د شاه غازي امان الله خان درې ستر آرمانونه

(د پوهنې تعميم، ملي وحدت او دقانون تطبيق)
د خپلواکۍ د (101) کاليزې پۀ ویاړ!
ليکوال: کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني
ژباړن : سيلانی
سږ کال د اسد ۲۸،چې د خپلواکۍ د بېرته اخستلو لۀ (۱۰۱) کاليزې سره سمون خوري، کېداشي د ښاغلي جمهور رئيس غني په امر د دارالمان پۀ قصر کې د کرزي او رباني د دورې پۀ پرتله د خپلواکۍ جشن پۀ ډېرو شاندارو مراسمو سره ونمانځل شي. نو پۀ دې اساس دغه ملي جشن خپلو ټولو هېواد والو ته هر چېرې چې وي، د زړۀ لۀ کومي مبارکي وايم او د خپلواکۍ د لارې ټولو شهيدانو ته درود او سلام وړاندې کوم.
خپلواکي هغه با ارزښته ملغلره ده، چې خلک هغه د وينو پۀ بيه تر لاسه کوي، ځکه ورته د خپل ځان پۀ بيه ګران او درنښت يې کوي. زموږ پۀ هېواد کې د خپلواکۍ جشن لۀ کورنيو جګړو مخکې هر کال د يوې اونۍ لۀ پاره نمانځل کېدۀ او زموږ خلکو لۀ دغۀ جشن څخه پۀ ډېرې خوشحالۍ سره نمانځنه کوله. مګر د داود خان د واکمنۍ لۀ پرزېدو وروسته دا لړۍ تته شوه، چې د کرزي پۀ واکمنۍ کې دا جشن د هېرېدولو پۀ حالت کې و.
د هېواد د خپلواکۍ د نمانځنې پۀ بهير کې هغه نوم چې د هېواد لۀ خپلواکۍ سره نۀ شلېدونکې اړيکې لري، هغه نوم د شاه غازي امان خان دی. هېڅ با وجدانه او هېواد پال افغان به پيدا نشي چې د هېواد خپلوااکۍ ته درنښت ونکړي او ورسره هم مهاله د آزادي غوښتونکي رهبر شاه امان الله خان پۀ فکر کې نشي او د هغۀ ملي شخصيت ته درنښت ونۀ کړي.
پر افغانانو د شاه غازي امان الله خان کوچنی حق، د هېواد د بشپړې سياسي خپلواکۍ تر لاسه کول دي. لۀ شک پرته کۀ نوموړي افغانان د هېواد د خپلواکۍ د ترلاسه کولو پۀ موخه د انلګيسانو پر وړاندې نۀ وی رابللي او د خپل پلار پۀ شان د انګيسانو ترڅنګ ولاړ وی، نو د ژوند تر پايه به د افغانسان واکمن و او تر کومې مودې چې انګليسانو نه وی غوښتی، نو د هغۀ پر وړاندې به هېچ څوک درېدلی هم نشوی.
مګر هغه د خپل هېواد او خلکو لۀ پرمختک اوخپلواکۍ سره بې سارې مينه درلوده او هغۀ دغه تاج و تخت د خپل هېواد او خلکو د آزادۍ پۀ لاره کې نذرانه کړل. هغۀ پخپله لومړنۍ وينا کې چې د کابل پۀ مراد خانۍ ميدان کې يې پۀ ۱۹۱۹ ز کال د فبرورۍ پۀ ۲۴ نېټه کې هېواد والو ته وکړه، پۀ خپلو ويناوو کې يې د هېواد او هېواد والو پر بشپړې خپلواکۍ تاکيد وکړ او خپله واکمني يې د هېواد پۀ بشپړې خپلواکۍ پورې مشروط وګڼله او ويې ويل:
(( ګرانو هېوادوالو! زۀ تر هغۀ وخته پورې دا نظامي جامې لۀ ځانه نۀ وباسم ، ترڅو مې چې خپل ګران هېواد ته د خپلواکۍ جامې نۀ وي جوړې کړي! زۀ دا توره تر هغه وخته په خپل پوښ کې نۀ ږدم، ترڅو چې غاصبينو زما د هېواد والود حق بېرته نۀ وي ورکړی! اې زما ګرانو هېواد والو او سرښندونکو سربازانو! راځئ خپل وياړلي سرونه د هېواد دخلاصون لۀ پاره قرباني کړو، او پۀ خپلو ټولو شته امکاناتو دا هېواد وژغورو)) ( سراج التواريخ، ۴ ټوک، دريمه برخه، ۶۶۷ مخ)
د خپلواکۍ غوښتونکي شاه دغه ويناوې د پوځيانو او کابل مېشته هېواد والو لۀ خوا پۀ غريو او د الله اکبر د نارو پۀ کولو سره بدرګه شوې، د هېواد پر وړاندې د شاه غازي امان الله خان د دغۀ نۀ ماتېدونکی اوسپنيز هوډ پايله، د هېواد والو ملاتړ او د هېواد د بشپړې سياسي خپلواکۍ د ترلاسه کولو لامل شو.
