د سونډ «زنجبیل» روغتیایي ګټې

ژباړه: حمیدالله حمیدي

پېړۍ کېږي چې په طب او اخلي پخلي کې له سونډ څخه ګټه اخیستل کېږي؛ سونډ د ويټامین اې، سي، اي، د بي د ګروپ ويټامینونو، مګنيزیم، پوتاشیم، فاسفورس، سلیکان، اوسپنې، سودیم، کلسیم او د بتاکروتنینو غوره منبع ده.

د تغذیې د برخې متخصصین په دې عقیده دي چې زنجبیل د هاضمې سيستم د ټولو ستونزو لپاره ښه نسخه ده. په غذایي رژیم کې د سونډ ور زیاتول په دې معنا دي چې نور نو د معدې له هر ډول ستونزو سره مخه ښه کوئ.

د سونډ بله ځانګړنه دا ده چې په وینه کې د غذایي مواد جذب ته لاره هواروي او د هډوکو دردونه کابو کوي، وچ زنجبیل استفراق او سر ګېچي له منځه وړي.

د امېدوارو مېرمنو لپاره یې ګټې:

د سونډ کارول د مور په خېټه کې د ماشوم له سوی شکل، جانبي عوارضو او نورو هغو ستونزو څخه مخنیوی کوي چې مېرمنو ته د امېدوارۍ په وخت کې پیدا کېږي.

د بدن دردونه او التهاب له منځه وړي:

سونډ د بدن د التهاب د له منځه وړو لپاره تر ټولو ګټوره پېژندل شوې ماده ده.

څېړنو ښودلې ده چې په زنجبیل کې شته عوامل او عناصر د یوه مسکن درمل په توګه موثر تمامېږي. که د هډوکو له دردونو کړېږئ د سونډ کارول یې تر ټولو ښه او اسانه لار ده، د سر، ملا، عضلو او مفصلونو دردونه په اسانۍ سره له منځه وړي.

سونډ مو له سرطانه ژغوري.

د زنجبیل رېښې د انتي اکسیدانو تر ټولو ښه سرچینه ده.

څېړنو ښودلې چې زنجبیل د هغه سلولونو د ودې مخه نیسي چې په لویه کلمه کې د سرطان د جوړېدو لامل ګرځي، پر دې سربېره د تیو، سږو، پوستکي، پانکراس او پروستات سرطان مخه هم نیسي.

د بدن دفاعي سيستم پیاوړی کوي

په ورځني ډول د سونډ کارول مو د بدن دفاعي سيستم پیاوړی کوي او د ژمي په یخو شپو کې مو له ذکام او انفولانزا څخه هم ژغوري.

خوړو ته مو خوند وربښي

له هغې ورځې چې د سونډ خوند کشف شوی د هر چا د پخلنځي مېلمه شوی او د خوړو د خوند د لا زیاتوالي لپاره یې کاروي. له سونډ څخه په هر ډول خوړو کې ګټه اخیستی شي، د خوړو خوند ښه کوي او د وزن په کمېدو کې در سره مرسته کوي. نباتات پېژندونکي وایي هره کورنۍ باید د ورځې په اوږدو کې په خپل عذایي رژیم کې لږ تر لږه ۴۰ ګرامه زنجبیل وکاروي.

زرګونه کلونه کېږي چې له سونډ څخه د جنسي قوت لپاره هم ګټه اخیستل کېږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button