د شاه امان الله خان د مرگ کیسه(دریمه برخه)

د شاه امان الله خان د مرگ کیسه

  • پاینده څرګند
  • بي بي سي، لندن
  • تېر کال مو د دې رپوټونو د لړۍ په لومړۍ او دویمه برخه کې وویل چې د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان لور شاهزادۍ هندیه په لندن کې د بي بي سي دفتر د کتنې پرمهال، د خپل پلار او مور ملکې ثریا په اړه ځینې کیسې وکړې چې تر اوسه کله نه دي خپرې شوي.

    شهزادۍ په کور دننه د امان الله خان د عادتونو کیسه وکړه، پر کلکې دیني عقیدې یې وغږېده او هغه مازدیګرونه یې یاد کړل چې پلار به یې افغانستان پسې اوښکې تویولې. دا یې روښانه کړه چې امان الله خان پوهېده چې پرځولو کې یې د انګلیسانو لاس و او په کور دننه یې خلک د ده پرضد پارول او د دروغو تبلیغات یې روان کړي ول.

    Grey line

    درېمه برخه:

    ‘پلار به دې له لوی تاج سره هلته (د افغانستان پر لور) ځي’ دا هغه وړاند وینه وه چې په ۱۹۵۸ زېږدیز کال کې د ایران په مشهد کې یوه ړانده صوفي شهزادۍ هندیې ته کړې وه، خو هغې نه د امان الله خان د مړینې تعبیر ترې اېستلی و، او نه یې هم فکر کاوه چې پلار دې یې ‘له لوی تاج سره ‘ د پاچا په توګه افغانستان ته ستون شي. دا هغه وخت دی چې امان الله خان په ایټالیا کې جلا وطنی دی و او د شهزادۍ هندیې په خبره هېواد یې ډېر یادېده.

    شهزادۍ هندیه

    شاه امان الله خان چې تر لس کلنې واکمنۍ وروسته افغانستان پرېښود، بیا یې وطن په ژوندوني ونه لید.
    >شهزادۍ هندیه چې د بي بي سي دفتر ته راغلې وه، زموږ له هغو پوښتنو چې مطرح کول یې ګران ول، یوه یې د شاه امان الله خان د مړینې څرنګوالی و. او زموږ اندېښنه پرځای وه، ځکه نژدې شپږ لسیزې وروسته هم د امان الله خان د مړینې کیسې پر دواړو شهزادۍ او موږ خپګان خپور کړ.

    دارالامان

    ما چې کله د شاه امان الله خان د اوښکو تویولو پوښتنه ترې وکړه او ویې ویل چې “ماته ژړا رانشي” نو غوښتل مې چې پوښتنې بندې کړم، خو په شهزادۍ کې د پلار نښې نښانې شته او د غمجنو کیسو له پړاوه بې ژړا ووتله.

    د پاچا د مړینې وړاندوینه

    د امان الله خان د مړینې لامل ناروغي وه خو پر شهزادۍ هندیې دوو نورو مسلو هم ژور اغېز پرې ایښی، تر مړینې وړاندې د یوه ګونګي او ړانده سپین ږیري وړاندوینې او له مرګه وروسته افغانستان ته د پلار د مړي لېږد او خښول.

    امان الله


    د امان الله خان د مړینې وړاندوینې د کیسې پرمهال داسې ښکارېدل لکه د شهزادۍ هنديې د سترګو وړاندې چې هماغه سپین ږیری مجسم شوی او غږېدلی وي. شهزادۍ وايي‌ دغه کس صوفي‌ او نوراني‌ شخصیت و. هغې وویل “ګنګیان هم غږ لري” چې ښايي د له کبله د هغه سپین ږیري غږ د هندیې په مغزو کې تر اوسه پاتې دی.