شاه امان الله خان د راولپندۍ د سولې دتړون لۀ توشيح وروسته پۀ ۱۲۹۸ ل کال د اسد پۀ ۲۸ نېټه پۀ زرافشان ماڼۍ کې، چې د کابل د زر نګار پارک تر څېرمه واقع ده، د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ ورځ رسمآ اعلان کړه او ګډونوالو ته يې وويل:
(( اې زما مصمم ملته! تاسو ته په ياد دي، چې ما د خپلې واکمنۍ په پيل کې ستاسو تاج او واکمني د افغانستان د خپلواکۍ دبېرته اخستلو په شرط پر خپل سر کښېښود… زه د ستر څښتن تعالی شکر ادا کوم چې خپلې موخې ته ورسېدم، نن د ترکيې، آلمان، برتانيې، روسيې، اتريش او بخارا حکومتونه زموږ خپلواکي په رسميت پېژني. زه ددې سترې بريا مبارکي تاسو ټولو ته وړاندې کوم.( دحاضرينو ستاينه او خوښني: زنده باد شاه…) شاه د خپلو ويناوو په يوې برخه کې وويل : (( اې ملته! د الله (ج)او هېواد لپاره د پوهې د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړئ، ځکه يوازې د پوهې له لارې موږ کولی شو خپلو دیيني او دنيوي برياوو ته ورسېږو. يو ناپوهه کس نه شي کول خپل رب وپېژني.)) وروسته له دې شاه امان الله خان په ټول هېواد کې د پوهنې د تعميم او د ښوونځيو په جوړولو لاس پورې کړ او له خلکو يې وغوښتل تر څو خپل اولادونه د پوهې د تر لاسه کولو په مخه ښوونځيو ته واستوي.
د ملي وحدت ساتنه
د سياسي خپلواکۍ له لاسته راوړلو وروسته، شاه امان الله خان او د هغه مشروطه غوښتونکو ملګرو دټولنې د روسته پاتې والي او بدلون په موخه يو لړ اصلاحاتو ته لاس په کار شول، چې د ټولو په سر کې د ملي وحدت ساتنه وه. شاه امان الله خان له ټولو مسائلو مخکې د هېواد د ملي وحت مسئلې ته ځانګړې پاملرنه وکړه او په ډېره عاقلانه توګه يې دافغانستان د وګړو ملي وحدت په مساويانه توګه د قانون پر وړاندې په حرکت را ويست. په لومړنيو ټولنيزو اصلاحاتو کې د اماني دولت تر ټولو اړينه کړنه، د افغانستان د اساسي قانون طرحه او تصويب و.
دغه اساسي قانون په ۱۳۰۱ ل کال د جلال آباد په لويه جرګه کې، چې د شاه امان الله خان په رياست جوړه شوې وه، تربحث لاندې ونيول شوه او وروسته تصويب شو. په دې کار سره افغانستان په خپل ۵۰۰۰ زره کلن تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د يو داسې اساسي قانون څښتن شو، چې پر ټولو لوړو انساني حقونو ولاړ و.
د دغه اساسي قانون، دحقونو په عمومي څپرکي کې داسې راغلي: د ځانګړې خپلواکۍ او انډولتوب اصول، د مريتوب او برده ګۍ له منځه وړل، د رسنيو خپلواکي، د کار او مسلک آزادي، د ځانګړي ملکيت او ځای مصئونيت او غضب مخنيوی، د غير قانوني ربړولو او شکنجې له منځه وړل او دې ته ورته نور ډېر اړين موضوعات پکې ځای پر ځای شوي و. ( مواد : ۹ و۱۰و ۲۴،۲۲ )
د نوموړي قانون په ۱۶ ماده کې ليکل شوي و: (( د افغانستان ټول اتباع د شريعت او د دولت د قوانينو پر بنسټ له مساوي حقوقو څخه برخمن دي.)) همدارنګه د دغه اساسي قانون په يولسمه ماده کې راغلي و: (( په افغانستان کې د مريتوب او برده ګۍ اصول بلکل موقوف شوي دي.)) ددغې مادې دحکم پر بنسټ ۷۰۰ هزاره مريان او کنيزې په کابل ښار کې د خپلو اربابانو له کورونونه څخه ووتل. همداو چې د نورو ټبرونو او وګړو په پرتله ډېر هزاره ګان د شاه امان الله په ملاتړ را پورته شول، چې برعکس همدوي د ټولو ټبرونو او وګړو په پرتله ډېر د سقاوي رژيم تر غضب او ربړو لاندې راغلل.
