د طالبانو بله تيښته

د طالبانو بله تيښته

عبدالمنان توحیدیار

طالبان چې څومره سولې ته نږدې کیږي، هغومره ورته ځان حذف کیدونکی ښکاري، له همدې کبله د سولې هر پړاو کې یو شاتګ کوي.

تازه طالبانو د ترکیې له کنفرانس سره بایکاټ وکړ او پلمه یې وکړه چې تر هغې هیڅ کنفرانس کې ګډون نه کوی، تر څو چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

لومړی طالبانو د ترکیې کنفرانس په تړاو وویل چې دوی د اپریل په شپاړسمه چمتو نه دي چې کنفرانس کې ګډون وکړي او په دې تړاو به وروسته پریکړه وکړي، خو تیره شپه یې واضح وویل چې دوی هیڅ کنفرانس کې ګډون نه کوي، تر څوک چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه نه وي وتلي.

د ترکیې کنفرانس د دوحې تړون او بین الافغاني مذاکراتو د چټکتیا او تحرک لپاره جوړیږي او ښکیلې غاړې، د سیمې هېوادونه او نړیوال به دې کنفرانس کې بحث وکړي چې څنګه کیدلی شي د سولې په ټپه ولاړې خبرې پایلې ته ورسیږي.

د ترکیې کنفرانس ته تمې زیاتې وې چې بحثونو په پایله کې به د جمهوریت او طالبانو پلاوي ته یوه نقشه لاس کې ورکړي چې له مخې به یې مذاکرات دوام پيدا کړي او هغه ستونزې چې له مخې یې اوس جګړه روانه ده، د خبرو له لارې حل کړي.

د ترکیې کنفرانس ته د افغانانو تمې زیاتې وې، ځکه د دوحې خبرو څخه خلک ناهیلي شوي و او دا هیلې یې د ترکیې کنفرانس راپورته کړې وې، خو داسې ښکاري چې طالبانو د خلکو وروستی هیلې هم له منځه یوړې.

په دې تړاو د طالبانو له خپرې شوې اعلامیې ښکاري چې طالبان نه غواړي د مذاکراتو او یا ټاکنو له لارې واک ته ورسیږي او یا دا جنجال حل کړي، طالبان غواړي چې د زور له لارې واک ته ورسیږي او پایله یې چې هر څه کیږي، و دې شي، خو طالبان به ټول واک خپل لاس کې اخلي.

که طالبان د مذاکراتو له لارې ګډ حکومت ته داخلیږي، نو ښکاره ده چې یوه برخه د حکومت به وي، خو داسې ښکاري چې دا ډله په لوی لاس غواړي چې تاوتریخوالی او جګړه دوام پيدا کړي.

طالب هیڅکله سوله کې خپل خیر نه ګوري او له همدې کبله هڅه کوي چې د سولې ټولې پروسې له ناکامۍ سره مخ کړي او د جګړې په اړخونو باندې تمرکز وکړي.

که جګړه باندې طالبانو حکومتونه نیولی، نو په ۱۹۹۷ کال کې به یې نیولی وی، تاسو ولیدل چې طالبان په شمال کې له سخت مقاومت سره مخ شول او تر دې چې د طالبانو حکومت ړنګ شو، خو ټول افغانستان باندې یې واکمني پيدا نه کړه.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button