د شاه امان ‎الله خان ژوند او کاري کارلیک ته لنده کتنه

غازي امان ‎الله خان مشهور په شاه امان ‎الله خان د امیر حبیب ‎الله خان دریم زوی او د امیر عبدالرحمان خان لمسی او د امیر دوست محمد خان کړوسی د بارکزي له نسل څخه وو.

هغه د ۱۸۹۲ کال د جون په لومړۍ نېټه د کابل په پغمان کې وزېږېد.

شاه امان ‎الله خان د امیر حبیب ‎الله خان یوازینی زوی وو چې په حربي ښوونځي کې وروزل شو او له پوځ سره‎ یې نږدې اړیکې درلودې.

هغه د ۱۹۱۸ زېږدیز کال په فبرورۍ کې د خپل پلار حبیب ‎الله خان له وژل کېدو څخه وروسته د ۱۹۱۹ کال د فبرورۍ په ۲۸ نېټه واک ته ورسېد.

په ۱۹۱۹ زېږدیز کال کې هغه د ختیځ هند د سرحدي کمپنۍ له ځواکونو سره جګړه وکړه. دغې جګړې چې د خپلواکۍ جګړې او د افغان-انګلیس په دریمې جګړې شهرت درلود د راولپنډۍ له تړون سره پای ته ورسېد او د هغه پر بنسټ برېتانیا افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژنده.

د شاه امان ‎الله خان سلطنت په ۱۹۲۰ زېږدیز کال کې له شوروي او وروسته له اېټالیا، ترکیې او ایران سره د دوستۍ تړون لاسلیک کړ.

وروسته له هغې شاه‎ امان‎ الله په ۱۹۲۱ زېږدیز کال کې د شوروي له دولت سره تړون وتړه او د هرات د کشک، قندهار او کابل د ټلګرافي کرښې امتیاز یې روسیې ته ورکړ.

امان ‎الله خان په ۱۹۲۶ کال کې مشروطه سلطنت اعلان کړ او ځان یې شاه اعلان کړ.

هغه د ۱۹۲۷ کال د دسمبر په ۱۰ نېټه آسیايي، اروپايي او آفریقايي هېوادونو ته شپږ میاشتېنی سفر پیل کړ او په ۱۳۰۷ هجري لمریز کال کې د ایران له لارې افغانستان ته راستون شو او په اصلاحي کړنو یې لاس پورې کړ.

د لویې جرګې په لاره اچونه او د لومړني اساسي قانون تصویب، د غلام ساتنې له ‎منځه تلل، د مشروطه شاهي نظام ټینګول، د قوا بېلتون (تفکیک)، زده‎ کړې ته اړېستنه، په مالي نظام کې د اصلاح راوړل، د جبري کار منعه کېدل، د زده‎ کړې په موخه د هېواد بهر ته د یو شمېر زده ‎کړیالانو استول، په کابل کې د لومړني کتابتون بنسټ اېښودل، د ورځپاڼې لیکنې د پام وړ زیاتوالی او دې ته ورته موضوع‎ ګانې د دغه پېر له اړینو بدلونونو څخه بلل کېږي او په ټوله ‎ییزه توګه د شاه امان‎الله خان له پېر څخه په هېواد کې د یوه ځلاند پېر په توګه یادونه کېږي.

په داسې حال کې چې د هغه اصلاحي کړنې له سخت دریځیو سره مل وې او د خلکو له روحیې سره‎ یې سمون نه ‎درلود، د هغه د سلطنت په وړاندې یې د بلواګرۍ زمینه برابره کړه او حبیب ‎الله کلکاني پر هغه بلوا وکړه او هغه‎ یې لیرې کېدو ته اړ کړ او ایټالیا ته ولاړ.

له شاه امان ‎الله خان څخه د روښانه فکر لرونکي او پرمختګ غوښتونکي شاه په توګه یادونه کېږي او افغانستان د هغه په پېر کې د سترو اصلاحاتو او بدلونونو شاهد وو. بالاخره هغه د ۱۹۶۰ کال د اپرېل په ۲۵ نېټه د سوئیس په زوریخ کې ومړ. د هغه جنازه جلال آباد ته راولېږدول شوه او د خپل پلار د قبر څنګ ته خاورو ته وسپارل شو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button