    دا د هغه مهال کیسه ده کله چې شهزادۍ د یوې مودې لپاره د ایران په مشهد ښار کې مېشته وه. نو ویل یې “یو ځل مې له خپل ایراني مېړه مې وغوښتل چې موږ ته خپلې ځمکې راوښيي. په راستنېدو کې د سړک پرغاړه یو ړوند سپین ږیری له لکړې سره روان و. دا ۱۹۵۸ کال و. یو کشر هلکی هم ورسره و. له دې چې دوی غریبانان ول موږ وغوښتل چې دوی ته پیسې ورکړو. موټر مو ورته ودراوه. دا سپین ږیری یوازې ړوند نه چې ګونګی هم و. خو دا هلکی یې په حرکتونو پوهېده.”

    د شهزادۍ هندیې لا ډېر پام سپین ږيري ته هغه مهال واوښت چې په خپلو اشارو یې وروښودل چې ګواکې د دې او د پلار ټولنیز موقف یې ورمعلوم شو.

    له سپین ږيري سره ولاړ هلک شهزادۍ ته د هغه د اشارو مطلب ووایه چې “دی وايي، دغه نجلۍ چې په موټر کې ده، کوچنی تاج یې پر سر دی خو پلار یې لوی تاج لري.”

    دلته و چې سپین ږيري په خپل ‘عجیب غږ’ او اشارې شهزادۍ ته هغه سوچ ور واچوه چې تر نن یې یادوي.

    ” ګنګیان هم غږ لري او د دې سړي هم یو عجیب او غریب غږ و، نو خپل لاس یې داسې (د افغانستان پر لور) کړ چې… دوه کاله وروسته هلته ځي. هغه سړی، له لوی تاج سره په الوتکه کې هغې خواته ځي.”

    افغانستان


    هندیه وايي “ما ویل، دا به څنګه شونې وي چې پلار به مې بیا پاچا کېږي او افغانستان ته به ځي. هغه هم په الوتکه کې چې چندان یې نه خوښېدله.”

    خو د ګونګي او ړانده سپین ږيري اشارې کلونه ونیول چې شهزادۍ هندیه یې په تعبیر پوه شوه. روحاني سړي په ژوندوني نه بلکې په مړینې یې وطن ته د “لوی تاج” د ستنېدلو وړاندوینه کړې وه.

    د ویډیو تشریح،

    شهزادۍ هندیې په بي بي سي د هغه ړانده صوفي کیسه وکړه چې د امان الله خان د مړینې وړاندوینه یې کړې وه.

    شهزادۍ په داسې حال کې چې ستونی یې ډک شو ویې ویل: “بالاخره وروسته له دوو کلونو پلار مې مړ شو او له خپل لوی تاج سره په الوتکه کې افغانستان ته ولاړ.”

    جلاوطني او غریبه شاهي کورنۍ

    امان الله خان چې په کندهار کې پرېکړه وکړه چې د ځواک پر سر جګړه نه کوي او د هېواد پرېښودو ته یې ترجیح ورکړه، له خپلې کورنۍ سره د ایټالیا پلازمېنې روم ته ولاړ.‌ د څو محدودو ورځو لپاره په روم کې د افغانستان د سفارت په ودانۍ کې پاتې شو خو له هغه ځایه یې د اېستلو امر وشو.

    له بي‌بي‌سي‌ سره په لومړنیو مرکو کې شهزادۍ هندیې وویل “موږ د خوړلو لپاره یو څه درلودل خو وروسته کم شول، ځکه موږ ۹ کسان وو. که څه هم مور مې ملکه وه، خو د روم تور بازار ته به تلله او زموږ لپاره به یې د ډوډۍ تابیا کوله، خو کمه او غریبانه ډوډۍ.”

    امان الله خان King Amanullah Khan


    له کړاوه د ډکو ورځو تر تېرولو وروسته شهزادۍ وايي چې په روم کې د یوې مودې لپاره هوسا ول، خو د مور او پلار تر مړینې وروسته پر دې، خویندو او وروڼو یې روزګار تریخ شو. دا هغه ورځې ورپه یادوي چې “نهه کسان به تش دسترخوان ته” ناست ول.

    هندیه چې ۳۹ کاله له مور سره وه وايي چې ملکه ثریا د افغانستان له وضعیته ډېره کړېده او تل به یې له اروپايي‌هېوادونو سره پرتله کاوه.

