د ستونزو سره څنګه مبارزه وکړو

ژباړه: فریدالله منګل

که په ژوند کې په هره ستونزه یواځې سترګې پټوئ، دا مو په ژوند کې د پرمختګ مخه نیسي. په ژوند کې د ودې لپاره غوره دا ده، چې د ستونزو سره د مخ کیدو پر مهال د مبارزې فکر او کلک هوډ ولرو، تر څو مو کوچنیو ستونزو ته دا موقع په لاس نه وي ورکړې چې په لویو ستونزو بدلې شي.

د ستونزو سره د مخ کیدو پر مهال د لاندې لارښونو کټه پورته کړئ.

په افکارو کې مو بدلون راوالئ: په ژوند کې د ستونزو سره د مخ کیدو پر مهال تر ټولو لومړی اړینه ده چې د ستونزو پر وړاندې مو په خپلو افکارو کې بدلون راولئ. هرې ستونزې ته د یو چلینج په سترګه وګورئ نه د یو لوی خنډ او کړاو په توګه، ځکه د چلینج سره د مبارزې پر مهال ستاسو ذهن ډیر فعال او ذهني فشار کم وي، نو تاسې په اسانۍ سره کولی شئ د یو لوی مشکل سره په اسانۍ مبارزه وکړئ. همدا ډول، که يوې ستونزې ته د یو موقتي خنډ په ډول وګورئ دا هم تاسو سره مرسته کوي تر څو د هرې ستونزې په مقابل کې پیاوړي واوسئ. د البرت انیستین په وینا «هغه فکر چې ستونزه یې را پیدا کړې هغه فکر ورته حل‌لاره نشي موندلی» نو د ستونزو د حل لپاره په افکارو کې بدلون اړین دی.

د ستونزو په حل‌لاره تمرکز وکړئ: د ستونزو سره د مبارزې لپاره دوهمه اغیزمنه لار دا ده، چې د ستونزو پر ځای یې پر حل‌لاره تمرکز وکړئ، د یوې ستونزې په اړه افراطي فکر ستاسو ذهني وړتیا له منځه وړي او په دې ډول یو کوچنی مشکل نور هم غټیږي. نو غوره ده خپل ذهن کې دستونزو لپاره مثبتې پایلې انځور کړئ، په دې ډول ستاسو ذهن کې نوښت رامنځ ته کیږي چې له مخې یې یوې ستونزې ته څو حل‌لارې موندلی شئ.

پیاوړی احساس ولرئ: دا تر ټولو اړینه ده، تر څو هر انسان ددې په اړه فکر وکړي چې هره ستونزه حل‌لاره لري. تل یاد ولرئ، چې تر تاسو هېڅ ستونزه لویه او ځواکمنه نده. زیاتره خلک چې د ژوند په مختلفو پړاونو کې د کوم کړاو سره مخ شي؛ نو دوی داسې انګیري چې ګواکې دا یې د ژوند پای دی، خو دا حقیقت کې په ځان ناسم باور دی، تر هغه چې تاسو ساه اخلئ، تر هغه تاسو ددې تونایې لرئ تر څو د هر ډول پیښو سره بریالۍ مبارزه وکړئ. د ژوند هر خنډ ته د پرمختګ له زاویې وګورئ، او د هر خنډ په مقابل کې کلک هوډ او عزم ولرئ. یواځې سم ذهنیت تاسو سره د ژوند په دې اوږده سفر کې مرسته کولی شي.

په ځان باور ولرئ، په هغه څه تمرکز وکړئ چې ارزو یې لرئ نه هغه خنډونه چې ستاسو په لاره کې شتون لري. د ستونزو په اړه فکر مه کوئ، بلکې خپلو خوبونو او هېلو ته د رسیدا په اړه فکر وکړئ. همدا تاسو یاست چې هر څه کولی شئ، او د هرې ستونزې لپاره حل‌لاره موندلی شئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button