د سیوان ناسمې خبرې

عبدالمنان توحیدیار

د پخواني شوروي اتحاد، یا پخواني مجاهدینو د جګړو او د ډاکټر نجیب الله د حکومت په وخت کې بنون سیوان د مجاهدینو او ډاکټر نجیب الله ترمنځ د سولې مرکچي و او هڅه یې کوله چې مجاهدین او ډاکټر نجیب سره خبرو ته کینوي چې سوله وکړي او نباید کابل د جګړې په زور ونیول شي.

بنون سیوان تازه له دویچ ویلې سره مرکه کې ویلي چې اوس مهال ډاکټر اشرف غني د ډاکټر نجیب الله په رول کې دی او طالبان د پخواني مجاهدینو په رول کې دي او همغه ډول وضعیت راتلونکی دی.

هغه اندیښنه ښودلې چې روسیې هغه مهال ډاکټر نجیب الله یواځې پريښود او اوس امریکا له لوري ډاکټر اشرف غني یواځې پاتې شو.

خو اصل کې د بنون سیوان نظریه او پرتله ځکه سمه نه ده چې هغه مهال د پخواني شوروي اتحار په یرغل باندې ټوله نړۍ د شوروي، افغان حکومت او افغانستان خلاف وه.

دغه راز پخواني شوروي اتحاد ټوټه ټوټه شو، خپل ځواکونه یې وویستل او له هیچا یې هیڅ ډول ژمنه وا نه خیسته او په یو ځل یې ځان داسې راټول کړ چې افغانستان کې یې هیڅ خپله نخښه پرينښوده.

خو اوس ټوله نړۍ له افغانستان او افغانانو سره ده او د نړیوالو مرستې هم له افغان حکومت سره تر ۲۰۲۴ کال پورې شته دي.

اوس امریکا له طالبانو څخه تعهد اخیستی چې د زور له لارې به واک ته نه رسیږي، امریکا او نورې نړۍ ته به ګواښ نه وي او د جګړې پر ځای به د سولې له لارې واک ته د رسیدو هڅه کوي.

دغه راز لا هم د بهرنیو ځواکونو په ځانګړي ډول د امریکايي ځواکونو همکاري له افغان ځواکونو سره شته، که چیرې وضعیت خراب شي.

هغه وخت نه مدني ټولنې وې، نه سیاسي ګوندونه و، نه رسنۍ وې، نه سوشل میډیا وه، نه خلکو عامه پوهاوی درلوده، ټول خلک پاکستان، ایران او نورو هېوادونو کې مهاجر و او ډير کم شمېره خلک په افغانستان کې پاتې و.

خو اوس ټول افغانان په کور دننه دي، د وطن لپاره عامه پوهاوی لوړ دی، ولسواکي ده، خلک په جمهوریت کې ژوند کوي، خپله اراده تمثیل کوي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په پياوړي حالت کې دي او ډير نور څه شته چې د اشرف غني او ډاکټر نجیب الله دوره سره په لوی توپير کې ښکاره کوي.

بله مهمه خبره دا ده چې هغه وخت کې لوی اکثریت افغانان د شوروي په ملاتړ د افغان حکومت خلاف و، له مجاهدینو سره و، خو اوس لوی اکثریت افغانان له طالبانو کرکه کوي او له خپل نظام دفاع او ملاتړ کوي.

تاسو که د هغه وخت تاریخ ته ګورئ او اوسني وضعیت سره یې پرتله کړئ، ډير لوی توپيرونه به درته ښکاره شي چې اوسنی وضعیت د ډاکټر نجیب الله له وضعیت سره ډير لوی فرق کوي او هیڅکله به اوسنی نظام داسې و نه پاشل شي، لکه د ډاکټر نجیب الله په وخت کې.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button