د ستونزو پر ځاى حللارې پیدا کړئ

لیکنه: ریچاردټمپلر
ژباړه: ذبیح الله رحیمزی

داسې څه ترسره کړئ، ترڅو هغوی د ستونزو د ویلو پرځای تاسې ته د حل لارو چارې وړاندې کړي.
((زما لپاره د ستونزو حل لار راوښیئ، نه ستونزې.))

مارکارت تاچر

ګیلې او شکایتونه کول د کارکوونکو لپاره ډېره ساده خبره ده؛ خو تاسې باید کارکوونکي داسې وروزئ، چې یواځې ګیلې او شکایتونه ونه کړي. مګر هغوی ته وخت هم ورکړئ، څو د شتو ستونزو په هکله تاسې ته ووايي، خو په داسې ډول چې حل لارې باید هم درته ووايي.

هر کله چې له تاسې ګیله کوي، ختماً ترې وپوښتئ:«نو څه باید وکړو؟»

((که څوک تاسې ته د يوې ستونزې ګيلې او شکايتونه کوي، ختماً ترې وروسته وپوښته:«ستا نظر څه دی، چې دا ستونزه څنګه حل کړو؟))

تر ټولو ښه مدیر ته، چې تراوسه مې ورته کار ترسره کړی، هغه به له دې هم ښه عمل کاوه.

ځکه هغه به لومړی له کارکوونکو د حل لارې په لټه کې کېده او بیا به یې خپله کوښښ کاوه، چې څه ستونزه ده.
هغه شپه یوه لوبه وه، چې زموږ د ساعتېریو له ډلې شمېرل کېده، مګر د دې لامل کېده، چې په خپلو پښو ودرېږو.
یو ځل چې ما د امنیتي برخې له یوه کارمند سره ستونزه لرله، په اسانۍ سره مې کولای شو، لاړ شم او رئيس ته ترې خپل شکایت وکړم.

مګر ما د هغه خوى پېژانده او دا کار مې ونه کړ. او د دې په بدل کې مې خپله هڅه وکړه، څو دا ستونزه حل کړم. زه لاړم د هغه بخش د مسوولینو خوا ته او هر څه مې ورته وویل، هغه څه چې منځ ته راغلي وو. په داسې حال کې چې څارونکي کمرې په لارو، پارکینګونو او په هره برخه کې وې، خو دا یې څارلی نه و.

په پایله کې امنیتي مسوولینو د حقیقت معلومولو لپاره هڅې پیل کړې. په همدې ترتیب ستونزه له منځه ولاړه او رئيس مې د دې لپاره تشویق کړم، چې دا ستونزه مې په اسانۍ سره له منځه یوړه او کار مې ښه ترسره کړ.

خپل مدیریت

خپل ځان او کړنلاره، مو ښه مديريت کړئ.

همدا د یو ښه مدیریت بنسټ دی. دا سمه خبره ده، چې هر یو مدیر دې د یو ټیم مدیریت کړي، مګر دا مدیران باید خپل ځان هم مدیریت کړي. د قوانینوراتلونکي ټولګه تاسې سره ده. دا هغه قوانین دي چې تاسو سره مرسته کوي تر څومو هر څه ګټور وي.

((دا به ډېره ستونزمنه وي، چې له کوم پرمختګ پرته خپلو ورځنيو کارونو ته ادامه ورکوئ.))

مدیر کېدل یو ډېر ستونزمن کار دی. ځکه تاسې باید هم خپل کارونه سرته ورسوئ او هم باید د خپل ټیم کړنو ته متوجې واوسئ.

په حقیقت کې که موږ په بل کار کې ډېر بوخت شو، د خپل اصلي کار څخه لرې کېږو، لکه د مخکې پر وړاندې چې زیاتره خلکو ته بې ارزښته وي، چې یادونه وکړي، موږ ته چې مو مدیریت د څه په اړه دی.

په رښتینې توګه به تاسې په دې لاره کې ډېرې تجربې ترلاسه کړئ، خو ډېر څه به هم له لاسه ورکړئ.

احتمالاً هغه څه چې موږ ته راښايي، په پوره توګه معلوم او ښکاره دي. مګر زه دلته داسې څه مطرح کوم، چې له دې پخوا به مو په هېڅ ځای کې نه وي اورېدلي.

نور ښکاره کړئ
Back to top button