د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( پنځلسمه برخه )

پوښتنه : دا چی هر انسان به یوازی د الله تعالی سره مخامخ کیږی ، نو د ګنهکارانو ، مجرمانو او جنایت کارانو پر ضد به شاهدي څوک ورکوی ؟
ځواب : په قیامت به د هر مجرم خپل د بدن اعضاوی پر هغه شاهدي ورکوی ، یعنی د هغوی غوږونه ، سترګی ، پښې او پوستکیً ( جلد ) به پر هغو اعمالو شاهدي ورکوی چی اړونده انسان کړي وی (۱) .

پوښتنه : کله چی د قیامت په ورځ الله تعالی یو په یو د هر انسان سره د هغه د اعمالو محاسبه وکړی ، نو آیا د کامیابۍ یا ناکامۍ خبر به مخامخ ورته ووایي ؟ مطلب دا چی اړونده شخص به څنګه پوه سی چی زه دوږخي یم که جنتي ؟
ځواب : الله به د اړونده نفر په مخکی د هغه د اعمالو کتاب ( اعمال نامه ) خلاصوي چی هر څه به واضح پکښی ثبت او درج وی (۲) ، او هغه کس ته چی یې په ښی ( راسته ) لاس کی ورکړی نو هغه به وپوهیږی چی زه جنتي یم او ډیر به خوشاله سی (۳) . خو که چا ته په کیڼ ( چپه ) لاس کی ورکول سی نو هغه به افسوس وکړی او پوه به سي چی زیانمن دی (۴) . دا لا څه ، هر چا ته که د شا له خوا وسپارل سی نو هغه به سخت بربادیږی او د دوږخ په لمبو کی به غورځول کیږی (۵) .

پوښتنه : ډیره مننه د دې اړینو معلوماتو څخه . د محشر پر میدان به د انسانانو څیرې څنګه وی ؟ یعنی انساني څیرو به کوم حالت غوره کړی وی ؟
ځواب : په هغه ورځ به ځینی څیرې سپینی وی او ځینی به توری آن تکي توری وی چی هغوی به ګنهکاران وی (۶) .

پوښتنه : آیا د قیامت ورځ به له مخکی څخه ټاکلې او معلومه وی که ناببره راځی ؟
ځواب : د قیامت ورځ ناڅاپه رارسیږی او هیڅوک به هم بېله الله څخه مخکی له مخي خبر نه وی (۷) .

پوښتنه : آیا هغه ساعت به ژر وی که وروسته ؟ یعنی د هغه له پاره به ځانګري ترتیبات نیول کیږی که څنګه ؟
ځواب : یا ، هغه ساعت به ډیر ژر وی ، حتی د سترګو په رپ کی به راورسیږی (۸) .

پوښتنه : آیا د دې معنا دا ده چی د قیامت دغه ګړی به ډیر نږدې وی او هیڅ موقع یا فرصت به چا ته ورنکړه سی ؟
ځواب : هو همداسی ده . ځکه د هغه ګړي په هکله انسانانو ته همدا اوس خبر او فرصت ورکړه سوی دی (۹) .

پوښتنه : دا خو په رښتیا هم سخت امتحان دی . تا مخکی د جنت او دوږخ خبره وکړه . اوس به راسم دې ته چی جنت څه شي دی ؟
ځواب : جنت د آرام ځای یا مقام دی (۱۰) چی په آخرت به یې الله تعالی خپلو نیکو بندګانو ته د هغوی د ښه اعمالو په عوض کی عطأ کوی (۱۱) . په جنت کی به د هغوی د خپلو غوښتنو مطابق هر ډول آسانتیاوی او نعمتونه مهیا وی (۱۲) ، او دوی به د تل له پاره همالته اوسیږی (۱۳) .

