د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( شپاړسمه برخه )

پوښتنه : تا مخکی راته وویل چی د محشر پر میدان به د ځینو انسانانو څیرې سپینی او د ځینو دا به توری آن تکی توری وی . خو اوس به د موضوع سره په تړاو در څخه وپوښتم چی هغه ګړﺉ به د انسانانو څیرې د روحیاتو له پلوه څنګه وی ؟ یعنی کوم کوم حالتونه به ولری ؟
ځواب : ډیره ښه پوښتنه ده او ځواب یې هم په غور سره واوره .
۱ ـ ظالمان او مجرمان به له ورایه د خپلو څیرو څخه وپیژندل سی ، هغوی به د سر تر وریښتانو او پښو ونیول سی (۱) ؛
۲ ـ ځینی څیرې به د ایمان په نور منوري وی نو ځکه به خوشحاله او خندانی وی (۲) ؛
۳ ـ ځینی څیرې به تر او تازه وی او د الله خوا ته به ګوری (۳) ؛
۴ ـ نیک عمله به د ډیر فضل او کرم څخه برخمن وی او په جنت سره به ونازول سی (۴) ؛
۵ ـ ځینی څیرې به غمجني وی او په دې به پوهیږی چی داسی عذاب به پر راځی لکه ملا چی یې ورماتوي (۵) ؛

پوښتنه : الله دی ظالمان او جنایت کاران همدا اوس لا اصلاح کړی ، ځکه نن د عمل ورځ ده بېله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله . آیا په دې ارتباط راته ویلای سې چی د محشر په ورځ به انسانان په څو ډلو کی د الله حضور ته حاضریږی ؟
ځواب : هغه ګړﺉ به ټول انسانان پر درو برخو ویشل کیږی (۶) . هغه کسان چی ( د عرش عظیم ) راسته یا ښیً خوا ته وی نو هغوی به جنتي انسانان وی (۷) ، هغه کسان چی کیڼ یا چپه خوا ته وی بدبخته او دوږخیان به وي (۸) ، خو درېیمه ډله هغه خاص ، خورا ښه او د عملي او علمي کمالاتو څښتنان دي چی الله ته به نږدې ځای ولری (۹) .

پوښتنه : الله تعالی د قیامت ورځی ته څه اهمیت ورکړی دی ؟ یعنی لوی خدای د دغی ورځی سترتیا څنګه را معرفي کوی ؟
ځواب : دا په رښتیا هم ډیره مهمه او عظیمه ورځ ده او زما په متن کی پر دغه ورځ مسلسل ټینګار سوی دی تر څو انسانان ورته متوجه سی . همدا علت دی چی الله په دغه ورځ قسم اخلی او فرمایی چی زما دې د قیامت په ورځ قسم وی (۱۰) .

