د طلبانو په اړه د بشرې حقونو راپور

عبدالمنان توحیدیار

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون موندنې ښيي چې طالبان په قصدي ډول باندې ژورنالستان په نښه کوي او له منځه یې وړي.

د بشر حقونو کمېسیون د راپور موندنې یا تحقیق ښيي چې طالبانو تیرو څو میاشتو کې لسګونه خبریالان، مدني فعالان، فرهنګیان او علماء په نښه کړي دي.

که څه هم طالبان له دې ډول بریدونو څخه منکر دي او د کم شمېر هغو مسوولیت یې منلی دی، خو موندنې ښيي چې وروستي بریدونه چې یا خلک پکې هدف شوي، ټول طالبانو ترسره کړي دي.

افغان ځواکونو چې د خبریالانو او مدني فعالانو د ترور په تړاو څومره کسان نیولي، ټولو یې اعتراف کړی چې د طالبانو له بیلابیلو ډلو سره اړیکه لري او د دې بریدونو په تړاو ځانګړې روزنه ورکول شوې ده.

د دې بریدونو تر شا د طالبانو لوی هدف دا و چې پر افغان حکومت فشار راشي او د سولې پروسه ګډه وډه کړي.

طالبانو چې کله له امریکا سره هوکړه وکړه، له هغې ورځې وروسته یې افغانانو سره نااعلان شوې جګړه اعلان کړه.

نااعلان شوې جګړه په دې مانا چې طالبانو له امریکا سره ژمنه وکړه چې تاوتریخوالی کموي، عامه ځایونو کې بریدونه نه کوي او بې وسلې خلک او بې ګنا ملکي وګړي نه وژني، خو د پردې تر شا یې له دې هیڅ څخه لاس وا نه خیسته.

دا د طالبانو مجبوریت و چې جګړه یې و نه دروله او داسې بریدونه یې وکړل چې ټول افغانستان او ټوله نړۍ به یې پرې خبروله.

طالبانو په دې سره غوښتل چې وضعیت خراب وښيي، تر څو خلک پر حکومت فشار راوړي چې هر ډول سولې ته چمتو شي.

خو افغان حکومت او افغانانو له دې ټولو سره سره مقاومت وکړ او اجازه یې ور نه کړه چې طالبان هدف ته ورسیږي.

د بشر حقونو د کمېسیون تر څنګ نورو نړیوالو ادارو لکه ملګرو ملتونو او ناټو هم په افغانستان کې د وروستي تاوتریخوالي پړه پر طالبانو اچولې وه، ځکه دې ډلې اوربند و نه کړ او جګړه یې دوامداره کړه.

طالبان که هر څومره هڅه وکړي چې نړۍ ته ځان سپين وښيي، خو نه شي توانیدلی، ځکه هر طالب چې نیول شوی، په ټولو مواردو او پيښو یې اعتراف کړی او دا یې واضح کړې چې بریدونو تر شا څوک دي او له دې بریدونو هدف څه دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button