د سياسي غلطيو تسلسل ناورين رامنځته کړى دى‎‎

عبدالوحيد وحيد
کابل افغانستان

سهوه له کار او هڅو سره تړاو لري. د انساني وجود له وجود څخه تر نن پورې دوام لري او تر هغو به انسانان سهوې کوي ترڅو چې انساني ژوند شتون ولري. سهوه کيدل نه يوازي داچي ستره نيمګړتيا نه ده، بلکې د هغو خلکو لپاره چې خپل اشتباهات څيړي او ارزوي يې، سهوه زده کړو او پرمختګونو ته لاره پرانیزي.

مګر زموږ په هېواد کې د اشتباهاتو تسلسل او د غلطيو د ارزونو د دود نشتون موږ ته فاجعې رامنځته کړي دي. په تيرو څو لسيزو کې زموږ ترمنځ د واک په سر جګړو کې د زور استعمال موږ ته په لوړه کچه مادې او معنوي زيانونه را واړول. د يرغلګرو په وړاندې زموږ د ولس حقه مبارزه او جهادي کړنې يې اغیزمنې کړې، زموږ ملي غرور يې مات کړ، زموږ هېواد يې په کنډواله بدل کړ او پرديو ته يې اړ کړو.

په نورو افغانانو باور نه کول، د واک سپيره تلوسه، د خپلې ټولنې ذهني لمړيتوبونو معلومولو پرځاى په تولنه باندي د پردئ اجندا تپل او تر ټولو مهمه دا چې داخلي اختلافاتو ته د حل لارو په لټون کې سکوټه ناکامي زموږ د تېرو څو لسیزو د حکمرانانو مشترکه نيمګړتياوې تشکيلوي.

د سياسي غلطيو او معيارونو د ماتولو پيل خلقيانو وکړ او تر اوسه پورې دوام لري. بريد ملان يې جنرالان کړل او نورمحمد تره کى يې نابغه ونوماوو. له خپل ولس سره يې جګړه وکړه، واک يې له ګوندي خلکو سره وساته او د خپلمنځي اختلافاتو له امله تره کى ووژل شو، کارمل او فکري ملاتړي يې وشړل شول. د مجاهدینو ځينو مشرانو نه يوازې د شورویانو په وړاندې د سپيڅلي جهاد افتخارات ليلام کړل بلکې کابل يې هم ونړاوه.

طالبانو په خپله لومړنۍ واکمني کې د ولسي ارادو د تمثیل پرځاى واک انحصار او له ټولې نړۍ سره په تقابل کې تګلاره يې غوره وګڼله. د ديموکراسي دوره کې پراخ او هراړخیز فساد، د زورواکانو پالل، له غرب څخه د داسي انجونو او هلکانو واردول چې فساد کې ماهران وو، خو افغاني کلتور او عقيده يې نه پيژنده، د ژونديو لخوا د ځمکو او د مړو لخوا د تپو غصبول، د کورنیو جګړو مخکښانو ته ستر امتیازات ورکول يې ځانګړتیاوې وې. د دروغجنو ژمنو، ټاکنيزو درغليو، په اساسي قانون باندې د ملنډو وهلو، به جمهوريت باندي د سودا کولو، جګړه ايزو وحشتونو او هر ډول فساد د بنسټیز کيدو له امله ديموکراسي بدنامه شوه.

اوس داده “د اشغالګرانو د شړلو او د مغصوبه واک بيرته ترلاسه کولو مشروع حق” ترعنوان لاندې طالبان يو ځل بيا د ستر ازمون په څلور لاره کې حيران ولاړ دي. نه يې بين الافغاني سوله وکړه، نه د واک ويش مني، نه په نورو باندي باور کوي، نه د نړيدلي نظام په بديل باندې فکر کوي او نه د نظام جوړولو لپاره اړينه وړتیا او امکانات لري. زموږ حاکمان هر وخت د غلطي له کولو وروسته پوهېږي، خو په خپلو اشتباهاتو باندې اعتراف کول ورته د شرم خبره ښکاري.

له طالب مشرتابه څخه د ګيلې په شکل پوښتنه کوم چې؛ ايا هغوى ولې فکر ونشواى کولاى چې له نړئ سره د بين الافغاني هوکړې، د واک د انحصار فکر نه کولو، د نظام د څرنګوالي په اړه په بين الافغاني مذاکراتو کې د پرېکړې کولو او پراخ بنسټه حکومت جوړولو په تړاو د ژمنو ماتول به ستره بيه ولري؟ په ملي او نړيواله کچه به ورته ستونځې پيدا کړي؟ افغانستان به يو ځل بيا د کورنئ جګړې جهنمي کندې ته لاهو کړي؟

په پوره يقين سره ويلاى شم چې د طالب مشرتابه ترمنځ د اختلافاتو او منفي غبرګونونو د مخنیوي په پرتله د پورتنیو تعهداتو ماتول په کور د ننه او بهر لانورې جدي ستونځې ايجادولاى شي. هغوى د خپلمنځي داخلي ستونځو په تړاو د دوحې له تړون وړاندې باید د خپلمنځي اختلافاتو د مخنیوي هڅه کړې واى.

