د طالبانو لنډ مهال اوربند او د دوام لپاره یې د خلکو غوښتنې

عبدالمنان توحیدیار

اولاً خو هر هغه کار چي د خدايې رضا د حاصلولو لپاره پیل شوي وي، باید چي د خدايې اوامرو په رڼا کي مخته یوړل شي، په هغه کي د بنده نظریاتو، او خواهشاتو ته هیڅ ځاي نشته، نو که د طالبانو روانه جګړه د خداي په لار کي جهاد وي، په جهاد کي څنګه دري ورځې وقفه ورکولای شي؟ دا خو په هیڅ آیات او احادیثو کي ندي راغلي چي د خیر او ثواب په کار کې دي، تاسو حتا د یوه ساعت لپاره هم سستي وکړي؟ او آن دا چي همدي طالبانو به ویل چي په روژه کي جهاد سخت ثواب لري، او په همدي کاذبه داعیه يې، په لوګر او دشت برچي کي په سل هاو، بیګناه افغانان شهیدان او ټپیان کړل، نو د اختر شپې خو تر روژي هم مبارکي دي، په دی ورځو کي څنګه په روان جهاد کي وقفه اعلانیږې؟ دي جګړي له تیرو۲۰ شلو کلو راهسي کوم مذهبي او شرعئ اساس نلره، په داسي شعار پیل شوه، چي شل کاله وروستې يې پري رسمآ بښنه وغوښته، په داسي اشکالو مخته یوړل شوه، چي د نړي د ټول مذاهیبو وګړي يې د انسان له نوم څخه متنفر یا زړه توري کړل، اوس پکي لږیا دي، د خپلو سیاستونو، غوښتونو، او تکتیکونو مطابق بدلونونه او شرایط پکي راولې.

کچیري طالبانو واقعین د مظلومو افغانانو، د فریادونو پخاطر اوربند کولای، نو بیا به يې د بین الافغاني مذاکراتو تر نتیجي پوري، اوربند آعلان کړي وي، چي ټولو افغانانو د سولیز ژوند پوره خوند اخیستي وي، بیا به مو کتلي وي چي د سولي مخالفین همدي مظلوم ولس څنګه درته لاري ته راوستل، دا دری ورځي او شپږ ورځي اوربند، اوربند نه بلکي د ژوند لپاره يو محدود فرصت دي، ځکه د همدي دری ورځو وروسته یو ځل بیا همدا افغانان د طالبانو په مرمیو او باروتو وژل کیږې، طالب دا اوربند د افغانانو د فریادونو لپاره ندي کړي، بلکي د خپلي دمي، او د لوګر او برچي د شهیدانو له وینو د لاس مینځلو پخاطر يې یوه کوچني وقفه اخیستي، نو ددي دا معنا شوه چي نه د طالبانو جګړه جهاد ده، نه يې اوربندونه د شرعیت او انسانیت له رویه دي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button