د طالبانو د وژلو،ورانولو، سوځولو د اورپه لمبوکې باتورو او میړنیوافغانانو د اسیا د لویې وچې په کچه د اتلولی ستر ویاړ، وقاراو د سرو زرو مډال وګاټه

د طالبانو د وژلو،ورانولو، سوځولو د اورپه لمبوکې باتورو او میړنیوافغانانو د اسیا د لویې وچې په کچه د اتلولی ستر ویاړ، وقاراو د سرو زرو مډال وګاټه . مــــــــــــــبارک ، مبارک بـــــــــیاهم مــــــــــــــبارک !
پرون د لبنان د بیروت په ښار کې غیرتي او میړني ۲۴ کلن شاه ځلمي افغان تیکواندو لوبغاړي اتل محسن رضایې د نړۍ د ۲۱ هیوادونود ۱۸۹ لوبغاړو په ګډون د اسیا د تیکواندو د ۲۴ پړاو په لوبو کې د تیکواندو ګټونکی او اتل وپیژندل شو. محسن رضایې په ۵۸ کیلوګرامه وزن کې د پاکستان د تیکواندو لوبغاړی د اغیزمنوخرپونواو ګوزارونو په پایله کې په ګونډو کړاو پاکستاني سیال ته یې دا په ډاګه کړه چې :
من محسن افغانیم ، ګربه میدان آمدی می دانییم .
اتل محسن جان په دغوله ولولواوغروره ډکو لوبوکې د پاکستان سربیره د کویټ ، ټایوان اوجنوبي کوریا د تیکواندو لوبغاړي مات کړل .
د تیکواندو د ملي فدراسیون د وینا له مخې دا لومړی ځل دی چې یو افغان لوبغاړی د اسیا په کچه د تیکواندوپه سیالیو کې اتلولي ګټي .
طالبانو! ایا ستاسو په ۴۵ زره مدرسو کې به یوطالب پیداشي چې افغانستان ته په نړیواله کچه د بري ،سرلوړی او اتلولی افتخار وګټي . د خپل افغان مسلمان ولس له وژنواو ګران وطن له ورانولواوکباړولولاس واخلی .
د روس ، چین ،ایران اوغدار پاکستان په وسلواوبمونووطن ساتي شاه ځلمیان او بې وزله افغانان مه وژنی .
د ترویکا یا دامریکا، روس اوچین هیوادونو ګډه پریکړه کړې چې په افغانستان کې بیا ځلې طالباني امارت جوړښت نه مني . د وینو د تویولو پرځای د افغان وژنې اومسلمان وژنې په اور سړې اوبه توی کړی . او ځوانان پریږدی چې په نړیواله کچه د کریکیټ، فوټبال ،تیکواندواوپهلوانۍ داتلو لوبغاړو د بریو نمانځنه اوستاینه وکړي . د ملالو غیرتي پیغلوسره خپل وروڼه شاه ځلمیان ګډې ،مستې ملي آتڼې وکړي اود ا غرونه ، غرونه افغانستان دی په آتڼیزو سروکو د څلویښت کلن جنګې ناتار ټپونه اودردونه هیراو د یوه پرمختللي په ځان ویسا اوبسیا سرلوړي افغانستان په لور د ملي پیوستون په برکت رغنده اوکارنده ګامونه پورته کړي .
جګړو ځپلو افغانانو!
د ژوند په ټولو ډګرونو کې موبریا اولاغوړیدا په نصیب شه .
ګران رضایي صیب ! په مخ دې ښکلوم اولاس دې په مینه څنډم . منـنه چې د جنګ جګړو په لمبو کې دې د افغانانو په شونډو د خوشالۍ موسکا خوره کړه .
۱۸/۶/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button