا ده چی ته د ټول انساني ژوندانه له پاره هدایت یې ، آیا همداسی ده ؟

ځواب : هو باالکل همداسی ده او زه د انساني هر اړخیزه هدایت لاره یم (۱۹) .

پوښتنه : ډیر تشکر. اوس به راسم دې موضوع ته چی ستا دعوت څه شي دی ، یعنی خلک څه ته رابولې ؟

ځواب : زما دعوت ( بلنه ) دا ده چی انسان د خپل خالق خوښ کړﺉ او ټاکلی دین چی اسلام دی قبول کړي (۲۰) ، د خپل رب د احکامو اطاعت وکړي (۲۱) ، په هر کار او معامله کی د رسول الله (ص) پیروي وکړي (۲۲) ، او د آخرت د بریالیتوب له پاره ایمان او ښه عمل خپل کړي (۲۳) .

پوښتنه : چی داسی ده ، نو آیا تا د انساني مسایلو ټول جزیًیات هم بیان کړي دي ؟

ځواب : ما اصلأ د انساني ژوندانه اصول او مبادي په بشپړ تفصیل سره بیان کړي دي (۲۴) ، د جزیًیاتو د تفصیل او عملی تشریح مسؤلیت زما حامل یعنی محمد (ص) ته سپارل سوی دی (۲۵) .

(۱) : یوسف : ۱۰۴ ؛ الفرقان : ۱ ؛ ص : ۸۷ ؛ القلم : ۵۲ ؛ التکویر : ۲۷ . (۲) : الانفطار : ۶ ؛ الانشقاق : ۶ ؛ العصر : ۲ ؛ الدهر : ۱ ؛ یس : ۷۷ . (۳) : العصر : ۱ ـ ۴ ؛ ابراهیم : ۱ ؛ الحدید : ۹ ؛ الطلاق : ۱۱ ؛ البقره : ۲۵۷ . (۴) : الحاقه : ۵۱ ؛ الواقعه : ۹۵ ؛ آل عمران : ۶۰ ؛ الاحزاب : ۴ . (۵) : الانعام : ۵ ؛ یونس : ۱۰۸ ؛ البقره : ۹۱ ؛ المایًده : ۸۴ ؛ الرعد : ۱ . (۶) : النسأ : ۸۲ . (۷) : البقره : ۲۳ ؛ یونس : ۳۸ ؛ هود : ۱۳ . (۸) : حم سجده : ۴۱ ـ ۴۲ ؛ الحجر : ۹ . (۹) : البقره : ۲۸۵ ؛ (۱۰) : البقره: ۱۲۱ ؛ (۱۱) : النحل : ۶۴ ؛ (۱۲) : آل عمران: ۱۱۰ ؛ (۱۳) : المایًده : ۶۶ ، آل عمران: ۱۱۰ ؛ (۱۴) : آل عمران : ۱۱۹ ؛ البقره : ۸۵ ، ۲۰۸ ؛ التوبه : ۸۶ ؛ (۱۵) : الاحزاب : ۴۰ . (۱۶) : الحجر : ۹ . (۱۷) : العنکبوت : ۴۹ . (۱۸) : القیامه : ۱۷ ؛ الانعام : ۹۲ ؛ الاحقاف : ۱۲ ؛ ص : ۸۷ ؛ القلم : ۵۲ . (۱۹) : البقره : ۲۰۸ ؛ آل عمران : ۱۹ ، ۸۵ ؛ الاسرأ : ۹ ؛ الذاریات : ۵۶ . (۲۰) : آل عمران : ۱۹ ، ۲۰ ، ۸۵ ؛ المایًده : ۳ ؛ الانعام : ۱۲۵ ؛ الحج : ۳۴ ؛ البقره : ۲۰۸ . (۲۱) : آل عمران : ۱۳۲ ؛ النسأ : ۵۹ ؛ المایًده : ۹۲ ؛ الانفال : ۴۶ ؛ التغابُن : ۱۲ . (۲۲) : آل عمران : ۳۱ ؛ الاعراف : ۱۵۸ ؛ النسأ : ۵۹ ؛ الانفال : ۴۶ ؛ محمد : ۳۳ . (۲۳) : البقره : ۶۲ ، ۸۲ ؛ المایًده : ۶۹ ؛ هود : ۲۳ ؛ ابراهیم : ۲۳ ؛ العصر : ۳ . (۲۴) : الانعام : ۱۵ ؛ هود : ۱ . (۲۵) : النحل : ۴۴ ، ۴۶ ؛ آل عمران : ۱۳۲ ؛ النسأ ۵۹ ؛ الاحزاب : ۲۱ .

یادونه : که د هری برخې په هکله رغنده وړاندیز یا نېکه مشوره لرئ نو هغه لطفأ د مسنجر یا ایمیل له لاری راسره شریک کړئ . زما ایمیل آدرس دا دی : nsamad57@hotmail.com ، والسلام .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button