د غوزانو یا چهارمغزو (۱۰) روغتیايي ګټې

د غوزانو یا چهارمغزو (۱۰) روغتیايي ګټې
۱. په غوزانو کې فایبر، اومیګا تري او نور شته ترکیبونه ستاسې سټریس (ذهني فشار) له منځه وړي، هره ورځ چهارمغز خوړل مو له ورځني فشار او سټریس څخه ساتي.
۲. د سهار له خوا د (۲) غوزانو خوړل، انرژي درکوي. نو که غواړئ په ورځنیو چارو کې فعال او چالاک واوسئ نو د غوزانو خوړل مه هیروئ.
۳. غوزان د ویټامین B او ویټامین B7 په درلودلو سره د ویښتانو لپاره تر ټولو ګټور خواړه دي. همدارنګه غوزان د ویښتانو د ودې او قوي کیدو ترڅنګ د ویښتانو د تویدو مخنیوی هم کوي.
۴. غوزان د ویټامین B او انټي اکسیډانټ په لرلو سره پوستکی سالم او روښانه ساتي. د ورځې یوازې د (۲) دانو غوزانو خوړل مو پوستکی د ګونځو څخه ساتي. که غواړئ روښانه پوستکی ولرئ نو د غوزانو خوړل مه هیروئ.
۵. دماغ، ذهن او حافظه مو روغه او قوي ساتي: غوزان مو نه یوازې ذهن او دماغ روغ ساتي بلکې حافظه قوي کوي او همدارنګه د ځینو عصبي ناروغیو مخنیوای هم کوي.
۶. د شکري ناروغۍ څخه مو ساتي: د څيړنو له مخې غوزان بدن کې د شکرې ناروغۍ د پرمختیا مخینوی کوي.
۷. په ورځ کې یوازې له ۲ تر ۴ دانو غوزانو خوړل مو د زړه روغتیا ساتي او د زړه د حملې مخنیوی کوي.
۷. هډوکي مو پیاوړي کوي: غوزان د هډوکو په روغتیا کې مهم رول لري.
۸. د ورځې له ۲ تر ۴ دانو غوزان خوړل مو مردانه طاقت زیاتوي.
۹. د ښه او ژور خوب لپاره تر ټولو ګټور او طبیعي درمل غوزان بلل کیږي.
۱۰. غوزان د امیندوارۍ پر مهال د ماشوم او مور روغتیا ساتي. نو باید وویل شي، چې د امیندوارو میرمنو لپاره غوازان یو له غوره غذاو څخه ګڼل کیږي.
مهمه یادونه: په ورځ کې باید له (۴) دانو غوزانو زیات ونه خوړل شي، او د غوازنو په اخیستلو کې تازه غوازن واخلئ. مطلب هغه غوازان واخلئ چې د خپل پوښ (پوستکي) څخه نه وي ایستل شوي یعنې تیار مات شوي مه اخلئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button