د طالبانو سپکه دښمني

د طالبانو سپکه دښمني

عبدالمنان توحیدیار

تاسو به تیرو کلونو کې د طالبانو له لیکو بیلابیل راپورونه اوریدلي و چې هر ډول سپک عمل یې د خپلو موخو لپاره کړی دی.

خو له دې به خبر نه وی چې طالبان کم عمره هلکان مجبور کوي چې امنیتي لیکو ته یې دننه کړي، لواطت وکړي او بیا پرې نفوذي برید وکړي.

همداسې پيښه د غزني په خوږیاڼو ولسوالۍ کې شوې ده، یو کس چې اوس نیول شوی او زندان کې دی، کیسه کړې چې طالبانو ورسره څه کړي دي.

یو کم عمره ځوان د ملا زاهد په ګروپ کې جذب شوی او موخه ورکړل شوې چې د امنیتي ځواکونو لیکو ته به دننه کیږي، باور به جوړوي او هلته به افغان ځواکونه لواطت ته تشویق کوي او بیا به پرې نفوذي برید کوي.

دا کس کیسه کوي، (( کله چې زه د ملا زاهد ګروپ ته په خوږیاڼو ولسوالۍ کې جذب شوم، لومړی د لواطت کیسه نه وه، خو بیا یې وګواښلم چې یو سخت ماموریت دی چې باید ترسره یې کړم، ما ورسره ومنله او کله چې له ماموریت خبر شوم، دا کار مې نه شو کولی چې لواطت وکړم، دا کار راته سخت و او هیڅ ورته تیار نه وم.))

دا کس کیسه کوي چې کله طالبانو پوه شول چې زه په هیڅ ډول لواطت ته نه تیاریږي، نو بیا د ملا زاهد درې کسانو زه یو باغ ته یوړم، او هلته درې کسانو سره لواطت وکړ او بیا یې راته وویل چې اوس به حتما د پولیسو پوستې ته ځې او هغوی به تیر باسې چې باور یې خپل کړې، لواطت ورسره وکړې او بیا پرې د شپې له خوا برید وکړې او ټول به ووژنې.

دا کس چې د افغان ځواکونو له لوري نیول شوی، د طالبانو په لیکو کې یې د لواطت نور د سترګو لیدلی حال هم ویلی دی.

دې کس ویلي چې هر طالب قومندان د ځان لپاره یو کم عمره خلک ساتلی او د شپې له خوا یې له ځان سره ساتي.

دا کس چې خپل نوم او هویت نه په ډاګه کوي، له سخت رواني وضعیت سره مخ دی او نه پوهیږي چې راتلونکی به یې څه ډول کیږي.

د طالبانو په لیکو کې دا ډول قضيي ډیرې دي، شوې دي، کیږي او لا به دوام پيدا کړی، ځکه د طالبانو په لیکو کې هر ډول اخلاقي فساد ته اجازه ورکړل شوې او هیڅ ډول ممناعت په کې نشته.

دا د یو کس کیسه وه چې خپله یې کړې ده، داسې زرګونه نورې کیسې شته چې طالبان په زور باندې کم عمره هلکان مجبور کوي چې د دوی لیکو کې شپې او ورځې تیري کړي او د طالب قومندانانو سره لواطت ومني.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button