د قاضي سره په محکمه کې

سید عبیدالله نادر

د قاضي سره په محکمه کې
ډیر خلک په محکمه د قاضي مخي ته ناست ول ، او چار چاپیره ترې مراجعین راتاوو ول ، ناڅاپه د قاضي څخه قلم د میز څخه و غورځیده ، یو تن د مراجعینو څخه ژر متوجه شو ، او راپاڅیده قلم یي په دواړو لاسو قاضي ته مخکي کړ او وي وییل : قاضي صیب کَلَند مو د میز څخه راوغورځیدۍ ، قاضي ورته ووییل : دا قلم دی که کَلَند ، موکل ورته ووییل : چې مونږ په خپلو سترګو ولیدل چې تاسو څومره کورونه په دي قلم وران کړل ،نو دا کلند نه دی ، نو څه دی ،دا خو یو حقیقت دی ، چې ډیر کورونه قاضیانو او مرزا قلمانو په خپلو کږو لیکنو او فتواوو باندی وران کړي دي ،(او مونږه دا هم ولیدل چې د دین او اسلام په نامه ،څومره کورونه طالبانو تباه کړل ، څومره مکتبونه وسیځل شول ، څومره جوماتونو کې انتحاري یرغلونه وشول ،څومره خلک په لارې کې برمته شول ،څومره کورونه د اقتدار په سر جنګونو تباه کړل ، )

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button