د شهید محمد الیاس داعي د ویرجنې مور د ټپي زړه سوي ساندې

کله چې د شهید محمد الیاس داعي د ویرجنې مور د ټپي زړه سوي ساندې اوماتمي کړیکي پورته شوې . له شک پرته به د دغه هلمندۍ اتلې ادې زړه بوږنوونکوخبروته د نازوانا اوزرغونې ادې په سترګوهم غمجنې اوښکي راماتې د میرویس بابا اواحمد بابا په مطهرو قبرونوبه د ماتم واویلاخپره شوي وي .
د الیاس داعي شهادت نه یوازې خپل هیوادوال بلکې ډیری نړیوال د ویراوغم په ټغر کېنول . خو د ازادی د برميالې اوافغانانوته د باوري ګرانې راديوځوانیمرګ هوډمن اوژمن خبریال اوټولمنلی ژورنالیست محمد الیاس تلپاتې ژوندی اود افغان ولس په زړونوکې اوسي.اوهغه د ده د غمجنې مورپه وینا نه دی مړاو همیشنی ژوندی دی.
داعي صیب!
تاسوپه رښتیا د خپل هیواد د ابادی اونیکمرغۍ دوعا کوونکی اوسوکالی غوښتونکی داعي و ې اوپه دې لاره کې دې خپله درنه غیرتي کـکری ځار کړه . آرام ویده شه خپلې ګرانې اوپه زړه ټپي مورجانې ته کټ،کټ وخانده ورته وایه د وطن د مورد چوپړپه لاره کې مې سرقربان اوستا د غیرتي سپیڅلوشیدو پورمې ادا کړ. تنکی لورکۍ مې په نښه کې تاته سپارلي اوزما یاد اومینه پرې ټکوروه . زه د لښکر، لښکرافغان شهیدانو او هم مسلکه شهیدو ژورنالیستانو سره یوځای شوی اوپوره باوري یم چې زموږ اتلوال معنویت به د ټپي،ټپي افغان ملت د رغیدا اوجوړید ا جوګه شي . نامرده ، کرغیړن متحجرجنایتکاران اورذیل شيطانان به د خپلوتورو، انسانیت او افغانیت ضد اعمالو په سزا ورسيږي.
ویاړن اوبریمن داعي صیب!
سپیڅلي اروا دې تل ښاده اویادونه دې ځلبلانده اوزنده یاد اوسه .
اکبري ــ ۱۵/۱۱/۲۰۲۰

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button