د طالبانوپه اړه د کرستوفر الکساندرڅرګــنــدونې !

د طالبانوپه اړه د کرستوفر الکساندرڅرګـــــــــنــدونې !

نوموړی په سیمه ییزو او نړیوالو چارو کې مجرب او پیاوړی کانا ډایي دپلومات چې په افغانستان کې یې د کانډا د لوی سفیر په توګه دنده ترسره کړي په زغرده او ډاګه طالبان د پاکستان د پوځ او ای،اس،ای استخباراتو لاسپوڅي ګڼلي چې د هغو په وسیله یې په افغانستان کې د تیرو اوږدو کلونو په اوږدو کې نیابتي جګړه په لاره اچولي ده .
د نوموړي په اند طالبان د اوربند د ټینګولو هیڅ واک او وس نه لري او هرڅه د پاکستان د پوځي جنرالانو، استخباراتوپه لاس کې دي . ځکه همدا دوی دي چې طالبانو ته وسلې اوپیسې ورکوي او د راولپینډۍ، اسلام اباد له مرکزونو ورته لارښوونه کیږي.
د ترکیې په راتلونکي غونډه کې د طالبانو ګډون او نه ګډون هم د پاکستان د پوځیانو او حکومت په پریکړه پوري تړاو لري او طالبان خپلواک نه دي او پاکستاني جنرالان او ای،اس،ای چې څه ډول وغواړي په هماغه شان یې لوبولی شي.
نوموړی دپلومات په کره توګه هغه کتاب ته اشاره کوي چې د پاکستان استخباراتو او ژورنالستانو له خوا په ګډه لیکل شوی او خپورشوی دی چې د ۲۰۰۱ زیږدیزکال راپدیخوا له طالبانو سره مالي او پوځي ملاتړ او په افغانستان کې نیابتي جګړې په اړه د پاکستان د پوځیانو او استخباراتو با الفعل او با القوه ګډون په ډاګه اوڅرګند شوی دی.
ښاغلي کرستوفر الکساندر د پیاوړي خبریال وحید فیضی پوښتنوته په سپینو او کره ټکوکې دا په ډاګه اوزغرده وویل چې د افغانستان د روانې شخړې ریښه په راولپنډۍ او اسلام آباد کې ده او له همدغه ځایه طالبانوته د جنګ ،جګړې امرونه ورکول کیږي .
له نــن څخه لس کاله پخوا په ۲۰۱۱ زکال آسامه بن لادن د پاکستان د پوځیانو په لمنه کې ووژل شو او دادی تردې مهاله په افغانستان کې خونړۍ نیابتي جګړه روانه ده .
ټولو نړیوالو او هیوادوالو ته روښانه شوه چې د قطر په دوحه کې د طالبانو او د دونالد تړمپ د ادارې ترمنځ هوکړه لیک د افغان ولس په ګټه او خیرنه وه . امریکایانو د ۲۰۲۰ کال له فبرورې راهیسي خپل ځانونه د طالبانو په وړاندې خوندي او مصوءن احساسوي . طالبانو د دوی په وړاندې چې اشغالګران یې بولي رښتینی اوربند عملي کړاو په دغه کې د یوه بهرني سرتیري پوزه ویني نه شوه . خوبیا طالبان چې ځانته د اسلام ټیکه داران وایې د افغان مظلوم اومسلمان ملت په وړاندې اوربند ناجایز او ناروا عمل بولي او په همدغه موده کې یې هدفي وژنو او خونړیو جګړو ته لا زور ورکړ چې په زرګونو.زرګونو مسلمان افغانان شهیدان او په زرګونو.زرګونو ټپیان شول.
ټرمپ د خاین خلیل زاد په رذیلانه غورزو،رزو کابو۶۲۰۰ تنه طالبان ، جنګي مجرمین او په اعدام محکوم جنایتکاران له بنده خوشي او ازاد کړل او د جنګ جګړولیکي یې لا په غښتلي خونړی کړي .
دا لوبه اوس هم د ترکیې د غونډې د ګډون په پلمه د جوبایډن په دوران کې د طالبانود ۷۰۰۰ بندیانود خوشي کیدو ډنډورې غږول کیږي . چې د کرزي د خرمستی اوډالرمستی د دوران د دفتر ریس عمر داودزی چې د ایراني میلیونو ډالرو د هدفمند رشوت حرفوي صراف اورسوا ټیکه دارو په خورا سپین سترګۍ د طالبانو د اوو زرو بندیانو د خوشي کیدو وړاندیز اوتجویزکوي.او له بلې خوا د امریکایې سرتیرو د وتلو په اړه د طالبانو سترګې ،سرې شوي خو خبر نه دي چې پنتاګون نوي تازه دمه جنګیالي بدماشان د امریکایې وسله والو د خوندي وتلو ترچترلاندې افغانستان ته رالیږي . اوبې وزله افغانان به د نویوخونړیولوبوشاهدان وي . ولس مشر اشرف غني د سپیدار د ماڼۍ د ډبل سره جاسوس د نامردانه کړنواوتوطیو سره مخامخ دی .
د وسله وال پوځ ، پولیسواوآمنیتي اتلو سرتیروپه لورد افغان ولس د هیلواوبریوسترګي دي . خوترڅو له سمیټي بوجیوراتاو مورچلو رابهرنه شئ .تل د به د تعرضي بریدونو سره مخامخ اوتدافعي جګړه بایلونکي ده .
هو! تر پروت او ویده مزري ، خوځنده او ویښ ګیدړغښتلی دی.
ویښ شی او وخوځیږی. افغان تاريخ د ازماييښت په پاڼ خوافغان باتورملت له تاسوسره دی .
د خوځون اوبریمن اوښتون په هیله .
۱۹/۴/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button