د شعیب(ع) لنډه کیسه

لیکوال: أ – علي خان صافي

شعیب(ع)

1/ لنډه پیږندنه:  

شعیب(ع) زوی دمیکیل لمسي دیشجن لکه څنګه چي ابن اسحاق اونوروعالمانو ویلي دی، ده په شام کي د- مدین – په ځمکه چي دلوط(ع) کلي ته نږدی وه خپل ږوند ګاوه.

   شعیب (ع) په خبرو کولوکي ډیرخوږ ژبي خطیب وه، چي دژبي اوبیان په بلاغت وفصا حت کي یی ساري نه درلود ، په دِ هکله ابن حیان په خپل کتاب – صحیح – کي له ابي ذر- ض- څخه روایت کوي چي زموږنبي علیه السلام به ویل: اِی اباذره ،له عربو نه څلور خطیبان دی چی له هغوی څخه – هود وصالح وشعیب او ستا نبي ـ یعني پخپله محمد(ص) او ځینوعالمانو ویلي چي شعیب(ع) دټولو نبیانو خطیب وه او ترټولوښه کړیدونکي ګڼل کیږي،دِ دوی په نظردی – خطیب الانبیاء – ده.

      دده قوم دډیرو فاسدو اخلاقو څښتن وه، دلوې ونې چي – الایکه – ورته وایي لمانځنه او عبادت به یي کاوه،او پیغمبران به یي دروغجن ګڼل (كَذَّبَ أَصْحَابُ الْأَيْكَةِ الْمُرْسَلِينَ (176) )الشعراء.     

   دوي ډاکوګان ، غله،دروغجن او خورا بد کاران خلکوڅخه وه، لاري به یي بندولي او دخلکو مالونه به یي په زور ورڅخه اخستل، او دشیانو په تللو کي به یي دخلکو پوره حق   نه ورکاوه، په تله کي کجي راوستله، په درانه پلود تلي به یي له خلکو نه اخستل کول او په سپک پلو  تللو به یي هغوي ته ورکول کول، چي په کلي وکورکي به دبي وزلانو او کمزورو خلکو ژوند ډیر په سختي تیریده..

   کله چي دابد بختي او ظلم او فساد په ټولنه کي بد تأ ثیر درلود، اود بي وزلو او کمزورو کورنیو ژوند به یي له خطر سره برابرکړي وه، نو پاک الله ددوي دهدایت او لار ښودني لپاره خپل پیغمبر شعیب(ع) راولیږه، چي دوی ته وُوایي دوني – الأ یکه –  لمانڅنه پریدي او دیوه څښتن عبادت وکړي کوم چي له هغه سره هیڅ شي شریک و سیال نه نیول کیږي، اوخپل قام دته راوغواړي چي نیک کارونه وکړي او بدکارون پریدي،او دشیانو دپلورلواو اخستلو په وخت کي په تله کي برابري او مساوات راوړي، ترڅو چي ظالم ومظلوم وجود ونه لري،او په ټولنه کي دبي وزلو ژوند تباه نشي.

2/  یوالۍ ونیکارۍ

   دشعیب (ع) دعوت وغوښتنه دیوه الله دعبادت کولولورته دپاک الله په امر باندي پیل شوله، چي دی خپل قام ته وُوایي چي بي دیوه الله څخه دبل څه عبادت ونکړي:

٭( وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ قَدْ جَاءَتْكُمْ بَيِّنَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ فَأَوْفُوا الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (85) وَلَا تَقْعُدُوا بِكُلِّ صِرَاطٍ تُوعِدُونَ وَتَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ مَنْ آَمَنَ بِهِ وَتَبْغُونَهَا عِوَجًا وَاذْكُرُوا إِذْ كُنْتُمْ قَلِيلًا فَكَثَّرَكُمْ وَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ (86) وَإِنْ كَانَ طَائِفَةٌ مِنْكُمْ آَمَنُوا بِالَّذِي أُرْسِلْتُ بِهِ وَطَائِفَةٌ لَمْ يُؤْمِنُوا فَاصْبِرُوا حَتَّى يَحْكُمَ اللَّهُ بَيْنَنَا وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ (87)) الاعراف . 

