د غاښونو د خرابېدو لاملونه څه دي؟

غاښونه د انسان په بدن کې یو له مهمو غړو څخه دي چې د یو شمېر لاملونو له کبله کمزورې کیږي، د غاښونو ناوړه عادت دادی چې له کمزورتیا وروسته خپله سم حالت ته نه راګرځي، نو په دې اړه باید له هغو ناسم عادتو ځان وژغورل شي چې غاښونه له منځه وړي.

دلته مو له هغو لسو رازونو څخه خبروو چې ستاسو د غاښونو د خرابیدو لامل ګرځي.

۱:- د غاښونو پاک ساتلو ته پاملرنه نه کول، چې دیر مکروبونه د دې سبب ګرځي چې غاښونو کې خرابوالی رامنځته شي.

۲:ـ په ناسم ډول د غاښونو د بورس استعمال.
زیاتره خلک د غاښونو په بورس کولو کې احتياط نه کوي. د غاښونو په بورس کولو کي بايد له ډیر سرعت يا تیزوالې څخه ډډه وشي ترڅو مو وریو او غاښونو ته زیان ونه رسېږي.

غاښونه باید په دوراني حرکت سره ومينځل شي.
غاښونه باید په ورځ کي تر دوه یا دریو دقیقو لپاره دوه ځلې ومینځل شي.

۳:ـ په غاښونو کې ډکی وهل، زمونږ په تولنه کې زیاتره خلک دا عادت لري چې له ډوډۍ خوړلو وروسته د خپلو غاښونو د پاکوالي لپاره له ډکي څخه ګټه پورته کوي.
پوهان وايي دا عادت مو د غاښونو روغتيا ته زيان رسوي.

۴:ـ د سختو شيانو ماتول، د غاښونو په واسطه د چهار مغزو، بادامو او داسې نورو سختو شیانو ماتول د غاښونو روغتيا ته زيان رسوي چې همدا لاملونه د غاښونو د بريښ سبب هم ګرځي.

۵:ـ د انرژي څښل، د یخو مشروباتو څښل نه يواځې ستاسو عمومي روغتیا ته زیان لري بلکې ستاسو غاښونو ته هم جدي زیان اړوي.

ځکه دا ډول مواد په خپل ځان کې بې شميره کیمیاوي مواد لري او څښل يې د غاښونو د توروالې سبب ګرځي او همدا ډول مو معدې ته هم تاوان رسوي.

۶:ـ د نوکانو زبیښل، زیاتره خلک دا عادت لري چې وخت ناوخته خپل غاښونه د نوکانو په وسیله زبیښي چې دغه عادت د غاښونو مینا یا سپینوالي ته زیان رسوي او همدارنګه په نوکانو کې موجوده مکروبونه د بيلا بيلو ناروغیو سبب ګرځي.

۷:ـ نشه يې توکي کارول، سګرټ چرس او داسې نور نشه یې توکي د غاښونو روغتیا ته جدي زیان اړوي.

پوهان وايي چې د نشه يې توکو لوګی دغاښونو تر منځ فاصله کې خوندي پاتې کیږي چې د ګڼ شمير ناروغیو سبب ګرځي.

۸:ـ د غاښونو خرابیدل ارثیت پورې هم اړه لري.
که څه هم تاسو خپلو غاښونه ته پوره پاملرنه کړي وي خو بيا هم د خرابیدو څخه شکايت لرئ نو د غاښونو خرابیدل مو د ارثیت (جنتيک) پوري اړه لري.
پوهان وايي د غاښونو خرابیدل %۵۰ ارثيت پورې مربوط دي.

۹:ـ د بدن دفاعي(ايميون) سیستم کمزورتيا هم د غاښونو د خرابيدو لامل ګرځي.

۱۰:ـ ورزش غاښونه زیانمنوي
د دې خبرې اوریدلو سره یو ډول تناقض دا رامنځته کیږي چې له یوې مخې ورزش د بې شمېره ناروغیو د مخنیوي لپاره کیږي خو په دې څوک نه دي پوه چې له بل پلوه ورزش غاښونو ته زیان رسوي، لامل یې په خوله کې د لعابو یا لاړو وچوالی دی، لاړې د غاښونو روغتیا لپاره اړینې دي ځکه چې په دې کې داسې مواد موندل کیږي چې غاښونه تغذیه کوي او د غاښونو ضد ماده په خوله کې له منځه وړي.

لیکنه: ډاکتره نسيمه حليم

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button