د طالبانو روان جنایتونه؛ او د نړیوالې ټولنې غوسه! څه پېښیدونکي دي؟!

د طالبانو روان جنایتونه؛ او د نړیوالې ټولنې غوسه! څه پېښیدونکي دي؟!

نویداحمد څرک

تېره ورځ په کابل کې د امریکا سفارت، د اروپايي ټولنې پلاوي، د اسټرالیا، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، جرمني، هالنډ، سویډن، برېټانیا، اسپانیا او ايټالیا هېوادونو د ګډو او جلا جلا اعلامیو په خپرولو سره له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې له تاوتریخوالي او ویجاړیو لاس واخلي.

دغو ټولو هېوادونو ویلي چې په افغانستان کې وروستی وژنې، سړي تښتونې، د ټولګټو پروژو ویجاړول د طالبانو کار دی او دوی له دې امله پر دغه ډله سخت غوسه دي. یاد هېوادونه داسې مهال له طالبانو دغه غوښتنه کوي چې له تېرو څو ورځو راهیسې په بېلا بېلو ولایتونو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په ملاتړ لویې لویې غونډې جوړیږي.

خو د دې هر څه معنا څه ده؟

له کله هم چې د وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې شروع شوي، د افغانستان خلک، حکومت او نړیواله ټولنه په یوه خوله له دغې ډلې غواړي چې جګړه بس کړي او د سولې خبرو د کامیابۍ لپاره ګامونه پورته کړي، خو د دې ټولو غوښتنو سره سره یادې ډلې په بې مخینې توګه د افغانانو پر وړاندې خپل زور زیاتي، تاوترخوالي، ورانکاریو او جنایتونو ته دوام ور کړی دی.

له امریکا سره د طالبانو تر هوکړې وروسته طالبانو له بل هر وخت خطرناکه جګړه پیل کړه، د سړک غاړې له ماینونو نیولي، ځانمرګي بریدونه او د ملکي مامورینو، خبریالانو، سیاسي او ټولنیزو فعالانو او په ټوله کې د اهل خبره کسانو د ترور بې رحمانه لړۍ یې پیل کړه، دوی دا هر څه د سولې په خبرو کې د زیات امتیاز او د واک د تر لاسه کولو په لالچ کې وکړل، د عامو لارو څخه یې سلګونه دولتي مامورین او ملکي کسان برمته کړل، وهم او ویره یې خپروله، خلکو ته یې ویل چې زموږ حکومت راتلونکی دی، موږ ته تسلیم شئ.

د حکومت له لوري یې ټول خوشي شوي زندانیان بېرته د جګړې لیکو ته ستانه کړل، په تېر یو کال کې يې پر هېڅ بهرني وګړي برید ونکړو، خو برعکس په زرګونو افغانان یې وکړاول. او متاسفانه دا لړۍ لا هم جریان لري.

خو طالبان د دې هر څه با وجود په خپلو کړنو د پردې اچولو هڅه کوي، دوی فکر کوي، چې دا ټول خلک به د دوی دروغجنې خبرې ومني، پرون یې یوه اعلامیه نشر کړې چې پکې ویلي دي، چې طالبان په هېڅ وژنه او د ټولګټو پروژو په هېڅ ویجاړي کې لاس نلري.

دوی د کوم انصاف له مخې دغسې خبرې کوي خو همدا دوی و چې په تېرو اتلسو کلونو کې یې په سلګونو په زرګونو ټولګټې پروژې ورانې کړې، د زرګونو پروژو د تطبیق مخه یې ونیوه، مکتبونه یې وسوځول، سړکونه، پلونه، پلچکونه یې په بمونو والوځول، د نجونو پر مخونو یې تېزاب ور وشیندل حتا د مکتب سپين ګیری معلم یې وواژه، خلک یې حلال کړل، ویډیوګانې یې نشر کړې، د شکنجو، هدفي وژنو، ماین چاونو، ځانمرګو بریدونو او د عشر او ذکات په نوم د باج اخیستو په څېر د کړنو خو یې حساب نشته، خو دوی بیا هم وايي چې موږ سپینې ملایکې یو. سپین سترګي هم حد لري.

پایله دا ده چې نور د طالبانو دغه ډول کړنې د افغانستان ملت، حکومت او نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ ندي، طالبان د سختې ولسي کرکې سره مخ کیدونکي دي، طالبان باید ژر تر ژره روان تاوتریخوالی، زرو زیاتی، وحشي جګړه پای ته ور سوي، نور خلک تر سپوږمو راغلي، د طالبانو وحشیانه کړنې نور د زغملو او منلو ندي، دا ملت را پورته کیدونکی دی، دا به داسې یو ځواب ور کړي چې ټول عمر به یې په یاد وي، د طالب لپاره د شرف او عزت لاره سوله او جګړه پای ته رسول دي، کنه نو انجام به یې خراب وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button