د فالج «ګزڼ» پنځه وژونکې نښې

د فالج «ګزڼ» پنځه وژونکې نښې

فالج يا ګزڼ داسې يوه مرګونې ناروغي ده، چې لومړی زيان د انسان ذهني وړتيا ته رسوي، ورپسې د بدن نورې برخې فلج کيږي او که په لومړنيو وختونو کې يو ښه متخصص سره په دې اړه سلامشوره وشي، نو مخنيوی يې ممکن دی او زموږ ډېری خلک د فالج لومړنۍ نښې نښانې له پامه غورځوي، ايله هغه مهال پر ځان پوه شي، چې اوبه له ورخه تېرې وي او د بدن غړي يې فلج شي.
ډاکټران وايي، چې د فالج حملې له امله هره دقيقه د ناروغ دماغ له ۱۹لکو حجرو محروميږي او که د يو ساعت په ترڅ کې د فالج ناروغ درملنه پيل نه شي، نو د دماغو عمر يې درېنيم کاله زياتيږي.
د فالج ناروغ درملنه، چې څومره ځنډيږي، هغومره يې په حرکت، ذهني وړتيا، خبرو او حافظې کې ستونزې او کمزوري راځي.
د فالج ناروغ بايد ژر تر ژره متخصص ډاکټر ته ورسول شي، چې د ناروغۍ اغېز يې کم او درملنه يې ژر وشي.
د طبي کارپوهانو په وينا فالج دوه ډوله دی.
اول دا چې رګونو کې د وينې بندېدو له امله دماغو ته وينه نه رسيږي. دوهم دا چې د وينې له رګونو ځينې وخت دماغو ته وينه وبهيږي او د دواړو ډولو فالج نښې نښانې يو شان دي او موږ ټول بايد د فالج نښې نښانې وپېژنو.
په يو وخت کې يو شی دوه ځايه تر سترګو کېدل
د سترګو نظر خو د عمر په تېرېدو کميږي، مګر داسې هم ممکن ده، چې د نظر کمزوري، يو شی دوه دوه ښکارېدل، يا په يو وخت کې يو شی دوه ځايه ښکاره شي.
ډاکټران وايي، چې دا ډول ستونزې کېدای شي د ستړيا، مطالعې او نورو ستونزو له امله هم راشي، مګر داسې هم ممکن ده، چې د فالج له امله د وينې رګونه بند شي او کوم رګونه چې د سترګو نظر لپاره اکسيجن رسوي، له دې فعاليته بې برخې شي او دې سره د سترګو فعاليت او نظر کمزوری شي.
لاس او پښې بې حسه کېدل
که څوک له خوب وروسته راپورته کيږي، دغه مهال يې لاس يا پښې بې حسه وي، نو بايد پوه شي، چې دا د ذهني ستړيا او دماغي بوج نښه ده.
ډاکټران وايي، که لاس او پښې دې بې حسه شي او په لنډ وخت کې بېرته خپل فعاليت پيل نه کړي، نو بايد ژر تر ژره د رګونو متخصص «نيورالوجسټ يا نيورو سرجن» ته ځان ورسوي.
د ډاکټرانو په وينا د ملا تير رګونه دماغو ته د وينې رسولو فعاليت کې کمزوري شوي، چې له امله يې د بدن ځينې غړي کمزوري يا بې حسه شوي دي.
په خبرو اترو کې ستونزه
ځينې درمل، لکه د درد درملو پرله پسې استعمال وروسته انسان په خبرو اترو کې له ستونزو سره مخ کيږي، ذهني بوج يې زياتيږي او ناروغ فکر کوي، چې دا خو د درملو اغېز دی، مګر موږ بايد متوجه اوسو، چې دا ډول نښې نښانې د فالج هم کېدای شي.
د ډاکټرانو په وينا که تاسې له دې وړاندې هم دغه ډول درمل کارولي وي او خبرو اترو کې مو ستونزه نه وي راغلي، نو موږ بايد پوه شو، چې دا د فالج حمله هم کېدای شي او ځان بايد ډاکټر ته ورسوو.
په فکر کولو کې هم ستونزې
ډ‌ېری وخت موږ تاسې د مناسبو الفاظو په انتخاب کې پوره وخت او فکر ته اړتيا وينو او د مناسبو الفاظو په لټه کې پاتې راځو، نو دا وايو، چې دا يوه ذهني ستړيا ده، مګر که ذهن مو يو دم کار پرېږدي يا يو دم کمزوری شي، نو بايد دا فکر وکړو، چې کېدای شي، دا د فالج حمله وي او که دغه پروسه مخ پر زياتېدو وي، نو بايد ژر تر ژره ډاکټر ته ځانونه ورسوو.
نيم سر درد
دا هم ممکن ده، چې نيم سردرد يوه عادي ناروغي وي، مګر که دا ستونزه مو مخکې له مخکې نه وي، نو بايد پوه شو، چې کېدای شي، دا هم د فالج نښه وي.
ډاکټران وايي، چې نيم سر درد سره فالج هم راتلی شي او د دواړو نښې يو شان وي.
ډاکټران ټينګار کوي، چې د نيم سردرد ناروغان بايد په دې اړه بې پرواهي ونه کړي او د دې ناروغۍ له پېښېدو سره سم متخصص ډاکټر سره مشوره وکړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button