   په پورتنیو مبارکو آیتو کي، او کوم آیتونه چي دهود(ع) په سورة کی:84- 93. راغلي دي،ټول دشعیب (ع) منهج وپروګرام کوم چي پاک الله(ج) پري مکلف کړي په واضع ډول سره ښکاره کوي هغه دا چي:

1-    دیوه الله(ج) عبادت کول او له هغه سره شریک نه نیول، اود ونی عبادت پریښودل.

2-    عدالت وانصاف کول دتللو په وخت کي،ترڅوچي هر حقدار په خپل حق باندي ورسیږي، چي په ټولنه کي نه ظالم وي او نه مظلوم وي.

3-    په خیانت وچل با زي باندې دخلکو ما لونه نه اخستل، ترڅو چي په خپل حق باندي قناعت وشي او دبل حق ته تیري ور ونشي،

4-    په ځمکه باندي کله چي عدل وانصاف وجویدل راشي نو بیا یي خرابول نشته  که څوک ایمنداره وي.

5-    په لاروکي بندیزونه نه اچول، په دې نیت چي له خلکونه مالونه په زورسره واخستل شي، او یا دشعیب پلویان دهغه له ورتللو ستانه ومني شي.

6-    دالله (ج) په نیغه ومستقیمه لاره کي دکوږ والۍ نه پیداکول، ځکه چي دالویه ګناه ده.

7-    دښتمنۍ وشمیر په ډیریدو کي دلوی څښتن تالا شکر په ځاي کول،او دمال ووکړو ډیروالی په نیکاري کي په کار ا چول ،نه په بدو لارو چارو کي.

8-    دپخوانیو قومونو له فساد کولو څخه او بیا ورسته هغوی ته دالله(ج) له لوري څخه جزاء ورکولوکي عبرت اخستل.ترڅو چي په موږ باندي دهغوی غوندي بلاء راکوزه نشي.

9-    کوم ګوند ،پلویان او یا خلک چي په شعیب (ع) او دهغه په څښتن تالا باندي ایمان راوړي، نوهغه کسان چي به الله(ج)او دهغه په پیغمبرباندې ایمان نه راوړي ، نو   ایمانداه خلکو په ایمان راوړو کيکومه ستني ومنېتوب و نکړي باید صبر وکړي تر څو چي پاک الله(ج)دحق او باطل په منځ کي حکم وکړي.

3/ دحق لورته:

          شعیب(ع) کله چي خپل قام دیوه الله(ج) عبادت ته را وغوښتل، او روته ویي ویل چي ، دپلورلو او رانیولو په وخت کي په تول او تللو کي لږوالی او ډیروالی او دروند والی او سپکوالی دتلي دپلو په کښته وپورته کي مه راولي،په تللو کي عدل ومساوات وکړي ،او خپل افکار وپروکرام یي ورته په ډاګه کړ،نو بیا ورسته ته یي په نرمي سره له هغوي سره خبري اتري پیل کړي چي:

    زه ګورم چي ستاسو ګذاره ښه ده او شتمن یاست تاسو باید په ژوند کي کوژوالي ونکړي او دخلکو مالونه په نارواډول ورڅخه وانخلي ، زه بیریږم چي تاسو به پاک الله(ع) دقیامت په ورځ  په عذاب باندي ککړکړي:

٭( إِنِّي أَرَاكُمْ بِخَيْرٍ وَإِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ مُحِيطٍ (84))هود

    دلارو په سر کښیناستل او لاري بندول مه کوي،دپاک الله له سمي لاري نه خلک کوم چي په هغه باندي یي ایمان راوړی وي کږو لارو ته مه ورکاږي:

    تاسو درپه یاد کړي کله چي شمیر مو لږ وه ، پاک الله په خپل قدرت سره ډیر وګرځولی، بیا وګوري چي دبدکارانو او فسادکونکو پایله څنګه وه؟:

٭( وَلَا تَقْعُدُوا بِكُلِّ صِرَاطٍ تُوعِدُونَ وَتَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ مَنْ آَمَنَ بِهِ وَتَبْغُونَهَا عِوَجًا وَاذْكُرُوا إِذْ كُنْتُمْ قَلِيلًا فَكَثَّرَكُمْ وَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ (86)  الاعراف    

    زه په تاسو باندي څارندوی نه یم که چیري تاسو مؤمنان وَی  نوکوم شي چي پاک الله(ج) ستاسو لپاره ترخیرات وزکات ویستلوورسته حلال پاتي کړي، هغه تاسو لره خیر ګڼل کیږي ، نوتاسو دخپل مال په ورکولوکي سپمول مه کوي.

