د سيګرټ پرېښودلو اسانه تګلاره

ليکنه: ریاض مقامزی

تر هر څه لومړی تاسو باید پوه اوسئ، چې سیګرټ ستاسو روغتيا په لوړه کچه ننګوي. د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ مو د سرطان په څېر له خطرناکو ناروغيو سره هم مخ کولای شي. مګر له دې ټولو تاوانونو سره ـ سره بیا هم ځينې خلک سيګرټ څکوي. په داسې حال کې چې دوی غواړي سیګرټ پرېږدي، مګر له ډېرو هڅو وروسته هم په دې کار نه دي بریالي شوي. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې، ځينو ټکو ته اشاره ولرو. لیکنه تر پايه ولولئ او له خپلو هغو ملګرو سره یې هم شریک کړئ، چې سیګرت څکوي.

لومړی ـ اراده
له هر څه وړاندې باید تاسو د سیګرټ پرېښودلو اراده وکړئ. کله چې تاسو د کوم کار اراده نه لرئ، نو کول یې ډېر ستونزمن وي. په دې مرحله کې تاسو کولای شئ له ځينو تګلارو ګټه واخلئ تر څو اراده مو پياوړې شي. مثلا کوښښ وکړئ د سیګرټ د زیانونو په اړه له خلکو او روغتياپالانو وپوښنئ او يا یې هم په انټرنيټ کې یې ولټوئ. په دې توګه به تاسو د سیګرټ زیانونه لا ښه درک کړئ او د پرېښودلو اراده به مو پياوړې شي.

دویم ـ نېټه ټاکل
کوښښ وکړئ، د سیګرټ پرېښودلو لپاره نېټه وټاکئ. البته دا نېټه باید بیا حتمي شي او هېڅ ځنډ ته په کې ځای مه ورکوئ. ددې کار یوه ګټه دا ده، چې تر یادې نېټې به تاسو ډېر وخت ولرئ تر څو د سیګرټ د زیانونو په اړه لا ډېره پلټنه وکړئ. همدارنګه کله چې تاسو وايئ “سیګرټ پرېږدم”، مګر نېټه مو ورته نه وي معلومه کړې نو هره ورځ به وايئ “سبا یې پرېږدم!” یا دا ډبی “خلاص شي پرېږدم!” مګر بیا به هم دوام ورکوئ. پر دې اساس دا توصیه کېږي، چې د یوه مهالوېش مطابق باید سیګرټ پرېږدئ.

درېيم ـ پيل
په درېيم قدم کې تاسو اړ یئ چې سیګرټ ته “نه” ووايئ. په دې معنی چې په ټاکلي ورځ باید د سیګرټو ډبی او اورلګيد خطا کړئ. د کار پيل د کار ۵۰% بشپړېدو په معنا ده. که تاسو پيل وکړ، يعنې سیګرټ څکول مو ۵۰% پرېښود. د پيل په وخت کې باید له خپل ځان او خدای سره کلکه ژمنه وکړئ، چې نور به هېڅکله سیګرت نه څکوئ.

څلورم ـ پر ځان باور ولرئ!
ځينې خلک پر سیګرټو ډېر روږدې نه وي، خو دا چې پر ځان باور نه لري نو ددې وژونکي مادې څکلو ته دوام ورکوي. تاسو باید په دې باور و اوسئ چې هر کار کولای شئ. د “نه شم کولای.” جملې پر ځای د “کولای شم.” الفاظ وکاروئ. داسې خلک هم شته چې ۲۰ کاله مسلسل یې سیګرت څکلي دي خو بیا هم بریالي شوي، چې دا عمل پرېږدي. نو که تاسو پر ځان باور ولرئ، سیګرټ حتمن پرېښودلای شئ.

پنځم ـ مشغولتیا
د سیګرټ له پرېښودلو وروسته کوښښ وکړئ ځان بوخت وساتئ. کله چې تاسو اوزګار یئ، ستاسو فکر به راسا سیګرټو ته ځي او په داسې وخت کې ډېر امکان شته، چې تاسو یاده نشه بیا په تدریجي توګه پيل کړئ. مګر که تاسو بوخت یئ، تر ډېره ددې امکان نه وي، چې تاسو دې بیا دغه بد عمل پيل کړئ. د بوختيا لپاره ورزش ښه وړانديز کېدلای شئ. کله چې یواځي کېږئ، نو کوښښ وکړئ په خپله کوټه او یا هم په بل مناسب ځای کې مو اندامونو ته حرکت ورکړئ.

شپږم ـ له نشه يي ملګرو لرې والی
ځينې خلک مياشتې ـ مياشتې دغه عمل پرېږدي، مګر په یوه ورځ کې هر څه ګډوډ شي. په کومه ورځ چې دوی له خپلو هغو ملګرو سره وخت تېر کړي، چې سیګرټ څکوي، نو ډېر ژر یې زړه کېږي او د بیا پيل بنسټ ږدي. که تاسو سيګرټ پرېښود کوښښ وکړئ له سیګرټي ملګرو لرې اوسئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button