د شوراى نظار د خوښي عمليات څنگه د طالبانو په لاس ترسره شول؟!!

د شوراى نظار د خوښي عمليات څنگه د طالبانو په لاس ترسره شول؟!!
لیک: داعي
پرون په داسي حال كي د ولسي جرگې ماڼۍ خوا ته چاودني او ډزي وشوې چي د جمهور رئيس دوهم معاون له نوماند دفاع وزير معصوم ستانكزي سره يو ځاى ماڼۍ ته رسېدلى وو او د دې لپاره ټول مقدماتي كار بشپړ شوى وو چي د استازو اكثريت به هغه ته د اعتماد رأى وركوي، د جرگې د كار موده هم د همدې لپاره تمديد شوې وه، د عبدالله ټيم هم له اشرف غني سره په ظاهر كي دا توافق كړى وو چي په جرگې كي د دوى پلويان به ستانكزي ته رأيه وركوي، دا ځكه چي د دې كار په بدل كي د لوى درستيز گدۍ د دوى په برخه شوې وه او دوى يو بدخشانى د لوى درستيز په توگه معرفي كړى وو او غني ورسره منلې وه.
پوښتنه دا ده چي دا بريد ولي په دغه خاص او حساس وخت كي ترسره شو؟ څوك چي د طالبانو د وياند دا ادعاء مني چي بريد د دوى له لوري شوى؛ دې پوښتني ته څه ځواب لري چي طالبانو ولي دا خاص وخت د بريد لپاره غوره كړى وو؟ آيا په طالبانو كي له تنظيمي پلوه دا وړتيا او توانمني شته چي داسي عمليات تنظيم او په داسي خاص وخت كي ئې ترسره كړي؟ كومو امنيتي چارواكو او د څه لپاره له دوى سره مرسته كړې چي په دغه وخت كي دا عمليات ترسره كړى شي؟
كه لږ د قضيې مختلفو اړخونو ته ځير شو او د دفاع وزير په توگه د ستانكزي د نوموني په ارتباط د ځينو لوريو دريځ ته پام وكړو نو يقيناً چي دې پوښتنو ته دقيق او سم ځواب موندلى شو. د عبدالله ډلي؛ په ځانگړې توگه د بلخ والي عطاء محمد نور او د ملي امنيت پخواني رئيس امرالله صالح د ستانكزي له نوموني سره مخالفت وښود، عطاء نور په ډېر زور شور او وقاحت سره وويل: موږ ستانكزى د دفاع وزير په توگه نه منو!! امرالله صالح هم دې ته ورته اظهارات درلودل، هغه په بدمعاشۍ كي تر نور ډېر وړاندي دئ، د نارنجي انقلاب، د دولتي دفترونو اشغال، د ارگ محاصره … او دې ته ورته شعارونه د دوى له خولو راوتلي!! هغه د اوباشانو يو ټيم لري چي تر دې وړاندي د ملي امنيت غړي ول او اوس ئې د (روند سبز) نوم وركړى، په كابل او هرات كي مظاهرې، د لويي جرگې په خيمه كي د مخكني جمهور رئيس كرزي عكس څيرل او سوزول… د همدې روند سبز ځيني كارونه دي!! د فرخندې قاتل شرف بغلاني هم د همدې ډلي غړى دئ!! صالح يو له هغو كسانو دئ چي د ان جي او له رياست تر وزارتونو پوري رسېدلي، هغه د سي آى اې نازولى او (جاسوس با افتخار) دئ، د (ان جي او) له رياست د ملي امنيت رياست ته رسېدلى، د آمر مسعود د وژل كېدو خبر د ده له لوري د سي آى اې دفتر ته مخابره شوى، د سي آى اې چارواكي وايي: صالح تر ټولو وړاندي موږ ته ټلفون وكړ او د مسعود له مړيني ئې په داسي حال كي خبر كړو چي لا استاد رباني هم ترې خبر نه وو!! هغه د سي آى اې حمايت دومره مغرور او مست كړى چې نږدې ده (مست هاتي) ترې جوړ شي.
طالبانو ته ستانكزى دومره د نه منلو نه دئ چي د هغه د نوموني خلاف دي داسي عمليات ترسره كړي چي اوه سر تېري طالبان ئې په هفه كي ووژل شي!! د دوى په لاس د استاد رباني ترور ښيي چي هغوى جمعيت او شوراى نظار ته د لومړي دښمن په سترگه گوري، تر ټولو اوږدې او خونړۍ جگړي ئې له دوى سره وې.
دا پوښتنه راولاړېږي چي د شوراى نظار د خوښي عمليات څنگه د طالبانو په لاس ترسره شول؟!! ځواب ئې څرگند دئ: د ملي امنيت رياست نن هم او تر نن وړاندي د امرالله صالح د رياست په دوران كي هم د طالبانو په ليكو كي داسي نفوذي كسان لري چي د طالبانو باور او اعتماد ئې ترلاسه كړى، كله چي دوى د داسي عملياتو ضرورت احساس كړي نو د همدغو نفوذي كسانو له لاري طالبانو ته د مرستي او د جنگياليو او وسلو د ډاډمن انتقال اطمئنان وركړي، طالب جنگيالي نه پوهېږي چي دوى د هغي جگړي ډگر ته ځي چي هم ئې منصوبه د دوى دښمن جوړه كړې، هم ئې وخت هغوى ټاكلى او هم ئې هدف هغوى غوره كړى. دوى دا ځان ته كافي گڼي چي سبا په رسنيو كي دا عمليات دوى ته منسوب شي او دا د دوى د ځواكمنۍ نښه وگڼل شي!!! اما دا چي گڼ شمېر سرتېرى ئې وژل كېږي، په داسي حال كي چي نه د هغوى جسدونه په لاس ورځي او نه له تبليغاتو پرته بله لاسته راوړنه، باك ئې نشته، هغوى شهيدان شوي او مخامخ به جنت ته درومي!!!