    زه له تاسو سره برخلافي نه لرم په هغوشیانوکي کوم چي ما سو له هغو څخه مني کړي یاست،اوترکومه ځایه مي چي وکولی شول بدون له اصلاح او جوړښت څخه بل څه نه غواړم،او زما بریالیتوب بي له الله(ج) نه په بل څه نشته ،په هغه مي توکل کړي او هغه ته بیرته ورګرځم.

     اِی زماقامه نه غواړم چي زما کړکیچ اوځوریدل له تاسو سره تاسو لکه دنوح،هود،صالح قامونه په مصیبت اوبلاء باندي اخته کړي، تاسو ولیدل چي دلوط(ع) دقوم په بلاء باندي اخته کیدل له تاسوڅخه ډیر لري نه وُه.

٭( وَيَا قَوْمِ لَا يَجْرِمَنَّكُمْ شِقَاقِي أَنْ يُصِيبَكُمْ مِثْلُ مَا أَصَابَ قَوْمَ نُوحٍ أَوْ قَوْمَ هُودٍ أَوْ قَوْمَ صَالِحٍ وَمَا قَوْمُ لُوطٍ مِنْكُمْ بِبَعِيدٍ (89)) هود.

    که چیري کومي ډلي له تاسو څخه پرهغه شي باندي ایمان راوړ،کوم چی زه پري رالیږل شوي یم ،او کومي بلي ډلي ایمان رانه وُړنوبیا ترهغي پوري صبر وکړي ترڅو چي پاک الله زموږ اوتاسو ترمنځ حکم وُکوي داځکه چي هغه ترټولوحاکمانوڅخه خیر او ښه ده.

٭( وَإِنْ كَانَ طَائِفَةٌ مِنْكُمْ آَمَنُوا بِالَّذِي أُرْسِلْتُ بِهِ وَطَائِفَةٌ لَمْ يُؤْمِنُوا فَاصْبِرُوا حَتَّى يَحْكُمَ اللَّهُ بَيْنَنَا وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ (87) ) الاعراف.

   4/ دباطل لورته: 

    دشعیب(ع)له قوم څخه ځینو کبرجني اومغروري راواخسته،او شعیب(ع)ته یي وُویل چي اِي شعیبه(ع)زموږه دسوګند وي که چیرې ته او کوم چي په تا باندې یي ایمان راوړي دی، که زموږ لارېیا دین ته را ونه ګرځیدي نو موږ به تاسو ټول له کلي څخه وشړلو،شعیب (ع) ورته وویل چي که څه هم دا کار زموږ په خوښه نوي؟ (قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا مِنْ قَوْمِهِ لَنُخْرِجَنَّكَ يَا شُعَيْبُ وَالَّذِينَ آَمَنُوا مَعَكَ مِنْ قَرْيَتِنَا أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا قَالَ أَوَلَوْ كُنَّا كَارِهِينَ (88)) الاعراف .

     شعیب(ع) ورته وویل چي موږ به لوي څښتن تالا ته دې دروغو لوز ورکړي وي که چیري ستاسو دين ته بیرته دروګرځیدو،ورسته له د ینه چي موږیي ستاسو له باطلېو او بدبختوعقیدو څخه راوُوَیستو نو بیا به ځنګه بیرته پکښي ور ننووځو؟یو ازي په هغه صورت کي که دالله(ج) غوښتنه وي داځکه چي هغه په ټولو شیانو پوره پوه لري .نوموږه په خپل څښتن تالا توکل کړي ،او له هغه نه به غوښتنه کوو چي: اي زموږ ه الله (ج)زموږ او زموږ دقام ترمنځ په حق سره خلاصون قضا وت وکړه،او ته ترټولو ښه خلاصونکي یي.  

 (قَدِ افْتَرَيْنَا عَلَى اللَّهِ كَذِبًا إِنْ عُدْنَا فِي مِلَّتِكُمْ بَعْدَ إِذْ نَجَّانَا اللَّهُ مِنْهَا وَمَا يَكُونُ لَنَا أَنْ نَعُودَ فِيهَا إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّنَا وَسِعَ رَبُّنَا كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا عَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْنَا رَبَّنَا افْتَحْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ قَوْمِنَا بِالْحَقِّ وَأَنْتَ خَيْرُ الْفَاتِحِينَ (89)) الاعراف.

