د عقل او مغز تر منځ توپیر:

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ډېری خلک عقل او مغز په یوه مانا کاروي، په داسې حال کې چې عقل او مغز دوه بېلابېل څیزونه دي. د دې دوو څیزونو په اړه ډېر زیات توپیرونه شتون لري، خو په لنډه توګه باید ووایو، چې مغز د شکل، حجم، رنګ او وزن لرونکی یو فزیکي موجود دی، خو عقل یو غیر فزیکي موجود دی. په بل عبارت مغز د کمپیوټر د CPU په شان یو سخت کالی، خو عقل د یوه ځیرک پوست کالي په څېر دی، لکه څنګه چې پوست کالی سخت کالی کنټرولي، عقل هم مغز کنټرولوي.

مغز له فزیکي پلوه د بدن غړو ته فرمان ورکوي او هغوی په حرکت راولي، خو عقل له معنوي پلوه مغز او د بدن نورو غړو ته فرمان ورکوي او هغوی په خوځښت راولي. د ځایونو او سیمو د تګلوري پیدا کولو دنده د مغز په غاړه ده، مګر دا عقل دی، چې ځایونه او موخې ټاکي او وروسته عقل هغې موخې ته د رسېدلو له پاره، کومه چې د عقل له خوا ټاکل شوې، انساني غړو ته دستور ورکوي.

ښایي د مغز د خوځښت مرکز د کومې پېښې له امله، له منځه لاړ شي او مغز ونه شي کولای، چې لاسونه او پښې په حرکت راولي، خو حرکت او د انساني دندو له ترسره کولو سره لېوالتیا د عقل په واک کې ده او له منځه نه ځي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button