د سولې فضیلت

ګل آغا احمدي وردګ
صلح په عمومي توګه د انسانانو او په ځانګړې توګه د مسلمانانو تر منځ د ډېرو نیکو کارونو څخه ګڼل شوې چې خدای (ج) یې د تامین په موخه امر کړی دی او د سولې په کولو سره یې د زیاتو فضایلو زېری او په نه کولو سره یې د ډېرو مفاسدو د پېښېدو خبرداری ورکړی دی. د دې اهمیت او فضیلت اړخونه ډېر زیات دي چې په دې ځای کې په لنډه توګه اشاره ورته کېږي.

د خدای امر

خدای (ج) په تکرار سره په متعددو آیتونو کې د وګړو تر منځ د سولې د تامین په هکله ټینګار او امر کړی دی څو په ټولنه کې یووالی، مینه، وررګلوي، محبت، ښه ژوند، ښیرازي، آبادي او سمون قایم شي. دغه ډول امرونه درې ځایه په حجرات سوره او یو ځلې په انفال سوره کې راغلي دي. طبیعي خبره ده چې خدای (ج) خپلو بندګانو ته په هغه څه امر کوي چې د زیات اهمیت، ټولنیزې اصلاح او لوړ مقام څخه برخمن وي. خدای پاک د انفال په سورت کې فرمایلي دي: ( فاتقوالله و اصلحوا ذات بینکم) الانفال ۱ آیت

ژباړه: (د خدای څخه و ویریږی او په خپل منځکې سوله وکړی)

پوهانو ویلي دي چې تاسو د هغه څه په باب تر خپل منځ اصلاح راولی چې ستاسو له منځ څخه هر ډول اختلاف، بدبیني، تاوتریخوالی او د اختلاف اسباب ورک کړي او زوړنه یووالي او محبت ته را وبولي. همدارنګه هغه فضا ستاسو له منځ څخه ورکه کړي چې نزاع، خصومت، مشاجرې، جنجالونو او بېلتون په سبب را منځته شوی وي. د عفوې، نیکو اخلاقو او ښه سلوک په وسیله هغه بغض، عداوت، دښمني او زړه بدوای د وګړو له منځه ورک شي چې د اختلاف په سبب یې د افرادو او ټولنو تر منځ ځای نیولي دی.

خدای پاک (ج) فرمايي: (و ان طایفتان من المومنین اقتتلوا فاصلحوا بینمها) الحجرات ( ۹ـ۱۰)

ژباړه: که چیرې د مومنانو دوې ډلې په جګړه اخته وي نو د دوی تر منځ سوله وکړي.

د پيغمبر دنده

د سولې د هغه عظمت او لويې له کبله چې خدای پاک (ج) ورکړی دی، د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) نه یوازې د وګړو تر منځ د سولې تامین مهم ګڼلی بلکي په دې برخه کې یې د ژوند تر پایه هڅې کړې دي او مسلمانان یې سولې ته هڅولي چې د نورو پیغمبرانو په څیر د وروستي پیغمبر (ص) د رسالت یوه مهمه دنده ده. پیغمبر (ص) د خلکو تر منځ د سولې تحکیم، د عدل خپرول، د ظلم نابودي، د ناروا کړنو سره مبارزه او د وګړو تر منځ د اختلافاتو له منځه وړل د خپل رسالت مهم ټکي بلل.

بخاري (رح) په یوه حدیث شریف کې فرمایلي دي: (د بني عمرو د قبیلې تر منځ جګړه نښتې وه او نبي کریم (ص) ته چا احوال ورکړ، نو هغه (ص) د ماسپښین د لمانځه د ادا کولو څخه وروسته د پیښې ځای ته ورغی او تر منځ یې سوله وکړه.) رواه البخاري، کتاب احکام، ح رقم ۶۶۵۳

په یو بل حدیث شریف کې راغلي دي (د قبا د خلکو په منځ کې داسې جګړه پېښه شوه چې یو بل یې په ډبرو وېشتل، نو پیغمبر (ص) چې کله د پیښې څخه خبر شو ویې ویل: (راځی چې ولاړ شو او تر منځ یې سوله وکړو.) رواه البخاري، کتاب الصلح، ح ر ۲۴۹۶

له دې څخه ښکاري چې د جګړې د پېښېدو او د تاوتریخوالي د ناوړه خبر د اورېدو سره جوخت د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) سمدلاسه د ښکېلو ډلو تر منځ د سولې امر کړی، پخپله یې د سولې د تامین په لاره کې ونډه اخیستې، عملي اقدام یې کړی او خپل صحابه یې هڅولي دي چې د نزاع د دواړو اړخونو تر منځ سوله وکړي او په دې باب یې همیشه د یوه عادل امام، بهترین قاید، اغیزمن رهبر او ښه لارښود دریځ غوره کړی دی. همدارنګه پیغمبر (ص) په بیړنۍ توګه هڅه کړې ده چې د خلکو تر منځ د تاوتریخوالي کرکجنه فضا د نیکمرغۍ، سولې، امن، سمون، یووالي او ښېرازۍ په فضا بدله او په خپلو وړانګیزو لارښوونو او اعمالو سره وګړي نېکو چارو او خپلمنځي یووالي ته را و بولي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button