    شهزادۍ وايي مور یې د سرطان ناروغي او جلاوطنۍ ووژله. دا د هغو شپو کیسه کوي‌ چې تر سهاره به د مور سر ته ناسته وه او مور ته د خدمت دا شپې ورځې د خپل ژوند تر ټولو ښې شېبې بولي.
    د شهزادۍ په وینا، مور یې ملکې ثریا د ژوند په وروستیو کې سخت ارمان درلوده، چې شین رنګی کمیس ولري خو دغه ارمان یې ترمرګه پوره نه شو.

    د پاچا مرګ

    د ۱۹۶۰ کال د اپرېل پر ۲۵ د سویس زوریخ ښار په یوه روغتون کې امان الله خان ساه ورکړه. “افغان سفیرانو د افغانستان دولت ته احوال ورکړ” خو شهزادۍ هندیه وايي چې افغان دولت “هم نه پوهېده چې څه وکړي.”

    د پاچا له مړینې وروسته ‘پاکستان چې له ملکې ثریا غوښتنه وکړه چې امان الله خان دې پکې خښ شي’ د شهزادۍ په وینا”د افغانستان دولت خجالت واېست که څنګه، ویې ویل چې رایې وړئ خو جلال آباد ته.”

    افغان تاریخپوه ډاکتر اعظم سیستاني وايي امان الله خان دومره پر خلکو ګران و چې “پر هغه ورځ چې یې د مړینې خبر خپور شو، هغه ورځپاڼه چې په دوو روپیو وه قیمت یې څلوېښتو ته ورسېد. که څه هم ډېر معلومات پکې نه ول، یوازې همدومره پکې لیکلي‌ شوي ول چې کله او چېرې امان الله خان وفات شو او عکس یې ورسره خپور شوی و. نوم یې ورځپاڼه متبرک سند ګرځولې وه.”

    د شاه مړی

    ‘خپګیان او پښېماني’ هغه دوه احساسه ول چې د ښاغلي سیستاني‌ په خبره په خلکو کې لا ډېر پیدا شول.‌ د ده په وینا د امان الله خان له مړینې سره “خلک متوجه شول چې وغولېدل. عادل، زړه سواندی، د ښځو د زدکړې ملاتړی او مترقي او پر معارف مین پاچا یې له لاسه ورکړ، یو شمېر خلکو افسوس کاوه چې ولې یې پر ضد ودرېدل.”

    >امان الله خان یوازې افغانستان پورې محدود نه و. د ښاغلي سیستاني‌ په وینا په پښتونخوا کې امان الله خان ته ارادت آن د انګریز چارواکو پام ځان ته ور اړولی و چې په اړه یې لیکلي دي او تر هغه ورهاخوا بیا “د هند مسلمانانو هم امان الله خان خپل پاچا ګاڼه”.

    پاکستان چې د امان الله خان د مړینې پر کال ۱۳ کلن و، د شهزادۍ په وینا، ډېر لېوال و چې امان الله خان پکې خښ شي، خو ملکې ثریا ته دا سره کرښه وه.

    هندیه کیسه کوي “کله چې شاه امان الله خان وفات شو سفیرانو د افغانستان دولت ته احوال ورکړ. هغوی هم نه پوهېدل چې څه وکړي. پاکستان د دې لپاره چې افغانان ځوروي… نو کله چې پاکستان مې مور ته احوال واستاوه چې که د شاه امان الله خان مړی پاکستان ته راوړئ، موږ به ډېر څه ورته جوړ کړو، نو مور مې دا وړاندیز ونه مانه. تر دې چې یې پاکستان ته یوسي مور مې خوشحاله وه چې د مراکشي پوځیانو په هدیره کې یې خښ کړي.‌ کله چې د پاکستان خبره وشوه، نه پوهېږم چې د افغانستان دولت خجالت واېست که څنګه، ویې ویل چې رایې وړئ خو جلال آباد ته. هغه مهال د آریانا الوتکې تر روم راتللې، نو بیا یې د آریانا په الوتکه کې یووړ چې ورور مې، کاکا مې او خوریي مې، دې درېو سړيو د کندهار له لارې زما د پلار مړی ولېږداوه. خو له ډاره یې جنازه کابل ته یونه وړه، مستقاً یې جلال اباد ته یووړ.”

