د شپې لخوا ماشومانو ته دې کتاب لوستلو دود

لیکنه: سید افضل رسولی

د ماشومانوفکري او جسمي ودې لپاره اړینه ده چې له یو کلنی نه هره شپه تر بیده کیدو د مخه په کټ یا د خوب ځای کې کتاب لوستل پيل شي.که څه هم دوی د عمر په لومړیو کلونو له فکري پلوه دومره وده نه وي کړي ورباندې پوهیږي لیکند وخت په تیریدو سره ورو ورو د ټکواو غږونو سره اشنا کیږي. د ارامی او هوساینې احساس کوی او ورسره ډیر په اسانی سره ویده کیږي.
دا کړنه ماشومانو سره د خبرو په زر زده کولوکې ډیر زیاته مرسته کوي. د دوی د خیالونو نړی پراخوي، د دوی د لغاتو زیرمه بډایوي او په لوییدو سره دوی نوي کتابونو لوستلو ته هڅوي او هم یې د ښوونځي لپاره مالومات پراخوي. پدې سره ماشومان هڅاند لویږي او په راتلونکي ژوند کې یې یو غوره شخص جوړیدو ته هڅوي. تر څو دوی په هر ډګرکې یو بریالی کس وي.
څو اړین ټکي:
-کتاب او لنډې کیسې باید اوږدې نه وي
-د کیسې محتوا باید ډیر پیچلي نه وی
– د ماشوم سره له فکري پلوه برابر وي ترڅو ماشوم ترې څه زده کړای شي او پرې پوه شي.
زمونږ د ماشومان
لومړی خو زمونږ په هیواد کې د ماشومانو لپاره کتابونه په نشت حساب دي. او ځینې کتابونه بیا دومره زړه راښکونکی نه وي چې د ماشوم فکر ځانته را وکاږي. زمونږ په هیواد کې د ماشومانو لپاره هیڅ کار ندی شوی او نه یې کوم څرک ښکاري
دوهم مشکل بیا د میندو او پلرونو د نالوستی حالت دی چې ډیری میندې او پلرونه مو نالوستي دی او کوم نارینه چې لوستي دی بیا دې ته ندي وزګار او نه پرې پوهیږي چې ماشومانو ته د شپې لخوا د خوب په کوټه کې کښېني او یو څو کرښې ور سره ولولي او ځینې بیا د ماشوم بیده کول یواځې د ښځو کار بولي او ځانته یې عیب بولي چې ماشوم سره د خوب په کټ کښېني او یوه لنډه کیسه، نکل او بل څه ورسره ووايي.
دریم مشکل بیا د پلرونو په بهرنیو هیوادونو کې کاري سفرونه دي چې کلونه کلونه له خپلو کورنی او ماشومانو لرې وي.
د ماشومانو هر څه مور ته ور په غاړه وي نو که چیرته د ماشومانو مور لوستي وي خو ښه او که نالوستي وي نو د ماشومانو د شپې کتاب لوستل خو پریږده، د ښوونځي کتابونو لوستلو لپاره هم مرسته کوونکی نه وي. چې له بده مرغه د داسې کورنیو ماشومان د پلار له مینې بې برخې او په ماشومتوب کې کې د پلار ځای نیمګړی پاتې کیږي. پلرونه د ماشومانو او کورنی د روزی د پیدا کولو لپاره ډیر څه د لاسه هم ورکوي. چې د ماشوم سالمه ښوونه او روزنه ده او پدې لاره کې د پلار ونډه ده.
دا چې زمونږ د هیواد ماشومان د جګړې له امله خپل خواږه میندې او پلرونه له لاسه ورکوي د دوی درد او هغه څه چې جګړې ترې اخیستی هغه هیڅوک نشی پوره کولای.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button