د غنی حواریون

وایی کلونه پخوا د یوه موږک او چنګښې انډیوالې شوه چنګښه په سیند کې اوسیده او موږک د سیند پر غاړه په یوه سورې کې ، کله به موږک د خپل سورې څخه را ووته او د چنګښې انتظار به یی ایستله او کله به هغه ، بله ورځ دواړو صلاح وکړه چې انډیواله راڅه یو اوږد تار پیدا کړو او یو څنډه به یی زه په  پښه وتړم او بله به یی ته په پښه وتړې، هر کله چې مو د یو بل لیدو ته زړه وشو نو تاربه  کش کوو نو دواړه به سره یو ځای شو ،همدا چاره تر ډیره وخته روانه وه، له قضا نه یوه ورځ موږک د خوراک لټولو لپاره له خپل کوره را ووځې او له پاسه پری یو ټپوس ځان ور ایله کړې او موږک شخ په پنجو کې ونیسې او هوا ته یی پورته کړې یو وخت یو کارغه متوجه شې چې یوه چنګښه هم په هوا کې روانه ده ، کارغه چنګښې ته وایی چې ته په هوا کې څه کوې؟ چنګښه وایی غم مه کوه زه د انډیوالې په تار کې ګیر یم ،

په تذکرو کې د افغان د کلیمې د ذکر کولو په سر د ولسمشر چوپتیا ، په انتخاباتې چارو کې د اصلاح د کمیسیون د غړو ټاکل کیدل په غیر منظم شکل او د یوه لوی اکثریت قوم له پامه غورځول ، د هغه هیاتو رشوت خوړل چې د ولسمشر په ځانګړې فرمان د ځینو ادارو څخه د لیدو لپاره استول کیږې ، یا د  هغو کسانو فساد کول  چې د ولسمشر لخوا په دندو ګمارل کیږې هغه څه دې چې اکثر خلک یی له ولسمشر څخه ناراضه کړیدی ، زه په دې ښه پوهیږم چې ولسمشر ډیر پاک سړی دی او د زړه له تله دې وطن ته خدمت کوې او دا خنډونه او ځنډونه ورته همدا په فساد ککړ کوپرۍ ، تنظیمې او مافیایی افراد او اشخاص جوړوې او نه پریږدې چې داوطن آباد شې ،دا وطن دې د آرام ساه واخلې  او د دې هیواد وګړې دې په نسونو ماړه شې ،

هغه یو متل دی وایی وړه خوله غټه خبره ، یعنی زما خوله او غنی ته مشوره هیڅ په توازن پوره نه دې خو زه ولسمشر ته وایم چې له چارواکو څخه ځان وباسه ،پر دوي تکیه مه کوه ، په تنظیمونو او د هغوي په افرادو باور مه کوه د مافیایی خلکو له مشورو څخه اجتناب وکړه ، د چاپلوسو او بوټ پاکانو څخه څنګ ته شه له دې مداریانو او کوډګرو څخه آمن وغواړه او د ارګ دروازې پسې بندې کړه  او پر ملت تکیه وکړه ، د ضرورت په وخت کې پر ملت غږ وکړه ، د ملت غوښتنې ومنه ، د ملت د مټو په زور کارونه کوه، هغه دې نه دې اوریدلې چې د ملت زور د خدای ج زور ، که څوک دې د کارونو په مخ کې خنډ جوړوې پر ملت غږ وکړه چې ملا دې وتړې ، د ملت په زور ته هم زور وایه او نتیجه یی هم وګوره ، خربوزه بخور دیده بخور ، امتحان شرط دی  خو که همداسې چې روان یی او ادامه ورکړې نو لیری نده چې دا یو څو پاتې حواریون به هم در څخه کډه په شا کړې او د قلمونو تر بمبار لاندې دې ونیسې ،

خو الله ج دې هغه ورځ نه راولې مونږ پوهیږو چې بلآخره میدان د حق ده او حق به کامیابیږی ته به بریالی کیږی ستا پلانونه به عملی کیږی ، ستا ملت ستا د بنسټیزو پروګرامونو څخه خبر نه دې چې تا په لاره اچولی ده ،ستا له کوښښونو څخه نه دي خبر چې تا د دې وطن د بسیا کولو لپاره ورباندې کار شروع کړیدی ، ځکه ټول په قهر دې ، خو مونږ پوهیږو چې ته د سر چوک د آوازو په کیسه کې نه یی ته پخپل پلان روان یی او خپل کارونه سر ته رسوي خو له ملته څخه  ډیر لیری والۍ هم  ښه نه وې.

ومن الله التوفیق   

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button