    هغوي وویل چي یا شعیبه(ع) کوم شي چي ته وایي موږ په هغه باندي ډیر نه پوهیږو، او موږه تا په خپل منځ کي کمزوري وینو، که چیري ستا ټبروخپلوان نه واي موږ به ته په تیږو ویشتلو وژلي وې، اوته په موږ باندي دومره ګران هم نه یي اونه موږته کوم ګرا نښت لري.91هود

 (قَالُوا يَا شُعَيْبُ مَا نَفْقَهُ كَثِيرًا مِمَّا تَقُولُ وَإِنَّا لَنَرَاكَ فِينَا ضَعِيفًا وَلَوْلَا رَهْطُكَ لَرَجَمْنَاكَ وَمَا أَنْتَ عَلَيْنَا بِعَزِيزٍ (91)) هود.

 

 

 

    شعیب (ع) ورته وویليي أیا زما ټبروکورني ترالله(ج) نه تاسوته  بهتره وګرانتره دي؟

 (قَالَ يَا قَوْمِ أَرَهْطِي أَعَزُّ عَلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَاتَّخَذْتُمُوهُ وَرَاءَكُمْ ظِهْرِيًّا إِنَّ رَبِّي بِمَا تَعْمَلُونَ مُحِيطٌ (92)) هود.

    ځني دهغه له قوم څخه چي کافران شول، هغوکسانو ته چي ایمان یي راوړ ورته وُویل که چیري تاسو په شعیب پوسي روان شوي ،او دهغه تابعت مووکړ،نوتاسو به هر څه بایللی وي اوهیڅ فایده به ونکړي 89الاعراف

 (وَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ لَئِنِ اتَّبَعْتُمْ شُعَيْبًا إِنَّكُمْ إِذًا لَخَاسِرُونَ (90)) الاعراف.

   ورسته شعیب ورته ووویل تاسو په خپل کارکي او زه خپل کارکي کا رکونکي یو، ورسته به پو شي چي پاک الله(ج) چاته عذاب روکوي او بي پته کوي یي،او وُبه ګوري او زه به له تاسو سره هم لیدونکي یم چي څوک درغجن دی.

 (وَيَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَى مَكَانَتِكُمْ إِنِّي عَامِلٌ سَوْفَ تَعْلَمُونَ مَنْ يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَمَنْ هُوَ كَاذِبٌ وَارْتَقِبُوا إِنِّي مَعَكُمْ رَقِيبٌ (93)) هود.

 

4/ تورلګول:

    ترډیري لانجي او زیاتو خبرو اتروڅخه ورسته دشعیب(ع) د قوم دصبرکاسه نسکوره شوه اوهغه ته وویل چي  ته له جوګیانو او ساحرانو څخه یي، ته لکه موږ غوندي انسان یي، او موږ په تاباندي ګمان کووچي ته له دروغجنوڅخه یي ،که چیري رښتیا ویونکي یي نو الله(ج) ته دې وُوایه چي په موږ باندي له اسما نه بلاء راکوزه کړي.

 (قَالُوا إِنَّمَا أَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِينَ (185) وَمَا أَنْتَ إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُنَا وَإِنْ نَظُنُّكَ لَمِنَ الْكَاذِبِينَ (186) فَأَسْقِطْ عَلَيْنَا كِسَفًا مِنَ السَّمَاءِ إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ (187)) لشعراء

    نورنو شعیب(ع) نا اومید شو، او هغوی ته یي وویل چي زما رب(ج) په هغو کارو وغوښتنو ډیر ښه پو هیږي کومي تاسو یي کوي.

(قَالَ رَبِّي أَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُونَ (188)) الشعراء

    هرڅومره چي شعیب(ع)خپل قوم دیوه الله عبادت کولو او نیکاري ته راغوشتل، دوی هیڅ دهغه خبري وانه وریدې ،اوهرڅومره یي چي دوي له بدکاري نه لري کول، دوي هیڅ لري نه شول، او هرځومره به چي شعیب(ع) دوي په ادبي واخلاقي اسلوب باندی مخا طب کړل،دوي به په ډیره بي ادبي او رشخندي سره هغه ته بیرته ځواب ورکاوه.