    د امان الله خان د جنازې مراسمو ته نه یوازې له افغانستانه چې له پښتونخوا هم د خان عبدالغفار خان په ګډون مخورو او مشرانو ځانونه رسولي ول. د فاتحې مراسم یې د کابل پُل خشتي جومات کې ونیول شول چې پر ټغر ناستو کې د ډېرو پام د امان الله خان زوی شهزاده حمایت الله ته و. له جوماته د باندې هم ګڼ شمېر خلک یې لیدلو ته ټول شوي‌ ول چې ویې نشو لیدلی.

    د ویډیو تشریح،

    پاکستان چې د امان الله خان د مړینې پر کال ۱۳ کلن و، د شهزادۍ په وینا، ډېر لېوال و چې امان الله خان پکې خښ شي، خو ملکې ثریا ته دا سره کرښه وه.
    د تاریخ په اوږدو کې امان الله خان ته د ډېرو صفتونو نسبت ورکړل شوی خو هغه صفات چې ښايي د ډېرو پرېکړو، کړنو او سوچ تر شا یې ونډه درلودلې وي د شهزادۍ په وینا درې دي چې وايي “د پلار درې وتلي صفتونه مې دا دي چې، وطنپرست و، ملت دوست و او باجرائته سړی و.”

    تاریخ هم د شهزادۍ هندیې د خبرې ګواه دی چې امان الله خان باجرائته پاچا و، خو نه د ملت او ملي ګټو پر وړاندې بلکې د بهرني نیواک پر وړاندې. نن یې د قبر موقعیت د دې لویه بېلګه ده چې په ژوندوني او مړینې د هغه څه لامل نه شو چې ملت له ملت سره او یا حکومت له ملت سره د ده د غوښتنې پر سر په شخړه کښېوځي.

    د پلار تر مړینې یوه ورځ وروسته یې له پوښه اېستلې لوڅه توره شا ته واچوله او له خلکو سره یې ژمنه وکړه چې په هر قیمت چې وي د هېواد او خلکو ګټو ته به ځان وقف کوي. له تورې او تېرې ژبې یې د انګزېزانو پر وړاندې کار واخیست، خو چې خبره د هېواد وه، که څه هم د بهرنیو په لمسون ډېر لږ شمېر خلک یې پر ضد راپورته شول، امان الله خان د دې جرائت ونه کړ چې د ده په خبره د خپل ملت پر وړاندې توره راوباسي. د ژوند تر پایه یې غربت ته ترجیح ورکړه.

    له مړینې وروسته په کابل کې او د عصري افغانستان هیله بخښونکو نښو نښانو شاوخوا خښېدل د امان الله خان وصیت و،‌ خو هغه ارمان یې هم بشپړ نه شو. جنازه یې د وطن پر لور روانه شوه خو د کابل هوا پرې ونه لګېده او په جلال آباد کې د خپل پلار امیر حبیب الله خان څنګ کې خښ کړای شو.

    د پاچا تر مړینې وروسته ملکې لسیزه هم پوره نه کړه او له اوږده کړاوه وروسته ثریا د سرطان ناروغۍ له امله په ۱۹۶۸ کال کې ساه ورکړه. د ملکې جنازه هم چې د شهزادۍ په وینا په ژوندوني یې د افغانستان ارمان کاوه د وطن پر لور وخوځېده خو ځای یې معلوم و، د شاه تر څنګ خښېدله.

    له دې پېښې سره شهزادۍ هندیه د لومړي ځل لپاره افغانستان ته ستنېده او په الوتکه کې د مور د جنازې ترڅنګ ناسته وه. دا کیسه کوي چې “د سهار څلور بجې وې چې پیلوټ وویل، اوس د افغانستان خاورې ته دننه شوو”.

    شهزادۍ د نه زغمل کېدونکي غم پر مهال، د نه تشرېح کېدونکي احساس کیسه کوي او وايي، د افغانستان خاورې ته د ننوتو له اعلان سره “ما ډېر وژړل… اوس مې هم چې یادېږي ژاړم.”

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button