پوښتنه : ډیر ښه ، آیا راته ویلای سې چی دوږخ څه شي دی؟
ځواب : دوږخ د اور یوه کنده ده (۱۴) چی په آخرت کی به الله تعالی نافرمانان او کافران د سزاوار بللو په نتیجه کی هغه ته اچوي (۱۵) . هغوی به د تل له پاره په همدې دوږخ کی پاته وی (۱۶) . هغوی به همدا اور د خوراکي موادو په توګه خوری (۱۷) او هیڅکله به هم نه مړه کیږی (۱۸) .

پوښتنه : دغه سزا او جزا ولی دومره ضروري ده ؟
ځواب : دا ځکه چی په دې ډول هر انسان ته د خپل عمل بدله ورکول کیږی (۱۹) .

پوښتنه : آیا د قیامت په ورځ به الله تعالی ولیدل سی ؟
ځواب : هو ، په آخرت کی به نیک او ښه انسانان د الله تعالی په لیدو مشرف سی (۲۰) ، خو بد او مجرم انسانان به د الله د لیدو څخه محروم وی (۲۱) .
(۱) : حم سجده : ۱۹ ، ۲۰ ، ۲۱ ؛ یس : ۶۵ . (۲) : الاسرأ : ۱۳ . (۳) : الحاقه : ۱۹ ، ۲۰ ، ۲۱ ؛ الانشقاق : ۷ ، ۸ ، ۹ . (۴) : الحاقه : ۲۵ ، ۲۶ . (۵) : الانشقاق : ۱۰ ، ۱۱ ، ۱۲ . (۶) : آل عمران : ۱۰۶ ؛ الزمر : ۶۰ ؛ یونس : ۲۷ . (۷) : الانعام : ۳۱ ؛ یوسف : ۱۰۷ ؛ الحج : ۵۵ ؛ یس : ۵۰ ؛ الزخرف : ۶۶ ؛ محمد : ۱۸ . (۸) : النحل : ۷۷ ؛ القمر : ۵۰ . (۹) : الاحزاب : ۶۳ ؛ الشوری : ۱۷ ؛ القمر : ۱ . (۱۰) : الدخان : ۵۱ ـ ۵۲ ؛ الفرقان : ۱۵ ، ۲۴ ، ۷۵ ، ۷۶ . (۱۱) : الاحقاف : ۱۴ ؛ الفرقان : ۱۵ ؛ البینه : ۹۸ ؛ آل عمران : ۱۳۶ ؛ الدهر : ۱۲ . (۱۲) : حم سجده ۳۰ ، ۳۱ ، ۳۲ ؛ النحل : ۳۱ ؛ الفرقان :۱۶ ؛ الزمر : ۳۴ ؛ الشوری : ۲۲ . (۱۳) : البقره : ۲۵ ، ۸۲ ؛ آل عمران : ۱۵ ؛ الاعراف : ۴۲ ؛ یونس : ۲۶ ؛ هود : ۲۳ . (۱۴) : الفرقان : ۶۵ ـ ۶۶ ؛ آل عمران : ۱۹۷ ؛ النسأ : ۹۷ ؛ الرعد : ۱۸ ؛ العنکبوت : ۶۸ . (۱۵) : حم سجده : ۲۷ ؛ الاسرأ : ۹۷ ـ ۹۸ ؛ الکهف : ۱۰۵ ، ۱۰۶ ؛ فاطر : ۳۶ . (۱۶) : البقره : ۳۹ ، ۲۵۷ ؛ آل عمران : ۱۱۶ ؛ المومنون : ۱۰۳ ؛ الجن : ۲۳ ؛ البینه : ۶ . (۱۷) : الانفال : ۱۴ ؛ الحج : ۲۲ ؛ فاطر : ۷ ؛ الزخرف : ۷۴ ؛ الملک : ۶ . (۱۸) : الدخان : ۵۶ . (۱۹) : الجاثیه : ۲۲ ؛ البقره : ۲۸۱ ؛ آل عمران : ۲۵ ، ۱۹۵ ؛ القلم : ۳۵ ، ۳۶ ؛ الزلزال : ۶ ، ۷ ، ۸ . (۲۰) : القیامه : ۲۲ ، ۲۳ . (۲۱) : المطففین : ۱۵ .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button