د سترس یا ذهني فشار له منځه وړلو لپاره اړین خواړه

ژباړن: محمداکبر حقمل

کېدای شي سترس یا ذهني فشار له تاسو سره هر ځای مل وي لکه په کاري چاپيریال، موټر چلونې، جشنونو، مراسمو، غونډو کې او یا هم په کور کې.

د (ایسنا) په رپوټ کې راغلي او وايي څېړونکي په دې عقیده، چې د استرس یا ذهني فشار له خواړو سر ټینګې اړیکې لري، د دوی په نظر که چې هره ورځ نامنظم او ګډ وډ خواړه وخوړل شي نو د سترس یا ذهني فشار لامل ګرځېدلای شي او که چېرې سترس لرونکي کسان د خواړو سمه او مناسبه ټاکنه ولري او په منظم ډول یې وخوري، نو ورځنی سترس به یې د امکان تر حده کم شي او د دې خواړو نومونه به لاندې واخیستل شي.

څېړونکو د کانولوګ هول فوډ سایټ د غذایي توکو په لړلیک لیکلي، چې دا ډول خواړه کولای شي انسان له سترس څخه لرې وساتي یا په بله وینا آرام ورکوونکي دي.

لومړني خواړه مستې دي، د مستو خوړل بیا په ځانګړې توګه د دوبي یا اوړي په موسم کې ګټورې دي ځکه سپکې دي او هضم یې هم آسانه دی.

په هند کې د بدني غړو متخصص ډاکټر شیفا شارما په دې اړه وایي: مستې یا هر لبني محصول په تر ټولو زیاته کچه د تیروسین په نامه داسې ماده لري، چې د مغز د سروتونین میزان لوړوي او دا سروتونین د اعصابو د ذهني فشار یا استراس کچه ټیټوي او آرامه کوي یې.

دوهم خواړه ترخې شرینۍ دي، د دوی په وینا د استرس هورمون کچه کموي او د استرس اړوندې بیوشیمیایي ناآرامتیاوې متعادلې کچې ته راولي.

بل د طبعي قند یا طبعي خواږه لرونکې مېوې کولای شي استرس مو له منځه یوسي.

بل د ونو بادام باید وخوړل شي ځکه بادام د B2 او Eویټامینونه لري، چې داهم بشپړه ونډه لري.

بروکلی کلم او د اوږې خوړل دي، چې داهم په دې برخه بشپړه ونده لري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button