د غُصې او خفګان په وخت د پرېکړو سمبالولو اسانه لار

داکتر محمدنسیم همیم

هر کله چې له یو چا سخت خفه او ګیله من شوې نو له ځایه پاڅه کاغذ او پنسل را وا خله، یو څو قدمه واخله او په یو ارام ځای کې کینه هرڅه دې چې زړه غوښتل هغه ته یې ووایي، هغه ټول په کاغذ ولیکه.

که غوښتل دې چیغې پرې ووهې نو یوازې د جملو حروف دې غټ کړه، د خپل قهر په اندازه خو پام چې غږ دې پورته نشي.

ژوره ساه واخله او کولای شې چې له ځان سره وژاړې، د زړه درد به دې کم شي.

کله چې ښه ارام شوې، نو خپل لیکل شوی کاغذ راواخله سر ترپایه یې ښه په غور و لوله په پایلو یې فکر وکړه، ښه پایله په نښه او تر هغه وروسته خپله پریکړه وکړه.

اوس کولائ شې چې د قهر او غصی ټول لیکل شوي توري د حوصلې په پنسل پاک په ډېر ارام له منځه یوسې

خپل زړه به دې هم ارام شي، د بل زړه به دې هم نه وي مات کړی او د خپل وجدان له ملامتیا به هم خلاص وې

په پایله کې به دې یوازینی زیان همدا یوه ټوټه کاغذ او پنسل پاک شي، نه تلپاتې کینه او پښېماني

(کله کله داسې هم کیږي چې د خپلې غصی سمبالولو له بټۍ څخه لاښه پوخ او رسېدلی را اووځي ).

کاپي…

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button