د طالبانو او ایران نوی تړون

د طالبانو او ایران نوی تړون

سیدعبدالله پاچا

ایران د افغانستان په لویدیځو ولایتونو کې لاسوهنې پراخه کړي او طالبانو ته د ورانکاریو لپاره امکانات او روزنه ورکوي.

تازه د طالبانو یوه ډله ایران ته د مسافرو په جامه کې تللې او هلته د ایران د سپاه پاسداران له لوري روزنه ترلاسه کوي.

د طالبانو دا وسله والو د هغې تړون او سفر په تعقیب تللي چې څه وخت وړاندې د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی و او هلته یې له ایراني چارواکو سره د افغانستان جګړې په طرزالعمل او راتلونکو پلانونو باندې خبرې کړي.

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی چې ایران ته تللی و، هلته یې له ایراني چارواکو سره د جګړې په بدل کې د امتیازاتو او پيسو چنې وهلي دي.

ایران ځینې مشخص اهداف طالبانو سپارلي چې افغانستان کې یې ورته لاس ته راوړي، په بدل کې به ایران طالب وسله والو ته روزنه ورکوي، ځینو عصري وسلو ټکنالوجي به ورته ښيي او په دې برخه کې به یې روزي او د دې تر څنګ به ایران مکلف وي چې ځینو برخو کې د طالبانو جګړه تمویل کړي.

تر دې وړاندې د ایران د سپاه پاسداران یوه ډله د طالبانو په همکارۍ هلمند ولایت ته راغلې وه او بیلابیلو ولسوالیو کې یې د طالبانو له ځینو مرکزونو لیدنه کړې او طالب وسله والو ته یې ځینې مهارتونه ښودلې دي.

ایران دا کار د دې لپاره کوي چې اوس تر سخت فشار لاندې دي چې افغان حکومت به اوبه مدیریت کړي او د دوی ځمکو باندې به اوبه کمې شي.

ایران افغانستان کې ډير اهداف لري، خو مهم هغه یې د افغانستان د اوبو د مدیریت مخنیوی دی چې ایران یې سخت وارخطا کړی دی.

طالبان چې هیڅ د وطن او هېوادوال کیسه کې نه دي، یواځې شخصي ګټې ورته مهمې دي او د دې لپاره یې له ځانونو کرایي قاتلین او وطن رانوونکي جوړ کړي دي.

طالبان په دې ښه پوهیږي چې ایران او پاکستان د افغانانو ازلي دښمنان دي او هیڅکله نه غواړي چې افغانستان کې ثبات راشي، د همدې لپاره هر هغه چا ته وسلې او امکانات ورکوي چې افغانستان کې جګړه کوي.

طالبان هم په دې پوهیږي، خو دا چې شخصي ګټې یې له خطر سره مخ دي، له هر هېواد سره هر ډول معامله کوي.

طالبان چې د سولې پروسې ته نه پريښودل کیږي، یو لامل دا دی چې سوله کې د دې دوه هېوادونو ګټې نه خوندي کیږي او جګړه کې یې زیاتې ګټې خوندي دي.

طالب له سولې راګرځول کیږي او د جګړې لپاره امکانات ورکول کیږي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button