د ډنمارکي څېړونکي او استاد په خبره : (( په دغه اساسي قانون کې د افغانانو لپاره د هغو حقوقو وړاندوينه شوې وه، چې په غربي لېبرالي قوانينو کې يې هم شتونو درلود. ملي هويت د (( افغان )) په توګه د قوانينو په ساتنې سره د ټولو لپاره مساوي او يو ډول تأمينېدل. دغه قوانين په افغانستان کې انقلابي و، نه يوازې داچې د وګړو د مدني حقونو غوښتنه يې کوله، بلکې د دولت د دستګاوو سمون او دکابينې اصل مسؤوليت يې ورته په نښه کو. په همدې دليل يې د پادشاه واک محدوداو او قانون ته يې تابع کو( ۷ ماده ) په افغانستان کې د راديکال مقاطعه د مروجو شخصي او استبدادي حاکميتونو څخه و.)) ( استاد اولسن، اسلام وسياست در افغانستان، ترجمه خليل الله زمر، ۱۹۹۹ دنمارک، ص ۱۱۴، ۱۲۴ )
مير غلام محمد غبار شاهدي ورکوي، چې د نوموړي اساسي قانون د موادو روح دا و، چې په عمل کې پلي کېده او د دروغو و چل له ککړتيا ځخه پاک و. هغه داچې د اماميه مذهب تکيه خانې، مذهبي مراسم او پيران يې عملآ ازاد شول. د کندهار، غزني،جلال اباد او دکابل د معارف د انجمن د مشورو په غونډو کې د هندوانو يو يو انتخابي استازي شامل او د ادارو په چارو کې سهيم شول. دهندوانو اولادونه په ملکي او نظامي ( په حربيه او حبيبه ښوونځيو کې ) و منل شول او نور د خلکو ترمنځ ژبني، قومي، مذهبي تبعيض وتفريق نه موجود. د محمد زاييو قبيلي، خپلوي او د روحانيون مياشتنی امتياز له منځه لاړ او ټول وګړي د حقوقو په لحاظ سره مساوي شول.( غبار،افغانستان درمسير تاريخ۱،ص ۷۹۳)
شاه امان الله خان د خلکو په يوالي او د ملي وحدت په ارزښت ډېر ښه پوه شوی و، هېڅکله يې نه غوښتل چې پرته له احساسه دهغه په هکله خبرې وکړي. د کندهار په سفر کې چې په ۱۳۰۴ ل کال د لړم په ۷ د جمعې په ورځ، چې د جمعې لمونځ د شاه په امامت ترسره شو، د خرقه مبارک په جومات کې يې د جمعې لمونځ د خطبې د ايراد په يوه برخه کې د خلکو د يوالي په هکله وويل : (( هر څوک چې افغانستان کې اوسيږي پرته له استثنا ورته افغان ويل کيږي، نو د دراني، غلځايي، اڅکزايي يا (( اوپره)) يادول څه معنا لري؟ موږ ټول انسانان او مسلمانان يو، بايد ملي يوالی ولرو او د هېواد د بهرني او کورني دښمن پر وړاندې يو موټی شو. زما پر وړاندې ټول هغه وګړي چې افغانستان کې ژوند کوي د ورور په شان دي.)) ( حاکميت قانون در افغانستان، خطبه های نماز جمعه از طرف شاه )
کله چې شاه امان الله خان له واکمنۍ څخه لاس په سر شو او د کابل ارګ يې کندهار ته د تګ په موخه پرېښود، نو هزاروو زړورو وګړو د ميدان وردګ، کندهار، تګاب غوربند او نور وګړو په شان د اماني دورې د عدالت، راسته راوړنو او د اماني سلطنت د تاج و تخت د ساتنې په موخه ۷ مياشتې له مالي او ځاني سرښندنې دريغ ونه کړ، مګر هغه هېواد پاله شاه چې نه غوښتل واکمني په زور او د خلکو د وينو په تويلو سره ترلاسه کړي، همدا و چې هېواد يې د تل لپاره پرېښود. دا په داسې حال کې ده ، چې افغانانو د ۱۳۰۸ ل کال د ميزان تر ۲۳ نېټې پورې چې حبيب الله کلکانې د کابل له ارګ څخه و تښتېده او نادرخان واکمنۍ ته ورسېد، په دې فکر کې و،چې دا ټولې سرښندې د شاه د بېرته راتګ لپاره دي، نه د ناردخان د و اکمن کېدلو لپاره.
د يو سياسي رهبر لپاره که هغه شاه وي، که رئيس جمهور وي که امير وي له دې ستر وياړ نور نشته چې د بهرني او کورني دسایسو له امله د واک له سره څنډې ته کيږي او ملت يې پرته له کوم امتياز څخه ۷ مياشتې دده لپاره سر ورکوي خو سنګر نه ورکوي. هغه شخص چې دغه وياړ ور په برخه دی هغه شاه غازي امان الله خان دی.
۱۵/۸/۲۰۱۹
ماخذونه
سراج التواريخ، ۴ ټوک، دريمه برخه، ۶۶۷ مخ
د افغانستان اساسي قانون: (( مواد : ۹ و۱۰و ۲۴،۲۲ )
استاد اولسن، اسلام وسياست در افغانستان، ترجمه خليل الله زمر، ۱۹۹۹ دنمارک، ص ۱۱۴، ۱۲۴
غبار،افغانستان درمسير تاريخ۱،ص ۷۹۳

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button