د طالب ترهګرو په مدرسو کې ولې لواطت کیږي؟

سید عبدالله پاچا

طالبانو او په ځانګړي ډول د پاکستان په مدرسو کې د لواطت ډول او فرهنګ کومه نوې خبره نه ده، که د یو کس عمر دا وخت ۳۵ کاله وي، هغه ته به حتما په یاد وي چې د طالبانو په ريژیم کې له هر لوړپوړي او ټيټ پوړي طالب چارواکي سره بې ږیري کم عمره سپين رنګه هلکان ګرځیدل او له دې هلکانو به د شپې او ورځې د لواطت کار اخیستل کیده او دا په طالبانو کې کوم عیب هم نه و.

طالبانو په خپل ریژیم کې زنا او لواطت باندې خلک سنګسار کول او سزا به یې ورکوله، خو ټول طالب مسوولین چې لواطت به یې کو، له دې سزاګانو څخه معاف و، ځکه دا ناروغي او مرض په عموم کې په طالبان کې و.

فرض کړه که ووایو چې طالبانو لواطت نه کو او دا ورپسې بهتان تړل کیږي، نو بیا ولې د طالبانو په ريژیم کې طالب قومندانانو کم عمره ښایسته هلکان له ځآن سره د سکرتر په څېر ګرځول او هیڅ یې له څنګ څخه نه لیري کو.

مدرسو کې لواطت

د پاکستان په مدرسو کې چې اکثریت برخه یې افغانان او د طالبانو پلویان او وسله وال جوړوي، لواطت پکې وروستی حد ته رسیدلی دی.

دا خبره تیرو دوه ورځو کې د جمعیت علماء اسلام د یو مفتي ویډیو پسې رایاده شوه چې تازه یې یو کس سره د لواطت ویډیو خپره شوې او سخت غبرګونونه یې راپورته کړي دي.

جمعیت علماء اسلام ګوند مشري مولانا فضل الرحمن کوی، او مولانا په اړه به ټول پوهیږئ چې افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي او د افغانستان جګړه، تاوتریخوالی او ویجاړۍ مقدس جهاد بولي.

بدبختي دا ده چې زموږ خلک نه پوهیږي چې دا جګړه استخباراتي ده او هغوی چې د دې جګړې د مشروعیت لپاره فتوا ورکوی، خپله هیڅ د اسلام په چوکاټ کې نه دي او داسې کارونه کوي چې انسانیت ترې شرمیږي.

دا د یو مفتي ویډیو ده چې تازه ورځو کې خپره شوې، تر دې وړاندې داسې ویډیوګانې خپرې شوي، یا غیږ په غیږ، مفتیان، ملایان او د مدرسو استادان ګیر شوي چې لواطت باندې بوخت و.

لواطت په مدرسو کې یو کلتور باندې بدل شوی، په ځانګړي ډول هغو مدرسو کې د افغانستان د جګړو لپاره پکې طالبان روزل کیږی، دا څو لاملونه لري، یو دا چې غواړي دا فرهنګ د طالبانو په لیکو کې عام شي، بل دا چې په دې سره د پاکستان استخبارات ځینې طالب قومندانان بلک میل کوي او بیا ترې د جګړې په ډګر کې د داسې اقداماتو غوښتنه کوي چې د اسلامیت او انسانیت سره په ټکر کې وي.

د جګړو په لیکو کې د کم عمره هلکانو حضور

د طالبانو په تړاو د بشر حقونو څو ځل راپور خپور کړ چې د جګړو په لیکو کې کم عمره هلکان جذب کوي او دا یوه بشري سرغړونه ده.

طالبان هسې هم هر ډول سرغړونې کوي او هیڅ یې کیسه کې نه دي، یواځې هغه څه چې طالبانو ته مهم وي، هغه کار کوي، که هغه له اسلام سره ټکر کې وي، یا له انسانیت او یا له بشر حقونو سره ټکر کې وي.

څو ځل په دې تړاو د طالبانو د رهبري ترمنځ جنجالونه هم راپورته شوي چې کم عمره او ښایسته هلکان باید د جګړو لیکو کې نه وي، خو سیاسي او جنګي طالبانو په دې باندې لفظي شخړې هم کړي دي.

سیاسي طالبان نه غواړي چې د جګړې په لیکو کې کم عمره او ښایسته هلکان وي، خو جنګي طالبان د دې لپاره دلیل دا راوړي چې کله ښایسته هلکان د جګړې په لیکو کې نه وي، بیا یې وسله وال او یا قومندانان ژر ژر کورونو ته ځي او د جګړې ډګر خالي وي.

نو د دې لپاره چې د جنګي طالب قومندانانو جنسي اړتیاوې پوره وي، اجازه ورکړل شوي چې لیکو کې ښایسته هلکان وساتي او په دې سره جنسي اړتیاوې پوره کړي چې ژر یې کور ته ضرورت پيدا نه شي.