پوښتنه : د پورته ټول بیان څخه داسی ثابتیږی چی د قیامت ورځ ډیره مهمه ، ډیره عظیمه او ډیره صمیمه ورځ ده . آیا پوښتلای سم چی تا دغه ورځ په نورو نومونو سره هم بللې او متصف کړې ده که یا ؟ که وی ، نو څو بیلګې یې راته ویلای سې ؟
ځواب : هو باالکل . ما دغه سرنوشت ټاکونکې ورځ په نورو نومونو سره هم بللې ده چی شمیر یې تر شپیتو هم اوړی ، خو یو څو بیلګې به یې در وښیم تر څو ښه ورته متوجه سې او غور پکښی وکړې :
۱ ـ یوم الدین ، یعنی د انصاف یا عدالت ورځ (۱۱) ؛
۲ ـ یوم الاخر ، یعنی وروستۍ ورځ (۱۲) ؛
۳ ـ یوم القیامه ، یعنی د قیام یا راولاړېدو ورځ (۱۳) ؛
۴ ـ یوم الیم ، یعنی د درد او عذاب ورځ (۱۴) ؛
۵ ـ یوم البعث ، یعنی د راپورته کېدو ورځ (۱۵) ؛
۶ ـ یوم تشقق الارض ، یعنی د مځکی د چاودلو ورځ (۱۶) ؛
۷ ـ یوم التغابُن ، یعنی د ګټی او زیان یا کامیابۍ او ناکامۍ ورځ (۱۷) ؛
۸ ـ یوم تقیلا ، یعنی سخته ورځ (۱۸) ؛
۹ ـ یوم الجمع ، یعنی د راټولېدو ورځ (۱۹) ؛
۱۰ ـ یوم الحساب ، یعنی د حساب ورځ (۲۰) ؛
۱۱ ـ یوم الحسرة ، یعنی د غم ورځ (۲۱) ؛
۱۲ ـ یوم الحق ، یعنی د حق یا حقیقت ورځ (۲۲) ؛
۱۳ ـ یوم الخروج ، یعنی د راوتلو ورځ (۲۳) ؛
۱۴ ـ یوم عسر ، یعنی مشکله او ستونځمنه ورځ (۲۴) ؛
۱۵ ـ یوم عسیر ، یعنی سخته یا بده ورځ (۲۵) ؛
۱۶ ـ یوم عظیم ، یعنی ستره او عظیمه ورځ (۲۶) ؛
۱۷ ـ یوم الفصل ، یعنی د فیصلې ورځ (۲۷) ؛
۱۸ ـ یوم مشهود ، یعنی د شاهدۍ ورځ (۲۸) ؛
۱۹ ـ یوم معلوم ، یعنی ټاکلې او معلومه ورځ (۲۹) ؛
۲۰ ـ یوم الموعود ، یعنی وعده کړل سوې ورځ (۳۰) ؛
۲۱ ـ یوم الوعید ، یعنی د تهدید او سزا ورځ (۳۱) ؛
۲۲ ـ یوم یبعثون ، یعنی د راپاڅېدلو ورځ (۳۲) ؛

(۱) : الرحمن : ۴۱ . (۲) : عبس : ۳۸ ـ ۳۹ . (۳) : القیامه : ۲۲ ـ ۲۳ . (۴) : یونس : ۲۶ . (۵) :القیامه : ۲۴ ـ ۲۵ . (۶) : الواقعه : ۷ . (۷) : الواقعه : ۸ . (۸) : الواقعه : ۹ . (۹) : الواقعه : ۱۰ ـ ۱۴ . (۱۰) : القیامه : ۱ . (۱۱) : الفاتحه : ۴ ؛ الحجر : ۳۵ ؛الانفطار : ۱۷ ـ ۱۸ ؛ البقره : ۱۷۴ . (۱۲) : البقره : ۸ ، ۶۲ ، ۱۲۶ ؛ النسأ : ۴ ؛ العنکبوت : ۶۳ . (۱۳) : البقره : ۸۵ ، ۱۱۳ ؛ آل عمران : ۷۷ ؛ النسأ : ۱۴۱ ؛ الانعام : ۱۲ ؛ القیامه : ۱ ، ۶ . (۱۴) : هود : ۲۶ ؛ الزخرف : ۶۵ . (۱۵) : الروم : ۵۶ . (۱۶) : ق : ۴۴ . (۱۷) : التغابُن : ۹ . (۱۸) : الانسان : ۲۷ . (۱۹) : الشوری : ۷ ؛ التغابن : ۹ . (۲۰) : ص : ۱۶ ، ۲۶ ، ۵۳ ؛ الغافر : ۲۷ . (۲۱) : مریم : ۳۹ . (۲۲) : النسأ : ۳۹ . (۲۳) : ق : ۴۲ . (۲۴) : القمر : ۸ . (۲۵) : المدثر : ۹ . (۲۶) : الانعام : ۱۵ ؛ یونس : ۱۵ ؛ مریم : ۳۷ ؛ الزمر : ۱۳ ؛ المطففین : ۵ . (۲۷) : الصفت : ۲۱ ؛ الدخان : ۴ ؛ المرسلت : ۱۴ ؛ النبأ : ۱۷ . (۲۸) : هود : ۱۰۳ . (۲۹) : الواقعه : ۵۰ . (۳۰) : البروج : ۲ . (۳۱) : ق : ۲۰ . (۳۲) : الاعراف : ۱۴ ؛ الحجر : ۳۶ ؛ المومنون : ۱۰۰ ؛ الشعرأ : ۸۷ ؛ الصفت : ۱۴۴ ؛ ص : ۷۹ .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button