د طالبانو او پاکستان اندیښنې

د طالبانو او پاکستان اندیښنې

نویداحمد څرک

د پاکستان او طالبانو ترمنځ عجیب کمشکش دې ورځو کې روان دی، د پاکستان استخباراتو د ملا عمر زوی ملا یعقوب څخه ځینې صلاحیتونه کم کړي او طالبانو مشران بیا غواړي چې ملا برادر چې اوس مهال د سیاسي دفتر مرستیال او صلاحیت لرونکی شخص دی، له دندې لیرې کړي.

راپورونه وایي، د پاکستان د استخباراتو ادارې (ای ایس اې) د طالبانو د نظامي مرستیال ملا یعقوب څخه ځینې صلاحیتونه نعیم بړیڅ چې جنوب غرب حوزه کې د نظامي کمېسیون مسوول دی، انتقال کړي دي.

دې پریکړې د ځینو نظامي طالبانو سخت غبرګونونه راپورته کړي او ملا یعقوب ځینې قومندانان هڅولي چې د دې پریکړې مخالفت وکړي.

د پاکستان استخباراتو دا کار ځکه کړی چې نعیم بړیڅ د پاکستان لپاره ډير کارونه کولی شي، خو صلاحیتونه او د فعالیت ساحه یې محدوده وه او نه یې شول کولی چې پراخ فعالیت وکړي.

اوس چې د پاکستان استخباراتو د خپلو هدفونو لپاره دا کار کړی، ځینې نظامي طالبان دا دوی په کارونو کې د پاکستان ښکاره لاسوهنه یادوي او په دې پریکړه یې سخت غبرګون ښودلی چې ان د اختلافاتو تر کچې رسیدلي دی.

دا چې جنوب غرب حوزه کې د کندهار خلک بل څوک مشر نه مني، نو له همدې کبله زیات طالب قومندانان د ملا یعقوب پلویان دي او د نعیم بړيڅ له زیات شویو صلاحیتونو سره مخالف لري.

اوس د نظامي طالبانو او د پاکستان د استخباراتو ترمنځ یو کشمکش روان دی چې دا وضعیت مهار کړي او ملا یعقوب او ملګرو ته یې قناعت ورکړي چې نعیم بړیڅ په تړاو پریکړه ومني.

له بلې خوا نظامي او ځینې سیاسي طالبان د ملا عبدالغني برادر له موقف خوشحاله نه دي او په دې تړاو بدبینۍ لري.

عبدالغني برادر د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال او له ډيرو صلاحیتونو څخه برخمن دی، چې اوس پرې د خپلو ملګرو شک زیات شوی دی.

دا چې ملا برادر د امریکا ملاتړ له ځانه سره لري او د هغوی باور یې خپل کړی دی، پاکستان او د طالبانو مشر ملا هیبت الله په دې فکر کې دي چې د برادر په لیرې کیدو خو به له امریکا سره اړیکې نه خرابیږي.

ملا هیبت الله دې پریکړې ته رسیدلی چې ملا عبدالغني برادر له دې موقف لیرې کړي او پر ځای یې بیرته عباس ستانکزی وټاکي، خو پاکستان دا اندیښنه لري چې د ملا برادر په لیرې کیدو سره به امریکا ناراضه شي چې هم به پاکستان او هم به طالبانو ته په خیر نه وي.

دې وضعیت د طالبانو ترمنځ سخت اختلافات راپورته کړي او ځینې طالب قومندانان خو ان د ملا هیبت الله د هیڅ امر تابع نه دي او هر یو یې د زون په سطحه د خپلو قومندانانو خبره مني.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button