تاسو به د طالبانو خپرې شوې ویډیوګانې او عکسونه لیدلي وي چې له قومندانانو سره یې څنګ ته داسې هلکان ناست وي، لکه نجونې، نو ښکاره ده چې له دې هلکانو د جنسي غریضې د سړولو کار اخلي.

د کم عمره هلکانو مجبوریت

د طالبانو لیکو ته ځکه کم عمره هلکان ځي چې یا له کوره مرور شوي وي او بل ځای یې د اوسیدو نه وي او یا داسې وي چې غواړي وسله یې په لاس کې وي او خپلو سیمو کې زور زیات وي.

دا هلکان سیالي کوي چې ځان قومندان ته نږدې کړي او هر ډول صلاحیتونه او واکونه ترلاسه کړي چې هر ځای کي خپل امر وچلوي.

نو طالب قومندان ته د ځان نږدې کیدو لپآره یوه لار همدا ده چې د طالب قومندان هره خبره ومني او که هغه ترې د لواطت غوښتنه وکړي هم دا یې د دې لپاره نه ردوي چې بیا یې واکونه او صلاحیتونه محدود کیږي.

طالبانو لکه د خلکو قتل او وینې تویدنې ته چې دلیلونه پيدا کړي، شاید لواطت ته یې هم پيدا کړي وي او دا فرهنګ په طالبان کې عام دی.

د استخباراتي مفتیانو او طالب قومندانانو اصلي څېرې په ډاګه کیږي

دا خو اوس د جمعیت علماء اسلام د یو مفتي د لواطت ويډیو خپره شوه، چې ټولو ولیدله او په دې پوه شول چې د پآکستان مفتیان د استخباراتو په ولکه کې دي او هر کله چې وغواړي، اصلي څېره یې خلکو ته ښودلی شي.

تر دې وړاندې به تاسو لیدلي وي چې د پآکستان د میاشت لیدلو ادارې مشر مفتي عبدالقوي له قندیل بلوچ سره څو څو ځل ګیر شوی، ویډيوګانې او عکسونه یې خپاره شوي او بیا قندیل بلوچ په دې باندې اعتراف هم کړی دی.

قندیل بلوچ بیا ووژل شوه، هغه پاکستانۍ موډله وه چې مفتي قوي ورسره اړیکې جوړې کړې وې او د هغې کور ته به د زنا او شراب خورۍ لپاره ورته.

د قندیل بلوچ له وژل کیدو وروسته به تاسو لیدلي وي چې د مفتی قوي سره نورې نجونو ویډیو خپره شوه چې شراب خوري او نایټ کلبونو کې ګرځي، ټک ټاک جوړوي او بیا یې خواله رسنیو کې خپروی.

تر مفتي قوي وروسته یو بل مفتي چې ټول پآکستان کې خلکو ورته احترام درلوده، له یوې پنجابۍ موډلې او ډمې سره مري کې ولیدل شو او تصویرونه او ویډیوګانې یې خواله رسنیو کې خپرې شوې.

دا ټول هغه کسان دي چې د اسلام دعوه لري، خلکو ته د اسلام، جهاد او تاوتریخوالي فتوا ورکوي، خو خپل ځآن ته هر څه روا بولي او پردي اولادونه یې په ناسمو تبلیغاتو باندې جهنم ته ولیږل.

د لواطت له ازادۍ د طالبانو ګټه

دا چې د طالبانو په لیکو کې د لواطت لپآره کومه سزا نشته او داسې ممانعت هم نشته، زیات شمېر هغه کسان چې لوطیان وي او د هلکانو شوق لري، د طالبانو لیکو ته ځي، د هغوی لپاره جګړه کوي او هلته د ځان لپاره ښایسته کم عمره هلکان جذب کوي.

طالبانو ته فرق نه کوي، په مدرسه کې یې چې مشران لواطت کوي، کشران یې بیا په جوماتونو کې کوي، ځکه د طالبانو د شپې دیرې او د ورځې ناستې ځای جوماتونه دي.

طالب قومندانان د شپې له مخې یا د ورځې له مخې، له نورو وسله والو یې جلا ځای کې ارام کوي او یواځې د سکرتر په نوم باندې ښایسته هلک له ځان سره اچوي او بې غمه یې ساعت تير وي.

نو له دې لیکنې هدف دا دی چې افغانان باید د پاکستان مفتیانو، علماوو او طالب مشرانو په خبرو تېر نه وځی، دا خلک د ځان لپاره هر څه روا بولي، خو د افغانانو لپاره ژوند کول ناروا یادوي.

د دې خلکو هدف یواځې د افغانستان بربادي ده، دوی هر ډول اخلاقي فساد کې ښکیل دي، خو افغانان چې خپل وطن لپاره خدمت کوي، دوی یې د وژل کیدو فتوا ورکوی.

د طالبانو جګړې د واک لپاره ده او واک ته د رسیدو لپآره هر هغه کار کوي چې اسلام او انسانیت یې اجازه نه ورکوی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button