بسمل کوچیوال
سونډ چي په دري کي ورته ادرک يا زنجبيل او په انګليسي کي ورته ginger وايي علمي نوم يي zingiber officinale دي د نباتاتو د zingiberacea د کورني پوري اړه لري او لاندي تاثيرات منځ ته راوړي.
اول anti emetic يا د کانګو ضد تاثير چي د سفر او د حاملګي د دوران په کانګو کي موثر دي.
دوهمcardiotonic يا د زړه قوي کوونکي تاثير.
دريم anti thrombic يعني د بدن په داخل کي د ويني د لخته کيدو مخه نيسي چي د زړه د احتشا او نورو قلبي ناروغيو مخه نيسي.
څلورم anti bacterial د يو شمير باکترياوو ضد تاثير لري.
پنځم anti tussive د ټوخي ضد تاثير لري.
شپږم anti inflammatory ددي تاثير په درلودلو سره د روماتيزم او نورو دردونو په رفع کولو کي رول لري.
اووم lower cholesterol level دويني د کلسترول سويه راټيټوي.
اتم chologogue په صفرا باندي تاثير کوي
نهم appetite stimulant اشتها زياتوي
لسم colic يا قلنح د منځه وړي
يوولسم bronchitis د برانشيټ دپاره ګټور دي
دولسم anti hepatotoxic action
ديارلسم carminative د ګيډي نفخ و باد له منځه وړي
څوارلسم د معدي افرازات او د کلمو حرکات زياتوي
پنځلسم anti fungal action
شپاړلسمanti oxidant action
اولسم anti mutagenic action