د سترګو د لید د کمیدو مخنیوی باید څنګه وکړئ؟

ایا پوهیږئ چې ځینې داسې عادتونه مو خپل کړې چې د وخت له تیریدو سره د سترګو د مختلفو ناروغیو او د لید د کمزورۍ لامل ګرځي.

دلته مو له یو شمیر هغو عادتونو سره اشنا کوو چې له هغې څخه د ځان ساتلو سره خپلې سترګې له مختلفو ناروغیو او د لید له کمزورۍ څخه ژغورلی شي.

۱– په غځیدلي حالت مطالعه:
که چیرې د شاه په تخته غځیدلي یاست او د مطالعې لپاره مو کتاب خلاص کړئ نو په دغه حالت کې سترګې د تورو د لوستلو لپاره ډیره زیاته هڅه کوي او تر سخت فشارلاندې وي چې په پایله کې دغه عمل په پیل کې د سترګو درد او بیا د سترګو لید د کمزوری کولو لامل ګرځي.

له دې څخه د خلاصون لپاره په رڼا خونه کې کتاب خپل غیږ یا میز کې کیښودل ډیر زیات غوره دي، که چیرې سترګې مو د مطالعې پرمهال درد کوي نو له ځنډ او کورني درمل کارولو پرته اړوند متخصص ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

۲– د ځیرک موبایل مخ پاڼې ته زیات کتل:
زمونږ په جیبونو کې شته کوچنی کمپیوټر یا ځیرک موبایل مونږ له خپلو کورنیو، ملګرو سره په اړیکه کې ساتي او زیات کارونه مو اسانه کوي خو دغه بریښنایي افزار د سترګو د لید او روغتیا تر ټولو ستر دښمن ګڼل کیږي، کوچنۍ مخ پاڼه د کوچني متن په معنا وي چې د لیدلو او لوستلو پرمهال سترګې له خنډ سره مخامخ کوي او پر سترګو فشار زیاتوي چې په ځوانۍ کې مو د عینکو کارولو ته مجبوروي.

۳– د ډیر وخت لپاره کمپیوټر کارول:
که چیرې په دفتر یا کور کې ستاسې ډیر وخت د کمپیوټر په وړاندې تیریږي نو د سترګو د لید کمزوروالی کومه حیرانونکې خبره نه ده ځکه چې د کمپیوټر زیات استعمال په سترګو فشار زیاتوي چې دغه فشار د سترګو د لید د کمزورۍ سربیره د سترګو د نورو روغتیایې ستونزو لامل هم ګرځي.

د روغتیایي کارپوهانو او روغتیایي څیړنو پربنسټ ددې لامل د زیات وخت لپاره د کمپیوټر مخ پاڼې ته متوجه کیدل نه دي بلکې د منیټور زاویه هم ده د خپلو سترګو لید ژغورلو او روغ ساتلو لپاره هر ساعت پوره کیدو سره یوه لنډه دمه وکړئ او له هغې وروسته بیرته خپل کار ته ادامه ورکړئ.

۴– لږې اوبه څښل:
د روغتیایي څیړنو پر بنسټ که چیرې یو انسان هره ورځ په کافې اندازه اوبه وڅښي نو کیدای شي د نوموړي کس %۸۰ روغتیایي ستونزې هوارې شي زمونږ سترګې هم له اوبو سره ډیره مینه لري او اوبه د سترګو د روغتیا لپاره ډیرې اړینې دي کله چې اوبه لږې څښل کیږي نو بدن له ډي هایډریشن یا د اوبو له کموالې سره مخ کیږي او له دغې ستونزې څخه سترګې تر ټولو زیاتې اغیزمنې کیږي.

د یوې څیړنې پر بنسټ اوبه د اوښکو په وسیله سترګې مرطوبې ساتي په سترګو کې د اوبو کموالي لومړۍ نښه د اوښکو وچیدل دي او د سترګو د وچیدو او د سترګو د عضلاتو د کمزوري کیدو لامل هم ګرځي.

۵– د لمریزو عینکو نه کارول:
ډیره رڼا ورځ نه یواځې دا چې د انسان پوستکی زیانمنوي بلکې سترګې هم په مختلفو ناروغیو اخته کولی شي، د روغتیایي کارپوهانو په وینا د لمریزو عینکو استعمال سترګې د لمر الټراوایلیټ وړانګو له ناوړه اغیزو څخه ژغوري او په دې ډول د سترګو عضلاتو له فشار څخه چې ددغو عضلاتو د له منځه تللو لامل ګرځي ژغوري وروسته له زیاتو څیړنو او روغتیایي کارپوهان په دې باور دي چې په طبعیت کې زیات شمیر داسې خواړه هم شته چې کولای شي د انسان د سترګو لید وژغوري او یا د سترګو کمزوری شوی لید بیزته خپل اصلې او عادې حالت ته وګرځوي د یو لړ روغتیایي څیړنو پربنسټ ګازرې د سترګو لپاره تر ټولو غوره او بهتره طبعې درمل ګڼل کیږي دغه خواړه په خپل ترکیب کې بیټاکیروټین او ویټامین ای لري چې د سترګو عمومي روغتیا او لید لپاره له اندازې زیات اړین ګڼل کیږي.

له ګازرې سربیره شنه پاڼې لرونکې سبزیجات د لیوټین او زیاکزنټین نومې اکسیډنټ لري چې د عمر د زیاتوالي له امله په سترګو ښکته کیدونکې تورې پردې او په بشپړه توګه د لید د له منځه تللو مخه نیسي.

هګۍ هم د سترګو د روغتیا لپاره له مهمو خوړو څخه ګڼل کیږي د هګۍ ژیړ هم د لیوټین او د هګۍ ژیړ په زیاته اندازه زینک هم لري دغه خواړه هم زیاکزنټین له غوره منابعو څخه دي انسان د سترګو لید د له منځه تللو او نورو ناروغیو څخه ژغورلی شي.

له پورته ذکر شوو خوړو سربیره د ستروس د کورنۍ میوې د توتانو مختلف ډولونه او بادام هم د هغو خوړو څخه دي چې د سترګو عمومې روغتیا او لید لپاره ګټور او اړین مواد لري.

سترګې د بدن تر ټولو نازکو برخو څخه دي او ځانګړی ارزښت لري د سترګو په پاملرنه کې باید له اندازې زیاته پاملرنه وشي تر څو په ژوند کې د الله تعالی له دغه نعمت څخه بې برخې نه شو.

د خپلو سترګو غوره روغتیا او تل پاتې کیدونکي لید لپاره له پورته ذکر شوو عادتونو څخه ځان وژغورئ او ذکر شوې خواړه خپل ورځینې ژوند کې استعمال کړئ که چیرې په کمپیوټر کې کار کوئ له هر نیم یا یو ساعت وروسته دمه وکړئ او سترګو ته د ورزش ورکولو هڅه وکړئ.

لیکنه: ډاکتره عاقله اسد

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button