اكثر هغه عمليات چي د طالبانو ټول سرتېري په كي وژل شوي او له تبليغاتو پرته ئې دوى ته بله گټه نه ده رسولې؛ دې ته ورته او د دښمن د منصوبې مطابق ترسره شوي عمليات دي، هيڅ د عقل او ايمان خاوند به دا ستره غلطي او جفا ونه كړي چي يوازي د تبليغاتي موخو لپاره سرتېري مجاهدين د مرگ كومي ته ولېږي. څوك چي جنگي تجربه لري، د خپلو جنگياليو او د عام ولس ژوند ورته ارزښت او اهميت لري؛ نه به د هېواد په اوسني وضعيت كي د سيمو د آزادولو منصوبه جوړه كړي او نه به له داسي سر تېرو عملياتو سره توافق وكړي، د سيمو د آزادولو لړۍ هغه مهال پيلوي چي دښمن ئې د بېرته نيولو توان ونه لري او سرتېري هغو عملياتو ته لېږي چي د دښمن ستر ستر شخصيتونه او اهداف له منځه يوسي او هغه ته د پام وړ تلفات واړوي!!
دښمن توانېدلى چي هم د خپلي خوښي عمليات ترسره او له دې لاري خپلو موخو ته ورسېږي او هم د خپل رقيب تر ټولو مهم كسان په خپلو پښو مقتل ته راولي او د بل په لاس ئې ووژني. آيا شوراى نظار كولى شي د طالبانو دغسي مهم سرتېري له بلي لاري او وړيا ووژني؟!!
د همدې بريد تر څنگ په كندز كي دوه ولسوالۍ (چار دره او ارچي) يوه په بلي پسې طالبانو ته تخليه كېږي، د دواړو اكثريت استوگن پښتانه، د دواړو ولسوالان د شوراى نظار غړي، د ارچي ولسوال سعدي د پښتنو سرسخت دښمن؛ هغه څوك دئ چي ټول عمر ئې لومړى د حزب اسلامي له مجاهدينو سره او بيا له طالبانو سره په خونړيو جگړو كي تېر كړى. دوى ولي دا ولسوالۍ له مقاومت پرته طالبانو ته تخليه كړې؟ آيا د دې تخليې ترشا دا شيطاني منصوبه ترلاس لاندي نه ده چي اوس به امنيتي ځواكونه د امريكايي جهازونو تر وزر لاندي پر دواړو ولسواليو پراخ زمكني او هوايي بريدونه كوي، طالبان به له مقاومت پرته په شا كېږي، د دواړو ولسواليو استوگنو ته به پراخه مرگ ژوبله اوړي، ډېرى به ئې سيمه پرېږدي، په دې توگه به د هغو وطن پلورو ناولى هدف ترسره كېږي چي قومي او ژبني تعصباتو ته لمن وهي، د هېواد د تجزيې منصوبه وركړى شوې او غواړي پښتانه له شمال ووځي. څوك چي په دې خبري كي شك كوي د هېواد له وضعيت او د شمالي ټلوالي له خبيثو منصوبو بې خبر دئ!! آ بله ورځ د اشرف غني د امريكايي حكومت پرچمي داخله وزير علومي په همدې كندز كي وويل: په جنوب كي دښمنانو او په شمال كي دوستانو ستونزي راولاړي كړې دي!!! د ده دا وينا ټولو رسنيو خپره كړه، خو پرته له دې چي د علومي او د كابل حكومت دغه دوستان په گوته كړي!! د ده دوستان څرگند دي، كه نور ئې نه پېژني كندزيان ئې ښه پېژني، دوستان ئې د شوراى نظار هغه مفسد، اوباش او جنايتكار ټوپكيان دي چي د امرالله صالح په وينا ئې په شمال كي شرارتونه پيل كړي، په دې موخه چي له يوې خوا د كندز ولايت دوى ته وسپارل شي او د دوى د خوښي والي ورته غوره شي، له بلي خوا غواړي اشرف غني د يوه ناكام او د هېواد د وضعيت له مهارولو عاجز جمهور رئيس په توگه وپېژندل شي، او امريكايان قانع كړي چي په بل ئې تعويض كړي.
په كندز كي د امرالله صالح د ملگرو له ډلي يو هم ميرعلم دئ، دومره ستر جاني چي بېلگه ئې په ټول هېواد او د ډېرو بدنامو مليشو په ليكو كي هم لږ تر سترگو كېږي، ده او ملگرو ئې د پېغلو نجونو محافظين درلودل، په يوه شپه ئې په يوه كلي كي 24 بې وزلي كليوال ووژل او بيا ئې وسوزول، د كليوالو او نورو كندزيانو د پرله پسې شكايتونو له كبله كرزى مجبور شو او له فهيم ئې وغوښتل چي دا (لېونى سپى) كنترول كړه، امر الله صالح د تاجكستان د استخباراتو له رئيس وغوښتل چي هغه ته پناه وركړي، تاجكستان ته ولاړ او اوس بېرته او د هغو شرارتونو لپاره كندز ته راوستل شوى چي علومي ورته گوته نيولې.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button