فرصتونه مو له لاسه ووتل او لا هم شته فرصتونه له لاسه ورکوو. اوس اسلامي امارت په ډېره ټیټه کچه فرصت لري چې د کابل په ګډون په ټول افغانستان باندې د واکمني برلاس لري. هغوى باید د دروند مسئوليت په درک کولو د خپل ولس له ټولو طبقاتو سره تفاهم وکړي. ولس ته د زعامت په تړاو د مهم رول لوبولو حق ورکړي؛ ولس باید په اعتماد کې واخلي؛ په ټپه ولاړې اداري په مسلکي او با تجربه خلکو بيرته فعالې کړي، د مشورو لپاره پاک، سپيڅلي، له هر ډول فساد او تعصب څخه پاک خلک شتون لري خو لټون غواړي. د ملي ملاتړ څخه برخمن د هر فکر، قوم، نسل، سمت او ژبې خلکو ته په يوه ممثله لويه جرګه کې د نظام راتلونکى نوعيت، اساسي قانون کې د بدلون وړ مادې، ملي بيرغ او داسې نورو اړينو اصلاحاتو مسوده وړاندې کړي او د اکثریتي ډلې نظر ته د راتلونکي نظام او حکومت په جوړښت کې تحقق ورکړي.

سياستوال هم باید په خپلو تيرو سهوو باندي فکر وکړي، چې ولې د تيرو څو لسيزو راپدیخوا د نظام په نړولو کې بريالى خو په جوړولو کې يې سخت ناکام شول؟ موږ وليدل چې جنګسالاران، د واک مجنونان او د پردي کلتور واردوونکې ډلې له ټول نړيوال حمايت سره سره د نظام په جوړولو کې پاتي راغلل، وتښتېدل او اوس يې څرک نه لګيږي، خو تعجب ده چې ځينې سياستوال لاهم جګړه د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره ښه لاره ګڼي.

سوسياليزم زموږ سوسياليستانو سپيڅلي جهاد زموږ ځينو جهادي مشرانو ديموکراسي زموږ ديموکراتانو بدنامه کړل او طالبان د اسلامي نظام د نفاذ لپاره د نړۍ د اسلامي محققینو او علماو له راټولولو د علماو د رأى په اکثریت د اسلامي نظام لپاره د عمل وړ مسوده يا موډل په وړاندې کولو کې ناکام شوي دي.

طالبانو ته ځکه زياتې سپارښتنې کوو چې هغوى د چارو واګې په لاس کې لري. هغوى باید له تيرو زياتو سهوو زده کړه وکړي، خپل مسئوليتونه درک کړي؛ د راتلونکې ممکنه ناورين مخه ونیسي؛ د ولس او نړيوالو ګډو غوښتنو او اندېښنو ته د امکاناتو په چوکاټ مثبت ځواب ووايي، د داسې ټول شموله حکومت بنسټ کيږدي چې بنسټ يې اهليت لياقت تجربه او سپيڅلتيا وي. اړينه نه ده چې په هر لوړ پوړي پوست باندي په سنګر کې جنګيدل يا ددښمن په محبسونو کې پاتي شوى طالب وي. که جهاد د اعلأ کلمت الله او د اسلامي نظام د نفاذ لپاره وي خو موخه ترلاسه شوه او د شهيدانو ارمانونه د اسلامي نظام نفاذ دى. په دندو باندې ګمارنه باید د وړتیا تجربې او اهليت پربنسټ وي.

موږ پوهېږو چې پخوانيو واکمنانو هم د ګمارنو معيارونه سخت وځپل. وړتیا لياقت اهليت او علميت په ګمارنو کې هيڅ ډول نقش نه درلوده خو اوسني چارواکي باید پوه شي چې د دوى او پخوانيو ترمنځ موږ توپيرونه هم وينو او توقعات مو هم د توپيرونو پربنسټ ولاړ دي.

د شمال ټلوالې په نوم پخوانى ايتلاف باید عيني واقعيتونه ومني، د تير بن په غونډه کې د طالبانو د نه ګډون زيانونه درک کړي؛ طالبان ځمکنى دروند واقعيت ومني؛ د قوم ژبې او سمت په نوم د واک د ويش او امتیازاتو غوښتنه پرېږدي. خپلو تيروتنو ته د توجيهاتو برابرولو، د خپل ځان او ګوند لپاره د امتیازاتو غوښتلو او سليقوي فکر کولو پرځاى ملي ګټو ته د خپلې توجه په محراق کې ځاى ورکړي، د خپلو سهوو د ارزولو او د بيا نه تکرارولو هوډ وکړي او نړيواله ټولنه باید پرېنږدي چې افغانستان د تير په شان يو ځل بيا خپل ځان سيمې او نړئ ته ګواښ جوړ شي.

په درنښت

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button