د طالبانو خپلمنځي اختلافات له بل هر وخت زیات شوي

د طالبانو خپلمنځي اختلافات له بل هر وخت زیات شوي

سیدعبدالله پاچا

طالبانو له امریکا سره په دوحه کې هوکړه کړې چې نور به هیڅ بهرني ترهګر ته پټنځای او صفونو کې ځای نه ورکوي.

دا د امریکا او نړیوالو شرط و او د طالبانو مجبوریت و چې له امریکا سره یې په هوکړه کې منلی دی.

جالبه دا چې ۲۰ کاله وړاندې طالبانو خپل ريژیم په همدې ړنګ کړ چې یو بهرنی ترهګر اسامه بن لادن یې امریکا ته نه سپاره.

د طالبانو د نظامي کمېسیون جنجال همدا دی چې که خبره د جهاد وي، خو بیا هر څوک کولی شي ، یانې هر مسلمان کولی شي، بل هېواد کې جګړه وکړي او مرسته وکړي.

که خبره د جهاد نه وي، نو بیا مو ولې شل کاله افغانان ووژل او افغانستان مو وران کړ.

طالبانو د دوحې تړون لومړیو کې خپل نظامي قومندانان په دې تیر ایستي و چې له امریکا سره یې هوکړه کې دا منلې چې بهرنیو ترهګرو ته ځای نه ورکوي، خو نور به پټ له دوی سره وي او کار دې ورسره نه لري.

اوس چې خبره واضح شوه او طالبانو اعلامیه خپره کړه چې له خپلو صفونو بهرني ترهګرو وباسئ، د طالبانو د نظامي کمېسیون له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.

د بهرنیو ترهګرو په تړاو یو شمېر بهرني هېوادونه طالبانو ته مالي امکانات ورکوي چې دا کسان خپلو لیکو کې وساتي.

کله چې بهرني ترهګر د طالبانو له لیکو ویستل کیږي، ورسره سم ځینې مالي مرستې هم بندیږي چې نظامي طالبان حاضر نه دی، دا مرستې له لاسه ورکړی.

له همدې کبله اوس د کویټې شورا، دوحې پلاوي او نظامي کمېسیون سخت جنجالونه راپورته شوي دي.

نظامي کمېسیون کې تر ټولو زیات جنجال د حقاني شبکه کوي، دا شبکه د ای ایس ای مستقیم ملاتړ له ځآن سره لري او له سولې وروسته او د مذاکراتو په دوام کې د جګړې مسوولیت لري.

که څه هم تراوسه امریکا او نړیوال پر طالبانو نه دي ډاډه شوي چې بهرنیو ترهګرو سره یې اړیکې نه دي پرې کړي، خو طالبان هڅه کوي چې دا موضوع حل کړي.

طالبانو ته دا کار دومره اسانه نه دی، د شل کلنې جګړې مشروعیت ترسوال لاندې راځي او تر څنګ يې ډير مالي امکانات او کسان له لاسه ورکوي.

طالبانو سره همدا اوس په جګړه کې پاکستاني، عرب، چیچنیا، مرکزي اسیا هېوادونو جنګیالي شته دی چې هیڅکله نه غواړي له لاسه یې ورکړی.

خو طالبان خپلمنځي جنجالونو ته هم وارخطا دي چې څنګه کیدلی شي خپلو وسله والو ته قناعت ورکړي چې دا پریکړه یې د کوم مجبوریت له مخې کړې ده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button