    کله شعیب (ع) ددوی په لار ښوونه کي ناکام پاټي شو، اوویي نشو کولاي چي ددوي ږوند اصلاح کړي، نور یي نو ددوي امر پاک الله ته پریښود ،چي یا ورته هدایت ورکړي او یایي په جزاءاو سزا باندي ورسوي، هدایت خو دوی ونه مانه ،نوجزاء راتلل دوی ته حتمي شوه چي باید دخپلو کارونو پایله وُوِني.

5/ ســـــــــزا:

 

   پاک الله (ج) په دوی باندې اوو-7- ورځي هوا بنده کړه، دوی دزیاتي تودوخېاو ګرمي له آمله ټول له کوروڅخه ووتل،او هغي لوي وني – الأیکه – ته ورغلل چي دې دوی- الاه – دوی به یي عبادت کاوه ،او دهغې تر سوري لاندې به کیښناستل،  ،او غوښتنه به یي ورڅخه کوله چي له دوی څخه دګرمي کړا و وعذاب پورته کړي، ورسته بیا داسمان په افق کي تورې وریځې راښکاره شوې، دوی ورته ډیر خوشحال شول،او داګمان یي کاوه چي او س به دخیر باران وشي او ګرمي به ختم شي، مګر په اسمان کي دالله(ج) دغوسي غورڅنګ وشو، ځمکه په لړزیدو شوه، تندر وبریښنا او دخورا کړندي باران په دوی باندې دتورې شپې تورتم جوړ شو، چي دوی ټول په خپلو کورو کي دبریښنا وتندر له بیرې او اور سوزونې څخه ټو ل داسي تباه شول چي په ګونډو باندې ناست وه، او دې تیښتې ځای نه ورته پیداکیده، چي باک الله(ج) دې دوی دتباهي منظر په قرآن کریم کي په ډیرو آیاتو کي تصویر کړي، چي له هغو څخه به یو څو راواخلو:

1-   کله چي دوی شعیب(ع) دوغجن وباله، نو دوي درڼا ورځې تورې تیاري واخستل ا و تباه یي کړل، چی تابه ویل دقیامت دلوی ورځې عذاب ووه.

(فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمْ عَذَابُ يَوْمِ الظُّلَّةِ إِنَّهُ كَانَ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ (189))الشعراء

2-   دوی دځمکي سخت ټکان او ښوریدو ونیول، چي سبا شو ټول له بیرې وډار څخه په خپلو کوروکي  مړه وتباه شوي ووه،

(فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ (91))

6/ دباطل پایله:    

کله چي کراري شوه ،شعیب(ع) او دهغه ملګري مؤمنان راغلل چي وګوري څه وشول؟

ګوري چي اوازونه نه اوریدل کیږي، او کورونه او خلک نه لیدل کیږي ، هرڅه وران شوې او تباه شوی دي،او هرلورته بي ساه ځانونه لت پت پراته لیدل کیږي.

    شعیب(ع) دهغوي په مړوځانوباندي ودریده،که څه هم دافسوس وخفګان ځاي ده،    مګرشعیب (ع) وُویل چي زه څنګه په کافرقام پوسي خفه شم ،چی مابه دالله پیغام ورته ښکاره کاوه او نصحت به مي ورته کاوه او دوي به سرغړونه کوله ،اوزما په خبرو به یي مسخرې کولې، او راته جوګي ولیونئ به یي ویل،او ددروغجنو ګمان به یي راباندې کاوه، دا وه دپاک الله(ج) پریکړه چي دحق وباطل په منځ کي یي وکړه.

 (فَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ فَكَيْفَ آَسَى عَلَى قَوْمٍ كَافِرِينَ (93)) الاعراف

7/ پای:

   په دې ډول باندي شعیب(ع) ته پاک الله(ع) تر ډیرو کړاوو څخه ورسته دظالمانو په تباهي باندې بریالیتوب ورنسیب کړ، مګر دې ده دمړینې او دقبر دځای په اړوند کوم ما لو ما ت نشته لکه څنکه چي پاک الله(ج) وایي: ( وماتدري نفس بأي ارض تموت).

                                                      صدق الله اعظیم

 

  لیکوال: استاذ علي خان صافي. 

 

 

 

 

    

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button