د سهار لخوا د مېوې خوړل مو وزن کموي

ژباړه: حميدالله حميدي

متخصصین وایي که غواړئ مناسب او ښکلی اندام ولرئ په سهارنۍ کې یوازې مېوه وخورئ او تر غرمې بل څه مه خورئ. د دغه رژیم لپاره تر ټولو غوره د الوبالو ډولونه، ناک او نورې تازه مېوې دي.

کله چې په سهارنۍ کې د نورو خوړو پر ځای له لیمو سره یوځای د مېوو خوړل پېل کړئ، ډېر ژر به ګورئ، چې د خېټې او څنګونو اضافي وازګې مو په ویلې کېدو دي. دا چاره مو پر دې سر بېره چې اندام ښکلی کوي د ورزش کولو لېوالتیا هم درکوي.

په سهارنۍ کې د مېوې او لیمو خوړل هغه وېټامینونه او فلزات پوره چې په بدن کې د سلولونو جوړولو دنده لري، خو یو څه ته مو باید پام وي، چې د لیمو په خوړلو کې اعتدال په پام کې ونیسئ.

یوازې ډېر خواږه او غوړ لرونکي مواد دي، چې زموږ په بدن کې د اضافي غوښې یا وازګې په څېر زخیره کېږي، نو د مېوو خوړل ځګه ګټور دي، چې غوړ نه لري، خوږه کمه لري او وازګې له منځه وړي.

مېوې د بدن په جوړېدو، کلکېدو او اوبدلو کې مهمه ونډ لري، پر دې سربېره د بېلابېلو ناروغیو مخه هم نیسي. ډېری کسان د دې لپاره چې وزن یې کم شي ډول ډول درمل کاروي، چې ډېر کله جانبي ستونزې پېدا کوي.

Exit mobile version