د طالبانو زندان او صحرايي محاکمه

د طالبانو زندان او صحرايي محاکمه

نوید احمد څرک

تازه د بشر حقونو نړیوال سازمان ویلي چې طالبان په زندانونو کې نیول شویو کسانو ته سخته شکنجه ورکوي او نړیوالو څارونکو ته اجازه نه ورکوي چې د زندانیانو له وضعیت احوال واخلي.

ماته په دې راپور کې جالبه دا وه چې طالبان کله زندانونه لري او هغه ګرځنده زندانونه چې لري، نیول شوي کسان د دې لپاره شکنجه کوي چې له کورنیو یې پيسې ترلاسه کړي.

هو، که طالبان ځینې سیمو کې چې د دولت حاکمیت پکې کم او یا نشته، زندانونه ولري، هلته به تر ډيره زندانیان وساتي او ډول ډول شکنجې به ورکړي، خو ځینې وخت نیول شوي کسان د دې لپاره وژني چې د ساتلو ځای ورسره نه کوي.

حتا ځینې وخت زندانیان شکنجې قبلوي، خو چې که ژوندي پاتې شي، ځکه د طالبانو صحرايي محاکمو ډیر ځوانان خوړلي او لا یې خوري.

که طالبان زندانونه ولري، دا یو ښه خبر دی، زما که نظر که طالبان زندانیانو ته شکنجه هم ورکړي، د انسانیت تمه به ترې وشي، ځکه دا ډله ډير مواردو کې نیول شوي کسان تر زندان نه رسوي، بلکې ځای په ځای یې وژني.

تاسو له مستند ویډیوګانې لیدلي وي چې کله طالبان یوې پوستې یا مرکز باندې برید وکړي او له سختې جګړې وروسته ځینې سرتیري ونیسي، همغه ځای کې یې وژني او ويډیو ترې هم کوي.

دا یوه پيښه نه ده بلکې سلګونه او زرګونه پيښې شته چې حتی طالبانو په لویو لارو له موټرو دولتي مامورین او نظامي کسان ښکته کړي، د سړک پر سر یې د خلکو په مخ کې وژلي دي.

که طالبان زندان ولري، خو محاکمه باید هم ولري، ما د ازادي راډیو سره د ذبیح الله مجاهد مرکه واوریدله چې په ډير ویاړ سره یې ویل چې دوی زندانیانو سره ناسم چلند نه کوي او د شرعیت له مخې ورسره چلند کوي.

د ذبیح الله مجاهد خبره رښتیا ده، دوی کله زندانیان لري چې ناسم چلند ورسره وکړي، خو دوی چې کسان ونیسي، هملته یې ځای په ځای کار ختموي.

ایا شرعیت همدا دی، که شرعیت کې محاکمه هم شته، ایا طالبانو سره ګرځنده محکمې هم شته چې د سړک پر سر کس ونیسي او هملته یې د وژلو سزا واوروي.

ماته جالب دا دي چې نړیوال اوس هم له طالبانو د انسانیت تمه کوي، له طالبانو غواړي چې له زندانیانو سره سم چلند وکړي، طالبان کله زندانیان ساتي، طالبان خو د یو سرتیري د ترور لپاره لس ملکي وګړي ورسره وژني، نو بیا کله په زندانیانو باندې رحم وکړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button